پر يو الله ايمان، د برمايي مسلمانانو يوازنی جرم، راځئ له نږدې يې وګورو!!
زړه نه دی تور کاڼی د صحرا دی
په ليدو د زخمي زړه چې زخمي نشي
د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې مسلمانان لږکي دي چې په ځينو کې سوکاله ژوند کوي او په ډېرو هغو کې ورسره ناوړه چلند کيږي، کامله مذهبي ازادي نه لري او د بېګانه وو په سترګه ورته کتل کيږي؛ خو برماکې مسلمانان له ډېر وخت راهيسې هغه دردونه او ربړونې ګالي چې د انسانيت په تاريخ کې يې ډېر کم ساری ليدل کيږي، راځئ نن د برمايي مسلمانانو له تاريخ او حالاتو ځان خبر کړو :
د برما جغرافيايي موقعيت
برما ـ يا: “ميانمار”ـ د آسيا په جنوب ختيځ کې پروت هېواد دی، ختيځ ته يې چين ، لاوس او تايلينډ پراته دي، لوېديځ ته يې بنګلاديش او د هند سمندر دی، او شمال ته يې د هندوستان هېواد دی .
د برما په اراکان ولايت کې د و ګړو ډېری يې مسلمانان دي، دا ايالت د برما په جنوب لوېديځ کې پروت دی او د “اراکان يوما” غرونه چې د هماليې د غرونو لړۍ ده، دا يالت د برما له نورو سيمو څخه جلا کوي.
د برما د وګړو شمېر:
د برما د وګړو شمېر 55 میليونه تنه دی چې 15 سلنه يې مسلمانان دي يعنې د مسلمانانو شمېر يې خوا و شا اته ميليونه تنه دی چې د دې شمېرې نيمايي وګړي په ( اراکان) ايالت کې ژوند کوي چې د دې ايالت (٪70) برخه تشکيلوي .
د برما وګړي په بېلابېلو نژادونو وېشل کيږي او په مختلفو ژبو خبرې کوي؛ خو ډېری يې په برمايي ژبه ګړيږي چې (بورمايان) ورته وايي، بورمايان په خټه چينايان او د (تبت) ښار اوسېدونکي دي چې په شپاړسمه میلادي پېړۍ کې له چين څخه دې سيمي ته راغلي دي او مذهب يې بودايزم دی، د الله په وجود باور نه لري او د بوتانو عبادت کوي.
د اتلسمې پېړۍ په وروستيو کې همدا بودايان پر سيمه واکمن شول او نور قومونه يې تر خپلې سلطې راندې راوستل.
د برما اوسنی تاريخ :
د اپريل په لومړۍ نېټه 1937 کال برما له هند څخه ازادي واخېستله او د يو مستقل هېواد په توګه را منځته شوه، هغه وخت هند د انګلستان د امپراطورۍ يوه برخه وه، په دوهمه نړيواله جګړه کې جاپانيانو په زرګونو برمايي مسلمانان ووژل، او په 1945 م کال چې دوهمه نړيواله جګړه پای ته ورسېده انګلستان يو ځل بيا برما تر خپلې واکمنۍ لاندې راوستله خو درې کاله وروسته يعنې په 1948 کال برما خپله ازادي بېرته ترلاسه کړه.
بر ما ته د اسلام رسېدل
د برما اراکان ايالت ته د عباسي خلافت په زمانه کې چې هارون الرشيد رحمه الله پاچا و، د اسلام زمزمې ورسېدلې او دا د هغو تجارتي قافلو په مټ چې له اندونيزيا، ماليزيا او د همدې سيمې له هېوادونو څخه به د تجارت په موخه عربي نړۍ ته راتللې. تر دې چې دا سيمه يو اسلامې هېواد وګرځېد او د برما نورو برخو ته يې هم ريښې وکړې چې اوس هم هلته د اسلامي مراکزو، او جوماتونو نښې شته.
په 1784 ميلادي کال د برما د بودايانو مشر (بودابای) د مسلمانانو د پرمختګ له ويرې په آراکان آيالت چپاو ور وړ، د هغوی کورونه او شتمنۍ يې وسوځولې، جوماتونه او اسلامي مرکزونه يې وران کړل، په زرګونو علماء او بلونکي يې شهيدان کړل، اراکان يې بېرته له برما سره ونښلاوه او تر څلوېښتونو کلونو پورې يې د مسلمانانو زورولو او ربړونو ته دوام ورکړ تردې چې په 1824 میلادي کال انګريزي استعمار په سيمه واکمن شو.
د بودايانو په لاس د مسلمانانو لومړنۍ نسل وژنه
په 1942 ميلادي کال بودايانو له برطانويانو څخه د هغه وخت پرمختللي وسلې ترلاسه کړې او د هغوی په ملاتړ يې پر مسلمانانو وحشي چپاو ور وړ، يو لک مسلمانان يې شهيدان کړل چې ډېری يې ماشومان او ښځي وې او په لکونو نور يې د کورونو پرېښوولو ته اړ کړل چې په زرګونو برمايي مسلمانان اوس هم د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مهاجرت شپې تېروي، له برطانیا څخه د ازادۍ تر لاسه کولو يو کال وړاندې 1947 کال بودايانو په (بنګ لونګ) ښار کې يوه غونډه جوړه کړه او د برما ټول قومونه يې ورته را وبلل ترڅو د ازادۍ ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې وکړي؛ خو مسلمانان يې هغې غونډې ته پرېنښودل تر څو هغوی له ازادۍ وروسته له ټولو امتيازاتو څخه بې برخې پاتې شي.
له ازادي ترلاسه کولو څوارلس کاله وروسته په 1962 ميلادي کال برمايي جنرال “نيوين” د حکومت په وړاندې کودتا وکړه او د چارو واګي يې په لاس کې واخېستلې او په برما کې د مسلمانانو د ځور او ربړونو نوې څپه پيل شوه، روسانو او چينايانو د جنرال نوين هر ډول ملاتړ کاوه، په دې دوره کې مسلمانانو ډول ډول کړاوونه وليدل، ځمکې يې غصب شوې، کورونه يې وران شول، اقتصادي، تعليمي او ثقافتي بنديزونه پرې ولګېدل او په دې دليل چې د مسلمانانو څېرې، ژبه او مذهب له بنګاليانو سره يو و؛ نو د برما تابعت هم ورڅخه واخېستل شو خو بنګال ته په ورتللو يې بنديز ولګېد ترڅو د سيمي بودايان د خپل ظلم او وحشت څخه ډک زړونه پرې يخ کړي.
اوس نو پر مسلمانانو د ظلم بله او نوې څپه راغله، په رسمي توګه هغوی په برما کې پردي اعلان شول، نور يې په مساجدو، مدارسو او اسلامي مرکزونو ودانولو بنديزونه ولګېدل، زده کړې يې يوازې تر ابتدائيې پورې محدودي کړل شوې او هغه هم د دې لپاره چې يوازې د بودايانو په ژبه پوه شي او د هغوی خدمت وکړای شي، کله ناکله به اعلان وشو چې سږکال او راتلونکی کال مسلمانان نشي کولای چې ودونه وکړي او دا د دې لپاره چې هغوی په بداخلاقۍ روږدي شي او نسل يې له منځه ولاړ شي، مسلمانان اړ و چې د بودايانو په سيمو کې سخت کارونه وکړي، پلونه جوړ کړي، جګو ودانيو ته درانه بارونه وخيژوي او په بدل کې به يې د ورځې يوه ډوډۍ ورکوله چې يوازې پرې ژوندي وي .
په برما کې د وحشت نوی پړاو
له تېرو درې مياشتو راهيسې په برما کې د مسلمانانو په وړاندې د نسل وژنې نوې لړۍ پيل شوې ده چې همدا اوس هم دوام لري او له درې زره ډېر مسلمانان پکې شهيدان شوي دي او په زرګونو نور مهاجر شوي دي، دا لړۍ له هغې پېښې را په دې خوا پيل شوې چې د مسلمانانو يو لس کسيز ګروپ په اراکان کې د اسلامي بلنې په موخه د مسلمانانو په کليو کې ګرځېده تر څو خلکو ته د اسلام د احکامو په اړه معلومات ورکړي، په دې دوران کې د بودايي ځوانانو يوې ډلې هغوی محاصره کړل او له سختو ډبولو او ربړونو وروسته يې ټول شهيدان کړل، هغوی دا کار د هغې بودايي نجلۍ د مرګ په بدل کې وکړ چې څو ورځې وړاندې په دغه سيمه کې په مرموز ډول وژه شوې وه او بودايانو يې پړه پر مسلمانانو ور اچولې وه، د علماوو او دعاتو د دردناک شهادت په ځواب کې د اراکان مسلمانان واټونو ته را ووتل او د دې وحشتناکې پېښې په اعتراض کې يې مظاهره وکړه، په ځواب کې د برما چارواکو بودايانو ته مخه ورکړه چې د مسلمانانو په وړاندې هر ډول غبرګون وښيي، څو ورځې وروسته د مسلمانانو يوه ډله د عمرې څخه په بېرته را ستنېدو بودايانو ونيول او په وحشت سره يې شهيدان کړل، او بيا يې د اراکان کليو ته مخه کړه او په څو ورځو کې يې د مسلمانانو 2600 کورونه وسوځول، په انټر نټ کې انځورونه ښيي چې بودايي ځوانان مسلمانان ژوندي اور ته وراچوي او چې کوم يو له اوره د وتلو هڅه کوي هغه په کوتکونو او چړو وهل کيږي او بېرته اور ته ورغورځول کيږي ترڅو چې ساه ورکوي
(په دې لينک کي يې نمونه کتلای شئ: http://www.youtube.com/watch?v=4y9PU-Ljn9U)
د بودايانو وحشت او د نړيوالو چوپتيا
برما کې چې پر مسلمانانو څه روان دي هغه نه قلم ليکلای شي او نه يې بيانول ممکن دي، وايي ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي، هلته د مسلمان په هر کور کې قيامت جوړ دی، ورځ تر بلې د شهيدانو شمېر زیاتيږي چې زیاتره يې مېرمنې او ماشومان دي او په داسې وحشي ډول وژل کيږي چې حال يې د بيانولو نه دی، ماشومان ژوندي حلالول، په تورو وهل، سوځول، په اور پخول او آن په دې ظلم کې د بودايانو مېرمنو هم خپله ونډه درېغ نه کړه او هر چا د خپل وس برابر ظلمونو ته ملا تړلې ده.
خو آخر ولې داسې کيږي؟ د دې بې ساري وحشت په وړاندې ولې څوک څه نه وايي؟ د نړۍ بشرپالان چيري دي؟ ازداد مطبوعات ولي چوپ دي؟ ملګري ملتونه ولي عکس العمل نه ښکاره کوي؟……
د دې ټولو پوښتنو ځواب د رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې حديث کې نغښتی دی چې وايي: الکفر ملة واحدة. يعنې کفارټول يو ملت دی.
بشرپالان که د بشر حقوقو دعوې کوي هغه يوازې د نامسلمانو لپاره دي، مطبوعات د همدې کفري جال لاسپيکرونه دي او هغه څه خپروي چې د همدې اسلام دښمنه مرکزونو دمطبوعاتي دفترونو څخه ورته را وځي، ملګري ملتونه هم (ملل متحد علی الکفر ) دي.
له نن نه څو کاله وړاندې د اندونيزيا په ختيځ تيمور کې عيسويانو د اندونيزيا د حکومت په وړاندې پاڅون وکړ او د آزادۍ غوښتنه يې وکړه خو دا چې هغوی عيسويان و امريکا او ملګرو ملتونو يې سمدستي ملاتړ وکړ او په ډېر کم وخت کې يې هغوی ته له اندونيزيا څخه آزادي واخېستله .
د سودان په دارفورد کې عيسويانو پاڅون وکړ او په ډېر کم وخت کې يې آزادي ترلاسه کړه او د امريکا په مرسته او همکارۍ د يو مستقل عيسوي هېواد په بڼه را منځته شو.
خو مسلمانان په فلسطين، برما او یو شمېر هېوادونو کې له کلونو راهيسي د خپل حق غوښتنه کوي، خو همدا په نامه بشرپالان او په سر کې يې امريکا هغوی ته د غږ پورته کولو حق هم نه ورکوي او اورپکو او ترورستانو په نامه يې يادوي.
مسلمانان بايد پوه شي او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې خبره باور ولري چې وايي: کافران ټول سره يو دي. نن چې د برما پر مسلمانانو کوم حالت تيريږي، که دا حالت په نامسلمانو وای، تاسو به کتلي و چې دغو وحشي انسانانو به څومره چيغې وهلې؟ څومره قوانين، طرحې او نقشې به يې وړاندې کړي وې؟ خو دا چې هغوی مسلمانان دي او يوازې د اسلام په جرم وژل کيږي، نن هيڅوک نه وايي چې ولې داسې کيږي؟
مسلمانان او په ځانګړې توګه افغانان بايد په دې پوه شي چې دا خلک هيڅ کله زموږ دوستان کيدلای نشي، الله پاک د دوی د دښمنۍ په اړه موږ ته څوارلس سوه کاله پخوا خبر راکړی دی او چې بيا يې هم څوک دوستان بولي هغوی دې په خپل ايمان وډار شي!!!
په نړۍ کې د مسلمانانو د سوکالۍ او کفارو د ذلت په هيله
عبدالحق حماد
۲۸/۸/۱۴۳۳هـ
له ټولو درنو وروڼو څخه مننه کوم چې د دې دردمنې پيښې په اړه يې د اسلامي ورورګلوۍ له امله راسره غږ يو کړ.
په دې مضمون کې چې د کومې ويډيو لينک ورکړل شوی دی، د دې لپاره چې حقايق څرګند نشي يوټيوب امريکايي شرکت هغه ويډيو له منځه وړې ده، له دې څخه د هغوی اسلام دښمنه پاليسي لاڅرګنديږي.
الله دې د برمايي مسلمانانو مل شي
دا خو یو څرګند حقیقت دی چی کفار یوه لحظه هم آرامه نه کینی تر څو چی مسلمانان ونه ربړوی، خو مسلمانان داسی د غفلت په خوب بیده دی چی په برما کی د مسلمانانو ماشومان په اور کی اچول کیژی او قتل عام پری روان دی خو دا د نړی مسلمانان هیڅ آواز نه پورته کوی، لژ د دا اسلامی هیوادونه له ځپل ضمیر نه وشرمیژی او نور د د کفارو پرضد پرکنده جهاد اعلان کړی دوی هیڅکله هم د مسلمانانو دوستان نشی کیدلی دا تش په نامه بین المللی ټولنه دوی نه خو والله زمونژ سپی ډیر هوښیار دی دا د کفارو په لاس یو جوړ شوی دفتر دی چی یواځی د کفارو غژ اوچتوی، راځی نور په دغه شیطانانو ځمکه اور واړوی له دی ډالرو او بی ځایه دوستی نه تیر شی او کفارو ته څمکه سور اور واړوی، جهاد جهاد جهاد ورسره وکړی
زهم په خپل وار له محترم حمادصیب نه دیره مننه کوم چی له دی دردونکی اونه زغمونکی پیښی نه یی خبرکر.اودامو وظیفه ده ترڅوددی مظلمو خلکو غږ نورو ته ورسوو
حماد صيب ډيره مننه چي موز دي په دي دردونكي كيسي خبر كړو، او خدايه ته يي خپله كسات واخلي مونز خو ډير عاجزه يو.
چیرته دي د نړې د بشري حقونو ټیکه داران، چې نن دمظلومو برمایي مسلمانانو غم او حقوقو ته پاملرنه وکړي. خو دوی صرف د ښځو په حقوقو پسې مړه دي او هغه هم ددې لپاره چې ښځې په مونږ حاکمانې کړي