د دیني مدرسو نصاب د وړتیا او نيمګړتيا په تله کې (۱۷برخه)
نوي علم کلام ته اړتيا
په مخکيني علم کلام کې يواځي داسلام له عقائدو نه بحث کېده ځکه داسلام مخالفينو په اسلامي عقائد نېوکې او اعتراضونه کول خو نن ورځ له مختلفو اړخونو په اسلام ردونه کېږي نن د تاريخ، اخلاقو اوتمدن له پلوه په اسلام سختي نېوکې کېږي. اروپايي ختيځ پوهان په دې خبره سختې نېوکې کوي چې څلور ښځې ولې يوه سړي ته روادي او دا موضوع دوى د ښځې په حق تېرى او ظلم بولي دا راز په جهاد نېوکې لري او له جهاد سره سخت مخالفت لري، دوى وايي له پنځلسو کلونو نه کمې نجلۍ سره ولې واده کېږي. داراز دوى په مېراث کې د مېرمنو په نيمه برخه هم نېوکې لري، او د ژوند په ټولو چاروکې ښځوته د برخي نه ورکولو په مسئله هم اعتراضونه لري.
اروپايي مستشرقين په رسول الله صلی الله علیه وسلم هم ډېري نېوکې لري چې ټولې پوچې او د دوى له تشکيکي رنځ نه سرچينه اخلي دوى وايي هغه په مکي دور کې د پيغمبرانو په لاره روان و خو په مدني دورکې يې سياست ته مخه کړه او باچا وګرځيدى.
داراز دوى وايي هغه ولې نه (٩) مېرمني په نکاح کړې وې او بل دا چې هغه ډېرې جګړې کړې دي او دبدر غزا د دوى په اند د قريشو د کاروان د لوټلو په موخه شوې ده او دوى د پيغمبر صلی الله علېه وسلم د وحې د حالت په اړه هم ډېري سپکې خبرې کړې دي او وايي چې دا د مِرګي ناروغي وه او داراز دوى د بيت الله حج د عربو يو اقتصادي چال بولي چې نور مسلمانان استثماروي او دوى وايي چې د بيت الله طواف او دحجرالاسود استلام بت پرستي ته ورته يوعمل دى .
دا اعتراضات او نیوکې ما د نمونې په توګه راوړلې، دې ته ورته نور اعتراضات هم شته چې بايد توجه ورته وکړل شي او زموږ په زاړه علم کلام کې دې نیوکو ته ځوابون نشته لکه ومو ومیل هلته عام بحثونه د عقیدې په اړه دي نو په علم کلام کې بايد دا موضوعات د يوه نوي باب په توګه په دې اړه يو تفصيلي بحث پرانيستل شي، په نوي علم کلام سره زما موخه دا نه ده چې هغه لري او نوى دې رامنځته شي زما موخه داده چې بايد د هغه علم کلام د ضميمې په توګه يو نوى باب پرانيستل په کاردى. چې د دې پورتنيو پوښتنو او نېوکو له پاره په تفصيلي توګه ځوابونه ولری اوښه قانع کوونکي تفصيلات په سائنټفک توګه بيان شي او په دې اړه په مختلفو نړيوالو او سمئېزو ژبو کې اوږدو ليکنوته سخته زياته اړتيا ليدل کېږي، دا کار په انفرادي توګه د عربو علماو او د هند او پاکستان ځينې علماو يوڅه کړى دى الله جل جلاله دې اجرونه ورکړي.