د دیني مدرسو نصاب د وړتیا او نيمګړتيا په تله کې ( 18برخه)
حامد افغان تفسير او حديث موږ دا مخکې فنون ټول د قرآن اوحديث خدمتګار علوم بولو او په دې موخه تدريس کېږي چې تفسير او حديث پرې زده کړل شي نو ګواکې تفسير او حديث مقصد او غايه دي او هغه نورعلوم ددې غايي اومقصد له پاره وسيلې اوآلې دي. متاسفانه عملاً او په درسي کړيو کې خبره د دې په خلاف [...]