وروستي:

د علماوو ټولنه: ټولې غميزې له بهرنيانو را پېښې دي، ژر ترژره دې ووځي

افغان بنسټ (سې شنبه، ۲۸ وری، ۱۳۹۷) په هرات کې د افغاني علماو یوې ټولنې د امریکایانو څخه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د افغانستان څخه بې قیده او شرطه ووځي.

د جامعه روحانیت افغانستان په نامه د دینې مدرسو علماو ټولنې تر دوه ورځنیو مشورو او غونډو وروسته یو پریکړه لیک نشر کړی چې په کښي يې د بین الافغاني تفاهم او سولې غوښتنه هم کړې او حکومت ته یې ګواښ کړی چې د غوښتنو د نه منلو په صورت کې به راتلونکي ټاکنو په اړه هم تصمیم ونیسي.

دوی پر مدارسو او ملکي اهدافو د امریکایانو او دولتي الوتکو بمبارۍ په سختو ټکو غندلي دي او دا یې د اسلام او بشریت ضد جنایت بللی دی چې باید ترسره کوونکي يې د شریعت په رڼا کې سزا وویني.

په پریکړه لیک کې د افغانستان د روانې شخړې، نا امنۍ او ستونزو اصلي لامل د بهرنیانو شتون بلل شوی دی چې باید له افغانستانه بی قیده او شرطه ووځي.

د افغاني علماو دغې ټولنې د هیواد د بیلا بیلو برخو څخه دیني عالمانو ته وروسته تر هغه د یادې غونډې بلنه ورکړه چې څو ورځې وړاندې د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د هاشمیه د مدرسې د بمبار په اړه ددوی خپرې شوې اعلامیې ته چې کابل کې يې خپره کړې وه دولتي چارواکو مثبت جواب ورنه کړ.

د نننۍ اعلاميې انځور کټ مټ دلته خپروو: