تراویح شل رکعاته دي! / د مفتي عبدالحق حقاني ليکنه
بسم الله الرحمن الرحيم
د “تراويح” معنا
تراويح د ترويحة مصدر جمع ده چې د استراحت په معني ده؛ نو څرنګه چې له هرو څلورو رکعاتو وروسته د تراويحو په لمانځه کې استراحت کېږي، له همدې امله دغه لمونځ په “تراويح” ونومول شو( [1]).
د تراويحو فضيلت
ګڼ شمېر احاديث د تراويحو په فضيلت کې راغلي دي چې ځينې يې لاندې را اخلو:
۱: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يُرَغِّبُ فِي قِيَامِ شَهْرِ رَمَضَانَ مِنْ غَيْرِ أَنْ يَأْمُرَ بِعَزِيمَةٍ ويَقُولُ: ” مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ ” قَالَ ابْنُ شِهَابٍ: فَتُوُفِّيَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَالْأَمْرُ عَلَى ذَلِكَ، ثُمَّ كَانَ الْأَمْرُ عَلَى ذَلِكَ في خِلَافَةِ أَبِي بَكْرٍ، وَصَدْرًا مِنْ خِلَافَةِ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا([2]).
له ابو هريرة رضي الله عنه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به د روژې په مياشت کې خلک تراويحو ته هڅول خو په جدي توګه به يې ورته امر نه کاوه، او ويل به يې: څوک چې د ايمان له امله او د ثواب په نيت د رمضان په شپو کې عبادت وکړي، ور لره يې تېر ټول ګناهونه بخښل کېږي، ابن شهاب وايي: رسول الله صلي الله عليه وسلم وفات شو او دا امر (د تراويح لمونځ) همدارنګه و، بيا د ابوبکر په خلافت کې هم همدارنګه و او د عمر بن الخطاب رضي الله عنه د خلافت په لومړيو کې هم همدارنګه و ( چې بيا وروسته عمر رضي الله عنه ټول په يوه قاري را ټول کړل).
۲: عَنْ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ : أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- اتَّخَذَ حُجْرَةً فِى الْمَسْجِدِ مِنْ حَصِيرٍ فَصَلَّى فِيهَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- لَيَالِى حَتَّى اجْتَمَعَ إِلَيْهِ نَاسٌ ، ثُمَّ فَقَدُوا صَوْتَهُ فَظَنُّوا أَنَّهُ قَدْ نَامَ فَجَعَلَ بَعْضُهُمْ يَتَنَحْنَحُ لِيَخْرُجَ إِلَيْهِمْ فَقَالَ :« مَا زَالَ بِكُمُ الَّذِى رَأَيْتُ مِنْ صَنِيعِكُمْ حَتَّى خَشِيتُ أَنْ يُكْتَبَ عَلَيْكُمْ. وَلَوْ كُتِبَ عَلَيْكُمْ مَا قُمْتُمْ بِهِ فَصَلُّوا أَيُّهَا النَّاسُ فِى بُيُوتِكُمْ. فَإِنَّ أَفْضَلَ صَلاَةِ الْمَرْءِ فِى بَيْتِهِ إِلاَّ الصَّلاَةَ الْمَكْتُوبَةَ([3]).
له زيد بن ثابت رضي الله عنه څخه روايت دی وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په مسجدکې د خرما له پاڼو جوړ يوه پوزي څخه خونه جوړه کړه او په هغې کې يې څو شپې لمونځ وکړ، تردې چې خلک (صحابه کرام) ورته راټول شول، بيا يې د هغه صلی الله عليه وسلم غږ وا نه ورېد، اوګومان يې وکړ چې هغه ويده شوی دی؛ نو ځينو وټوخل څو هغه صلی الله عليه وسلم ورته ووځي؛ نو رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل: ما ستاسو هغه کړه ولېدل خو له دې ووېرېدم چې هسې نه درباندې فرض کړی شي او که درباندې فرض کړی شوې وای، تاسې به نه وې ترسره کړې؛ نو ای خلکو! په کورونو کې لمونځ وکړئ، ځکه چې له فرضو پرته د يو تن غوره لمونځ هغه دی چې په کور کې يې وکړي.
۳: عَنْ أَبِى ذَرٍّ قَالَ صُمْنَا مَعَ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- رَمَضَانَ فَلَمْ يَقُمْ بِنَا شَيْئًا مِنَ الشَّهْرِ حَتَّى بَقِىَ سَبْعٌ فَقَامَ بِنَا حَتَّى ذَهَبَ ثُلُثُ اللَّيْلِ فَلَمَّا كَانَتِ السَّادِسَةُ لَمْ يَقُمْ بِنَا فَلَمَّا كَانَتِ الْخَامِسَةُ قَامَ بِنَا حَتَّى ذَهَبَ شَطْرُ اللَّيْلِ فَقُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ لَوْ نَفَّلْتَنَا قِيَامَ هَذِهِ اللَّيْلَةِ. قَالَ فَقَالَ « إِنَّ الرَّجُلَ إِذَا صَلَّى مَعَ الإِمَامِ حَتَّى يَنْصَرِفَ حُسِبَ لَهُ قِيَامُ لَيْلَةٍ ». قَالَ فَلَمَّا كَانَتِ الرَّابِعَةُ لَمْ يَقُمْ فَلَمَّا كَانَتِ الثَّالِثَةُ جَمَعَ أَهْلَهُ وَنِسَاءَهُ وَالنَّاسَ فَقَامَ بِنَا حَتَّى خَشِينَا أَنْ يَفُوتَنَا الْفَلاَحُ. قَالَ قُلْتُ مَا الْفَلاَحُ قَالَ السُّحُورُ ثُمَّ لَمْ يَقُمْ بِنَا بَقِيَّةَ الشَّهْرِ([4]).
له ابو ذر رضي الله عنه روايت دی وايي چې له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره مو روژه ونيوله او د مياشتې په هيڅ برخه کې يې راته د شپې لخوا (د تراويحو) لمونځ را نه کړ تر دې چې اووه ورځې پاتې شوې بيا يې لمونځ راکړ، تردې چې د شپې دريمه برخه ولاړه؛ نو کله چې شپږ پاتې شوې بيا يې لمونځ را نه کړ،کله چې پنځه پاتې شوې لمونځ يې راکړ ان دا چې د شپې نيمه برخه تېره شوه؛ نو ما وويل: ای د الله رسوله! که د شپې پاته برخه نيمې شپې ته ورزياته کړې (که په پاته برخه کې هم لمونځ راکړې)! نوهغه صلي الله عليه وسلم وويل: يو تن چې له امام سره تر پايه لمونځ وکړي، د ټولې شپې ثواب ترلاسه کوي، کله چې څلور پاتې شوې بيا يې لمونځ را نه کړ؛ کله چې درې پاتې شوې، خپل کور، مېرمنې او خلک يې راغونډ کړل او بيا يې لمونځ راکړ تردې چې موږ ووېرېدو چې بريا به مو له لاسه ووځي، ابو ذر وايي: چې ما وويل چې بريا څه ده؟ هغه ځواب راکړ چې پېشلمی او بيا يې د مياشتې په پاته برخه کې لمونځ را نه کړ.
۴: عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ عَبْدٍ الْقَارِىِّ قَالَ : خَرَجْتُ مَعَ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ لَيْلَةً فِى رَمَضَانَ إِلَى الْمَسْجِدِ ، فَإِذَا النَّاسُ أَوْزَاعٌ مُتَفَرِّقُونَ يُصَلِّى الرَّجُلُ لِنَفْسِهِ وَيُصَلِّى الرَّجُلُ فَيُصَلِّى بِصَلاَتِهِ الرَّهْطُ ، فَقَالَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ : وَاللَّهِ إِنِّى لأَرَى لَوْ جَمَعْتُ هَؤُلاَءِ عَلَى قَارِئٍ وَاحِدٍ لَكَانَ أَمْثَلَ. ثُمَّ عَزَمَ فَجَمَعَهُمْ عَلَى أُبَىِّ بْنِ كَعْبٍ قَالَ : ثُمَّ خَرَجْتُ مَعَهُ لَيْلَةً أُخْرَى ، وَالنَّاسُ يُصَلُّونَ بِصَلاَةِ قَارِئِهِمْ ، فَقَالَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ : نِعْمَ الْبِدْعَةُ هَذِهِ ، وَالَّتِى يَنَامُونَ عَنْهَا أَفْضَلُ مِنَ الَّتِى يَقُومُونَ. يُرِيدُ آخِرَ اللَّيْلِ وَكَانَ النَّاسُ يَقُومُونَ أَوَّلَهُ ([5]).
له عبد الرحمن بن عبدالقاري نه روايت دی وايي چې د رمضان په يوه شپه کې له عمر بن الخطاب رضي الله عنه سره جومات ووتلم؛ و مو لېدل چې خلک بېلابېلې ډلې وې، يو تن به يوازې لمونځ کاوه او بل تن به لمونځ کاوه او يوې ډلې به ورپسې لمونځ کاوه؛ نو عمر رضي الله عنه وويل: په الله قسم! زه فکر کوم که دوی پر يوه قاري راټول کړم؛ نو غوره به وي، بيا يې تکل وکړ او ټول يې پر ابي بن کعب راټول کړل، راوي وايي: بيا يوه بله شپه ورسره ووتلم و مو لېدل چې خلک خپل قاري پسې لمونځ کوي؛ نو عمر رضي الله عنه وويل: دا څومره ښه نوی کار دی! او هغه چې خلک ترې ويده کېږي له هغه څه غوره دي چې کوي يې، مراد يې ترې د شپې وروستۍ برخه وه چې خلک به يې په لومړۍ برخه کې درېدل.
د حديث له وروستۍ برخې څرګنديږي چې د تروايح لمونځ د شپې په وروستۍ برخه کې غوره دی خو دا د هغه وخت خبره وه چې خلکو به د تراويحو لمونځ په يوازې توګه کاوه، کله چې عمر رضي الله عنه خلک پر يو امام راغونډ کړل؛ نو بيا به په جمعه سره تراويح کېدلې چې دا هغه وخت شونې ده چې د شپې په لومړۍ برخه کې وشي، ځکه چې د شپې په وروستۍ برخه کې له جمعې سره د تراويحو لمونځ ترسره کول ستونزمن دي؛ نو ځکه اوس ډېری فقهاء وايي چې د شپې په لومړۍ برخه کې يې ترسره کول غوره دي.
قيام شهر رمضان/تراويحو او قيام الليل/ تهجدو ترمنځ توپير
يادونه: تراويحو ته قيام رمضان/ قيام شهر رمضان هم ويل کېږي که څه هم د تهجدو او قيام الليل ترمنځ توپير شتون لري خو تهجدو ته قيام الليل کارول کېږي.
له دې مخکې چې د تروايح حکم او ثبوت باندې وغږېږو، غوره وينو چې دا ووايو چې تروايح، تهجد او قيام الليل د يو لمونځ بېلابېل نومونه نه؛ بلکې هر يو يې بېلابېل لمونځ دی چې په احاديثو، د فقهې په کتابونو، او دعلماوو په ويناوو کې پر دې خورا زيات دلائل شتون لري:
په احاديثو کې د تراويح نسبت رمضان ته شوی:
الف: له عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ويلي دي: إِنَّ اللَّهَ تَبَارَكَ وَتَعَالَى فَرَضَ صِيَامَ رَمَضَانَ عَلَيْكُمْ وَسَنَنْتُ لَكُمْ قِيَامَهُ فَمَنْ صَامَهُ وَقَامَهُ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا خَرَجَ مِنْ ذُنُوبِهِ كَيَوْمِ وَلَدَتْهُ أُمُّهُ([6]).
ژباړه: بېشکه الله جل جلاله د روژې مياشتې روژه فرض کړې او ما يې درته تراويح سنت ګرځولي؛ نو څوک چې يې د ايمان له امله او د ثواب په نيت ترسره کړي، له خپلو ګناهونو داسې وځي لکه مور چې يې همدا نن زېږولی وي.
ب: همدارنګه په مسلم کې د ابو هريرة رضي الله عنه په حديث کې دي: كَانَ يُرَغِّبُ فِي قِيَامِ شَهْرِ رَمَضَانَ مِنْ غَيْرِ أَنْ يَأْمُرَ بِعَزِيمَةٍ. ([7])
ژباړه: رسول الله صلي الله عليه وسلم د رمضان مياشت تراويحو ته (خلک) هڅول پرته له دې چې په جدي توګه ورته امر وکړي.
ج: دغه راز د فقهاوو او حديث پوهانو په ډېرو ويناوو کې د دې لمونځ نسبت رمضان ته شوی دی، د دې نسبت معنا دا ده چې دغه لمونځ له همدې مياشت سره ځانګړی دی لکه څرنګه چې صلوة الليل هغه لمونځ ته ويل کېږي چې په شپه کې ترسره کېږي، اوهغه لمونځ ته هيڅکله صلوة الليل نه شو ويلی چې په ورځ کې ترسره کېږي؛ نو همدارنګه قيام رمضان يوازې هغه لمونځ ته ويل کېږي چې په روژه کې ترسره کېږي؛ نو له رمضان پرته په نورو مياشتو کې ترسره کېدونکي لمونځ ته قيام رمضان نه ويل کېږي.
د تراويح او تهجد وختونه بېلابېل دي داسې چې تهجد دشپې په وروستۍ برخه کې له خوب وروسته او تراويح د شپې په لومړۍ برخه کې له خوب مخکې ادا کېږي چې دا هم د دې ښکارندوی دی چې تهجد جلا او تراويح جلا لمونځ دی([8]).
يادونه: د تهجد معنا لسان العرب کې داسې راغلې ده: تهجد القوم استيقظوا للصلاة او غيرها وفي التنزيل ومن الليل فتهجد به نافلة لک([9]).
ژباړه: تهجد القوم يعني قوم لمانځه يا بل څه ته له خوبه پورته شول.
روح المعاني کې دي: و أما الهاجد النائم والمصلي، هاجد ويده او لمونځ کوونکي ته وايي([10])
تفسير طبري کې د تهجد معنا داسې ليکي: و التهجد ما کان بعد نومة من الليل و اما الهجود نفسه فهو النوم، تهجد هغه لمانځه ته ويل کېږي چې له خوب وروسته ترسره شي او خپله هجود خوب ته ويل کېږي([11]).
ابن کثير رحمه الله د (ومن الليل فتهجد به نافلة لک) په تفسير کې ليکي: فإن التهجد: ما كان بعد نوم. قاله علقمة، والأسود وإبراهيم النخعي، وغير واحد وهو المعروف في لغة العرب. وكذلك ثبتت الأحاديث عن رسول الله صلى الله عليه وسلم: أنه كان يتهجد بعد نومه، عن ابن عباس، وعائشة، وغير واحد من الصحابة، رضي الله عنهم([12]).
ژباړه: تهجد هغه لمونځ دی چې له خوب وروسته وي، دا د علقمة، اسود، ابراهيم نخعي او له دوی پرته د نور علماءوو قول دی او په عربي ژبه کې يې همدا مشهوره معنا ده، او په هغو احاديثو کې چې له ابن عباس، عائشة او نورو صحابه وو رضوان الله عنهم اجمعين څخه روايت شوي، راغلي دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به له خوب وروسته تهجد کول.
محمد صلی الله عليه وسلم به تل تهجد (قيام الليل) له خوب وروسته ترسره کول کله به يې لږ غوندې خوب کاوه او د شپې په لومړۍ برخه کې به يې ترسره کول او کله به يې د شپې په وروستۍ برخه کې ترسره کول، له عائشې رضي الله عنها څخه د رسول الله صلي الله عليه وسلم د وترو په اړه پوښتنه وشوه، هغې وويل: كُنَّا نُعِدُّ لَهُ سِوَاكَهُ وَطَهُورَهُ فَيَبْعَثُهُ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ لِمَا شَاءَ أَنْ يَبْعَثَهُ مِنْ اللَّيْلِ([13]).
ژباړه: موږ به هغه صلی الله عليه وسلم ته يې مسواک او اوبه چمتو کولې بيا الله جل جلاله چې د شپې په کومه برخه کې وغوښتل، پورته کاوه يې.
خو د تراويحو وخت د شپې لومړۍ برخه ده او پر همدې د ټول امت تعامل را روان دی، له امام احمد بن حنبل رحمه الله څخه وپوښتل شول چې ايا تراويح به د شپې وروستۍ برخې ته ځنډوو؟ هغه وويل:
نه! او ورسره يې وويل: سنة المسلمين احب الي.د مسلمانانو تګلاره ماته خوښه ده([14]).
۳: د صلوة الليل او تراويحو تر منځ يو توپير دا هم دی چې نبوي او د خلفاوو راشيدينو په زمانه کې صلوة الليل په داسې جمعې سره نه دي ترسره شوي چې ورته خلک هڅول شوي وي خو د تراويح لمونځ نبي کريم صلي الله عليه وسلم په خپله هم په جمعه سره کړی دی او دغه راز عمر رضي الله عنه د خلافت په خپله دوره کې د تراويحو لمونځ په جمع سره پيل کړ، چې دا هم دا په ګوته کوي چې تراويح له صلوة الليل او تهجدو څخه جلا لمونځ دی.
۴: د تراويحو ثبوت له وحي غير متلو يعنې احاديثو څخه دی، محمد صلي الله عليه وسلم وايي: إِنَّ اللَّهَ تَبَارَكَ وَتَعَالَى فَرَضَ صِيَامَ رَمَضَانَ عَلَيْكُمْ وَسَنَنْتُ لَكُمْ قِيَامَهُ فَمَنْ صَامَهُ وَقَامَهُ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا خَرَجَ مِنْ ذُنُوبِهِ كَيَوْمِ وَلَدَتْهُ أُمُّهُ([15]).
ژباړه: بېشکه الله جل جلاله د روژې مياشتې روژه فرض کړې او ما يې درته تراويح سنت ګرځولي؛ نو څوک چې يې د ايمان له امله او د ثواب په نيت ترسره کړي، له خپلو ګناهونو داسې وځي لکه مور چې يې همدا نن زېږولی وي.
او د تهجد ثبوت له وحي متلو يعنې قران څخه دی، الله جل جلاله وايي: و من الليل فتهجد به نافلة لک.
دغه راز د سورة مزمل وروستي ايتونه د تهجد په لمانځه دلالت کوي.
۵: ځينو روايتونو کې له صحابه وو څخه له تروايح وروسته هم نفل لمونځ ترسره کول ثابت دي لکه څرنګه چې په سنن ابي داؤد کې دي: عَنْ قَيْسِ بْنِ طَلْقٍ قَالَ : زَارَنَا طَلْقُ بْنُ عَلِىٍّ فِى يَوْمٍ مِنْ رَمَضَانَ ، وَأَمْسَى عِنْدَنَا وَأَفْطَرَ ، ثُمَّ قَامَ بِنَا تِلْكَ اللَّيْلَةَ وَأَوْتَرَ بِنَا ، ثُمَّ انْحَدَرَ إِلَى مَسْجِدِهِ فَصَلَّى بِأَصْحَابِهِ حَتَّى إِذَا بَقِىَ الْوِتْرُ قَدَّمَ رَجُلاً ، فَقَالَ : أَوْتِرْ بِأَصْحَابِكَ ، فَإِنِّى سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ :« لاَ وِتْرَانِ فِى لَيْلَةٍ ([16]).
ژباړه: له قيس بن طلق څخه روايت دی چې د روژې مياشتې په يوه ورځ کې طلق بن علي له موږ سره ولېدل او راسره يې شپه وکړه او روژه يې ماته کړه بيا يې موږ ته د تروايح لمونځ او وتر راکړل بيا خپل لمونځای ته ولاړ او خپلو ملګرو ته يې لمونځ ورکړ چې کله وتر پاتې شول بل تن يې مخکې کړ او ويې ويل: خپلو ملګرو ته وتر ورکړه ځکه ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي چې په يوه شپه کې د وتر دوه لمونځونه نشته.
دا حديث هم دا راښيي چې تراويح او تهجد جلا جلا لمونځونه دي؛ نو ځکه طلق بن علي له تراويحو وروسته تهجد لمونځ هم ادا کړ.
ايا رسول الله صلی الله عليه وسلم له تراويحو وروسته تهجد لمونځ کاوه؟
د ابو ذر رضي الله عنه په روايت کې راغلي چې محمد صلی الله عليه وسلم درې شپې د تراويح لمونځ کړی دی خو په روايتونو کې دا نه دي راغلي چې ايا له هغه وروسته يې د تهجد لمونځ کړی دی او کنه؟ خو له شواهدو داسې ښکاري چې رسول الله صلي الله عليه وسلم د روژې مياشتې په ځينو شپو کې تر سهاره لمونځ کړی دی، ددې تاييد د عائشې رضي الله عنها له دې حديث څخه کېږي چې وايي: كَانَ رسول الله – صلى الله عليه وسلم – إِذَا دَخَلَ العَشْرُ الأَوَاخِرُ مِنْ رَمَضَانَ ، أحْيَا اللَّيْلَ ، وَأيْقَظَ أهْلَهُ ، وَجَدَّ وَشَدَّ المِئزَرَ([17]).
ژباړه: کله چې به د روژې وروستۍ لس ورځې را ورسېدې؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم به شپه په ويښه تېروله، خپله کورنۍ به يې پاڅوله، زيار يې يوست او (عبادت ته يې) ملا تړه.
۷: روژه او له روژې پرته رسول الله صلی الله عليه وسلم بېلابېل رکعاته د تهجد لمونځ کاوه خو زياته شمېره يې دولس رکعاته وو، خو له ځينو روايتونو څخه څرګنديږي چې په روژه کې رسول الله صلی الله عليه وسلم شل رکعاته لمونځ هم کړی دی، معلومه خبره ده چې دا د تهجد لمونځ نشي کېدلای ځکه چې د تهجد دومره زيات شمېر رکعاته لمونځ رسول الله صلی الله عليه وسلم نه دی کړی؛ نو اړينه ده چې دا به له تهجد پرته بل لمونځ (تراويح) وي.
۸: د ټولو محدثينو او فقهاوو تګلاره داسې ده چې صلوة الليل او تهجد په جلا باب کې بيانوي او قيام رمضان/تراويح په جلا باب کې بيانوي ان دا چې ځينو محدثينو خو قيام رمضان په کتاب الصوم کې بيان کړی دی، له دې هم دا څرګنديږي چې قيام الليل/ تهجد او قيام رمضان/ تراويح جلاجلا لمونځونه دي.
له پورتنيو خبرو څرګنده شوه چې قيام الليل او قيام رمضان دوه جلا جلا لمونځونه دي؛ نو غوره ده چې په روژه کې د پېشلمي پر مهال څو رکعاته د تهجد لمونځ هم وشي چې دې خبرې ته د امام بخاري رحمه الله په باب قيام رمضان کې هم اشاره شوې ده او هغه داسې چې په نوموړي باب کې لومړی امام بخاري رحمه الله د قيام رمضان په اړه احاديث راوړي دي او ترې وروسته يې د تهجدو په اړه د عائشې رضي الله عنها هغه مشهورهحديث بيان کړی دی چې دېته پکښې اشاره ده چې په روژه کې دې لومړی تراويح او بيا تهجد وشي([18]).
د تروايح حکم
د احنافو او حنابله وو په نزد تراويح سنت مؤکده دي او په جماعت سره يې ترسره کول سنت مؤکد علی الکفاية دي په دې معنا که د يوه کلي په جماعت کې يې ځينې خلک ترسره کړي د ټولو کليوالو غاړه خلاصيږي او که يو يې هم ترسره نه کړي؛ نو ټول کليوال ګناهګاريږي:
د تراويحو په سنت مؤکديت دلائل:
۱: عَنْ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ : أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- اتَّخَذَ حُجْرَةً فِى الْمَسْجِدِ مِنْ حَصِيرٍ فَصَلَّى فِيهَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- لَيَالِى حَتَّى اجْتَمَعَ إِلَيْهِ نَاسٌ ، ثُمَّ فَقَدُوا صَوْتَهُ فَظَنُّوا أَنَّهُ قَدْ نَامَ فَجَعَلَ بَعْضُهُمْ يَتَنَحْنَحُ لِيَخْرُجَ إِلَيْهِمْ فَقَالَ :« مَا زَالَ بِكُمُ الَّذِى رَأَيْتُ مِنْ صَنِيعِكُمْ حَتَّى خَشِيتُ أَنْ يُكْتَبَ عَلَيْكُمْ. وَلَوْ كُتِبَ عَلَيْكُمْ مَا قُمْتُمْ بِهِ فَصَلُّوا أَيُّهَا النَّاسُ فِى بُيُوتِكُمْ. فَإِنَّ أَفْضَلَ صَلاَةِ الْمَرْءِ فِى بَيْتِهِ إِلاَّ الصَّلاَةَ الْمَكْتُوبَةَ([19]).
له زيد بن ثابت رضي الله عنه څخه روايت دی وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په مسجدکې د خرما له پاڼو جوړ يوه پوزي څخه خونه جوړه کړه او په هغې کې يې څو شپې لمونځ وکړ، تردې چې خلک (صحابه کرام) ورته راټول شول، بيا يې د هغه صلی الله عليه وسلم غږ وا نه ورېد، اوګومان يې وکړ چې هغه ويده شوی دی؛ نو ځينو وټوخل څو هغه صلی الله عليه وسلم ورته ووځي؛ نو رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل: ما ستاسو هغه کړه ولېدل خو له دې ووېرېدم چې هسې نه درباندې فرض کړی شي او که درباندې فرض کړی شوې وای، تاسې به نه وې ترسره کړې؛ نو ای خلکو! په کورونو کې لمونځ وکړئ، ځکه چې له فرضو پرته د يو تن غوره لمونځ هغه دی چې په کور کې يې وکړي.
د همدې مضمون يو حديث په بخاري کې دی:
عَنْ عَائِشَةَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهَا : أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- صَلَّى فِى الْمَسْجِدِ ذَاتَ لَيْلَةٍ فَصَلَّى بِصَلاَتِهِ نَاسٌ ، ثُمَّ صَلَّى مِنَ الْقَابِلَةِ فَكَثُرَ النَّاسُ ، ثُمَّ اجْتَمَعُوا مِنَ اللَّيْلَةِ الثَّالِثَةِ أَوِ الرَّابِعَةِ ، فَلَمْ يَخْرُجْ إِلَيْهِمْ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَلَمَّا أَصْبَحَ قَالَ :« قَدْ رَأَيْتُ الَّذِى صَنَعْتُمْ ، فَلَمْ يَمْنَعْنِى مِنَ الْخُرُوجِ إِلَيْكُمْ إِلاَّ أَنِّى خَشِيتُ أَنْ تُفْرَضَ عَلَيْكُمْ ». قَالَ : وَذَلِكَ فِى رَمَضَانَ([20]).
ژباړه: له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی چې رسول الله صلي الله عليه وسلم يوه شپه په جومات کې لمونځ وکړ او د هغه لمانځه سره خلکو هم لمونځ وکړ، په راتلونکې شپه کې يې بيا لمونځ وکړ؛ نو خلک زيات شول، بيا په دريمه يا څلورمه شپه خلک راټول شول خو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته را و نه ووت، کله چې سهار شو، و يې ويل: ما هغه څه ولېدل چې تاسې وکړل او تاسې ته له در وتلو له دې ويرې پرته بل څه منعه نه کړم چې هسې نه درباندې فرض کړی شي، روايت کوونکي وايي چې دا په رمضان کې و.
له پورتنيو احاديثو استدلال:
الف: له پورتنيو احاديثو څخه په تراويحو د محمد صلی الله عليه وسلم حکمي مواظبت څرګنديږي، حکمي مواظبت دېته وايي چې د تل لپاره د يوې کړنې ترسره کولو لپاره د محمد صلی الله عليه وسلم اراده وي خو د کوم عذر له امله يې پرېږدي، دلته هم هغه غوښتل چې د تل لپاره تراويح وکړي خو پر امت د فرضېدو له وېرې خپلې ارادې څخه لاس په سر شو او څرنګه چې له مواظبت حقيقيه څخه وجوب ياسنيت ثابتيږي دغه راز له مواظبت حکميه څخه هم ثابتېدلای شي.
له دې احاديثو دا هم څرګنديږي چې د تراويح اړوند له محمد صلی الله عليه وسلم څخه د خبرو په اورېدو د صحابه کرامو په زړونو کې د تراويحو اهميت دومره زيات شوی و چې د لا زيات اصرار په صورت کې يې د فرضېدو واجبېدو وېره وه؛ نو د عذر له امله فرضې يا واجبې نشوې؛ نو له دې ټېټه درجه به هرومرو لري چې هغه د سنيت ده.
د زيد بن ثابت رضي الله عنه د حديث له مخې که څه هم رسول الله صلي الله عليه وسلم په دريمه شپه صحابه وو ته په جمعه د تراويح لمونځ ور نه کړ؛ خو هغوي ته يې دا ضرور وويل چې په خپلوکورونو کې يې کوي، لکه څرنګه چې د سنن نسايي په دې حديث کې يې يادونه شوېده: عَنْ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ : أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- اتَّخَذَ حُجْرَةً فِى الْمَسْجِدِ مِنْ حَصِيرٍ فَصَلَّى فِيهَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- لَيَالِى حَتَّى اجْتَمَعَ إِلَيْهِ نَاسٌ ، ثُمَّ فَقَدُوا صَوْتَهُ فَظَنُّوا أَنَّهُ قَدْ نَامَ فَجَعَلَ بَعْضُهُمْ يَتَنَحْنَحُ لِيَخْرُجَ إِلَيْهِمْ فَقَالَ :« مَا زَالَ بِكُمُ الَّذِى رَأَيْتُ مِنْ صَنِيعِكُمْ حَتَّى خَشِيتُ أَنْ يُكْتَبَ عَلَيْكُمْ. وَلَوْ كُتِبَ عَلَيْكُمْ مَا قُمْتُمْ بِهِ فَصَلُّوا أَيُّهَا النَّاسُ فِى بُيُوتِكُمْ. فَإِنَّ أَفْضَلَ صَلاَةِ الْمَرْءِ فِى بَيْتِهِ إِلاَّ الصَّلاَةَ الْمَكْتُوبَةَ([21]).
ژباړه: له زيد بن ثابت رضي الله عنه څخه روايت دی وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په مسجدکې د خرما له پاڼو جوړ يوه پوزي څخه خونه جوړه کړه او په هغې کې يې څو شپې لمونځ وکړ، تردې چې خلک (صحابه کرام) ورته راټول شول، بيا يې د هغه صلی الله عليه وسلم غږ وا نه ورېد، اوګومان يې وکړ چې هغه ويده شوی دی؛ نو ځينو وټوخل څو هغه صلی الله عليه وسلم ورته ووځي؛ نو رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل: ما ستاسو هغه کړه ولېدل خو له دې ووېرېدم چې هسې نه درباندې فرض کړی شي او که درباندې فرض کړی شوې وای، تاسې به نه وې ترسره کړې؛ نو ای خلکو! په کورونو کې لمونځ وکړئ، ځکه چې له فرضو پرته د يو تن غوره لمونځ هغه دی چې په کور کې يې وکړي.
۲: له عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي دي: إِنَّ اللَّهَ تَبَارَكَ وَتَعَالَى فَرَضَ صِيَامَ رَمَضَانَ عَلَيْكُمْ وَسَنَنْتُ لَكُمْ قِيَامَهُ فَمَنْ صَامَهُ وَقَامَهُ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا خَرَجَ مِنْ ذُنُوبِهِ كَيَوْمِ وَلَدَتْهُ أُمُّهُ([22]).
ژباړه: بېشکه الله جل جلاله د روژې مياشتې روژه فرض کړې او ما يې درته تراويح سنت ګرځولي؛ نو څوک چې يې د ايمان له امله او د ثواب په نيت ترسره کړي، له خپلو ګناهونو داسې وځي لکه مور چې يې همدا نن زېږولی وي.
په دې حديث کې په څرګنده توګه د تراويحو د سنيت مطلقا يادونه شوې ده او د سنت فرد کامل سنت مؤکده دی، دغه راز له حديثه څرګنديږي چې د تراويحو لمونځ د رسول الله صلي الله عليه وسلم سنت دی نه د عمر رضي الله عنه، او په ځينو اثارو او د محدثينو او فقهاوو په ويناوو کې يې له دې امله عمر رضي الله عنه ته نسبت کېږي چې هغه د لومړي ځل لپاره د تراويحو لمونځ په جمعه پيل کړ او ټول مسلمانان يې په يو امام راټول کړل، ابن قدامه رحمه الله په خپل کتاب المغني کې ليکي: وقيام شهر رمضان عشرون ركعة يعني صلاة التراويح وهي سنة مؤكدة وأول من سنها رسول الله صلى الله عليه و سلم …. ونسبت التراويح إلى عمر بن الخطاب رضي الله عنه لأنه جمع الناس على أبي بن كعب([23]).
ژباړه: او د روژې د مياشتې لمونځ (تراويح) شل رکعاته دب، سنت مؤکده دی او لومړی رسول الله صلی الله عليه وسلم پيل کړی دی او عمر رضي الله عنه ته يې نسبت ځکه کېږي چې هغه خلک پر ابي بن کعب راټول کړل.
۳: څرنګه چې پر تراويحو د رسول الله صلي الله عليه وسلم حکمي مواظبت دی، دغه راز د عمر رضي الله عنه په خلافت کې پرې د راشدينو خلفاوو مواظبت ثابت دی او محمد صلي الله عليه وسلم خپلو سنتونو غوندې موږ ته د خلفاء راشدينو د سنتونو خپلولو امر کړی دی، فرمايي: عليكم بسنتي و سنة الخلفاء الراشدين المهديين و عضوا عليها بالنواجذ([24]).
ژباړه: تاسې پر ځان زما او زما د لارښوول شويو راشدينو خلفاوو تګلارې لازمې کړئ او هغه په ټينګه سره ونيسئ.
دغه راز يې په ځانګړې توګه راته د ابوبکر صديق او عمر رضي الله عنه د پيروي امر کړی دی، وايي: اقْتَدُوا بِاللَّذَيْنِ مِنْ بَعْدِى أَبِى بَكْرٍ وَعُمَرَ([25]). ژباړه: له ما وروسته د ابوبکر او عمر پيروي وکړئ.
د تروايح لمونځ څو رکعاته دي؟
د جمهورو علماوو لکه د امام ابوحنيفة، امام شافعي او امام احمد بن حنبل رحمهم الله په نزد له وترو پرته تراويح شل رکعاته دي البته له امام مالک رحمه الله څخه د تراويحو د شمېر په اړه بېلابېل روايتونه نقل شوي دي، يو روايت يې د نورو ائمه غوندې د شلور رکعاتو دی چې د دې روايت په اړه امام مالک رحمه الله وايي: و هو الامر القديم عندنا، يعنې دا زموږ پخوانی قول دی، دغه راز ترې د اته دېرشو او اته څلوېښتو رکعاتونو قولونه ترې هم نقل شوي دي.
خو مشهوره قول يې د شپږدېرشو رکعاتو دی، البته محدثين ليکي چې په اصل کې د امام مالک رحمه الله په نزد هم د تراويحو لمونځ شل رکعاته دی، خو څرنګه چې په مکه کې له هرې ترويحې (څلورو رکعاتو وروسته) خلکو طواف کاوه او په مدينه کې چې امام مالک رحمه الله اوسېدی، هلته خلکو د طواف پرځای څلور رکعاته لمونځ کاوه چې له دې سره د رکعاتونوشمېره اته دېرش کېږي، شل رکعاته تراويح او شپاړس رکعاته د تراويحو ترمنځ نوافل؛ نو چاچې له امام مالک رحمه الله څخه د تراويحو شمېر شل رکعاته نقل کړی دی، هغه يوازې د تراويحو يادونه کړې ده او چاچې شپږ دېرش نقل کړی، هغه د دوو ترويحو ترمنځ د نوافلو يادونه هم کړېده، له دې څرګنديږي چې د امام مالک رحمه الله قول هم جمهورو فقاوو غوندې دی([26])
تراويح شل رکعاته دي:
دا خبره خو ثابته شوه چې رسول الله صلي الله عليه وسلم د تراويحو لمونځ کاوه او دا هم ثابته شوه چې په جمعه سره يې هم کړی دی البته زياتره به يې په کور کې کولې خو داسې کره مرفوع حديث د محمد صلی الله عليه وسلم د تراويحو د شمېر په اړه شتون نه لري چې په سند کې يې خبرې نه وي؛ خو مصنف ابن ابي شيبه او بيهقي کې د تراويحو د شمېر په اړه د عبدالله بن عباس رضي الله عنه روايت د ځينو مؤيداتو له امله له نظره نشو غورځولی، لومړی به پر حديث بحث وکړو او بيا به يې مؤيدات هم بيان کړو:
۱: عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ : أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم كَانَ يُصَلِّي فِي رَمَضَانَ عِشْرِينَ رَكْعَةً وَالْوِتْرَ([27]).
ژباړه: له ابن عباس رضي الله عنه روايت دی چې رسول الله صلي الله عليه وسلم په روژه کې شل رکعاته لمونځ او وتر کول.
پرته له ابو شيبه، ابراهيم بن عثمان څخه د دې حديث ټول راويان ثقه دي خو ډېری محدثينو ابراهيم بن عثمان ته د ضعف نسبت کړی دی، البته ځينو نورو يې بيا توثيق کړی دی لکه په اړه يې ابن عدي رحمه الله وايي: “له احاديث صالحة وهو خير من ابراهيم بن حية” ابن عدي رحمه الله وايې: هغه سم احايث لري او له ابراهيم بن حية څخه غوره دی، هغه يې لومړی توثيق وکړ چې سم احاديث لري او بيا يې وويل چې له ابراهيم بن حية څخه غوره دی، چې ابراهيم بن حية يو مختلف فيه راوي دی، ځينو يې توثيق او ځينو يې تضعيف کړی دی، د ده په اړه يحي بن معين وايي، شيخ، ثقة، کبير، حال دا چې ابراهيم بن عثمان له ده څخه غوره دی؛ نو هرومرو به يې روايت د حسن په درجه کې وي.
دغه راز د ابراهيم بن عثمان په اړه يزيد بن هارون وايي: ما قضى على الناس رجل يعني في زمانه أعدل في قضاء منه وكان يزيد على كتابته أيام كان قاضيا وقال ابن عدي له أحاديث صالحة وهو خير من ابراهيم بن أبي حية.
ژباړه: د ابراهيم بن عثمان په زمانه کې له هغه زيات عادل قاضي څوک نه و، او يزيد د هغه د قضاء په ورځو کې د هغه منشي و، دغه راز ابن عدي وايي چې هغه سم احاديث لري او تر ابراهيم بن ابي حية غوره دی.
نو څرنګه چې يزيد بن هارون د هغه منشي و او هغه يې له نژدې ليدلی و، هغه يې په اړه وايي چې په قضاء کې له هغه څخه زيات عدل کوونکی بل څوک نه و؛ نو د داسې تن په اړه څنګه ويلی شو چې په نبوي احاديثو کې به درواغ وايي، البته د حافظې له امله ځينو محدثينو ورباندې ګوتنيونه کړېده، لکه څرنګه چې ابن حجر رحمه الله په تهذيب التهذيب کې او حافظ ذهبي رحمه الله په ميزان الاعتدال کې يې په اړه د ځينو محدثينو ويناوې نقل کړي دي چې دا پکښې روښانه نه ده چې دوی پرې د عدالت له امله ګوتنيونه کړې او که د حافظې له امله، خو که په اړه يې د يزيد بن هارون وينا ته وګورو، څرګنديږي چې شونې ده چې د حافظې له امله يې پرې نيوکه کړې وي.
البته يوازې امام شعبه رحمه الله دی چې په څرګند ډول يې درواغو ته منسوب کړی دی خو د کومې پيښې له امله چې يې هغه درواغو ته منسوب کړی دی په هغې کې توجيه شونې ده.
د دې ټول بحث پايله دا شوه چې د دې حديث په سند کې ابراهيم بن عثمان يو مختلف فيه راوي دی، ځينو محدثينو يې تضعيف او ځينو نورو يې توثيق کړی دی چې د ده روايت نه سترګې نشو پټولی حال دا چې د روايت تاييد يې له نورو شواهدو او مؤيداتو څخه هم کېږي.
الف: د دې حديث تائيد د صحابه وو له تعامل څخه کېږي.
ب: د دې حديث مضمون تلقي بالقبول ترلاسه کړی دی ( مضمون يې ټول امت منلی دی).
ج: د خيرالقرونو په زياته زمانه کې په همدې حديث عمل شوی دی.
دغه راز که په پورتني مرفوع حديث سترګې هم پټې شي؛ نو بيا هم شل رکعاته تراويح له نورو دلائلو څخه ثابتې دي چې تر ټولو پياوړی دليل يې د اسلام د دويم خليفه عمر رضي الله عنه دخلافت په دوره کې له جمعې سره شل رکعاته تراويحو باندې خلک راټولول و؛ نو غوره ګڼو چې د عمر رضي الله عنه په زمانه کې د شلو رکعاتو تراويحو د شتون دلائل راوړو:
۱: عَنْ يَزِيدَ بْنِ خُصَيْفَةَ عَنِ السَّائِبِ بْنِ يَزِيدَ قَالَ : كَانُوا يَقُومُونَ عَلَى عَهْدِ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ فِى شَهْرِ رَمَضَانَ بِعِشْرِينَ رَكْعَةً – قَالَ – وَكَانُوا يَقْرَءُونَ بِالْمِئِينِ ، وَكَانُوا يَتَوَكَّئُونَ عَلَى عُصِيِّهِمْ فِى عَهْدِ عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ مِنْ شِدَّةِ الْقِيَامِ([28]).
ژباړه: يزيد بن خصيفه له سائب بن يزيد څخه روايت کوي، وايي: د عمر رضي الله عنه (دخلافت) په وخت کې به خلکو په روژه کې شل رکعاته تراويح کولې، او په سلګونو اياتونه به يې لوستل، او د اوږدې درېدا له امله به يې د عثمان رضي الله عنه په زمانه کې په لکړو ډډه وهله.
له دې حديثه دوه خبرې معلومېږي لومړی دا چې د عمر رضي الله عنه په زمانه کې شل رکعاته تراويح لوستل کېدې او دويم دا چې د عثمان رضي الله عنه تر زمانې او دغه راز د هغه په زمانه کې هم شل رکعاته تراويح لوستل کېدې، که چېرې د عثمان رضي الله عنه په زمانه کې د تراويحو په لمانځه کې بدلون راغلی وای؛ نو هرومرو به يې بيانولی.
يادونه: د تراويحو په تړاو د سائب بن يزيد دوه روايتونه دي، لومړی همدا چې موږ ترې استدلال کوو او له سائب بن يزيد څخه يې روايت کوونکی يزيد بن خصيفه دی چې دا سهي روايت دی او سند يې بالکل سهي دی او د راويانو توثيق يې د اثار السنن په حاشيه کې کتلی شئ.
دويم هغه چې له سائب بن يزيد څخه يې روايت کوونکی محمد بن يوسف دي، چې په دې کې اظطراب دی.
۲: په موطا امام مالک رحمه الله کې د يزيد بن رومان روايت دی، وايي: كَانَ النَّاسُ يَقُومُونَ فِي زَمَانِ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ فِي رَمَضَانَ بِثَلَاثٍ وَعِشْرِينَ رَكْعَةً([29]).
ژباړه: د عمر رضي الله عنه په زمانه کې به خلکو په روژه کې (له وترو سره) درويشت رکعاته لمونځ کاوه.
د دې حديث سند بالکل سهي دی البته، يوه نيوکه چې پرې کېږي، هغه دا ده چې دا حديث مرسل دی خو دا نيوکه له دې حديث څخه استدلال ته ځکه زيان نه رسوي چې:
الف: زموږ او دجمهورو په نزد مرسل حديث د استدلال وړ دی.
ب: دا حديث په موطا امام مالک رحمه الله کې دی چې مرسل حديثونه يې د موصول حديثونو په حکم کې دي.
ج: کله چې د مرسل حديث تائيد بل مرسل حديث وکړي؛ نو د جمهورو په نزد ترې استدلال سهي دی او د دې تائيد له بل مرسل حديث څخه هم کېږي چې نژدې به يې ان شاء الله بيان کړو.
د: يوازې دا نه چې د دې مرسل حديث تائيد بل مرسل حديث کوي بلکې د سائب بن يزيد موصول حديث هم د دې تائيد کوي؛ نو ورڅخه په استدلال کې يې بايد هيڅ شک ونشي.
۴: عمر رضي الله عنه د تراويحو د جمعې لپاره ابي بن کعب رضي الله عنه امام ټاکلی و، د ده په اړه په مصنف ابن ابي شيبه کې له عبدالعزيز بن رفيع څخه روايت دی، وايي: كَانَ أُبَيّ بْنُ كَعْبٍ يُصَلِّي بِالنَّاسِ فِي رَمَضَانَ بِالْمَدِينَةِ عِشْرِينَ رَكْعَةً وَيُوتِرُ بِثَلاَثٍ([30]).
ژباړه: په روژه کې به ابي بن کعب په مدينه کې خلکو ته شل رکعاته لمونځ ورکاوه او درې رکعاته به يې وتر کول.
له دې روايتونو پرته په مصنف ابن ابي شيبه کې له نورو صحابه وو او تابعينو اثار نقل شوي دي چې په ټولو کې د تراويحو شمېره شل رکعاته ښودل شوې ده چې ځينې اثار به ورڅخه وروسته بيان کړو.
له پورتنيو روايتونو څخه استدلال:
الف: د لمانځه د رکعاتونو شمېر ټاکل يوه سمعي او غير مدرک بالرای مسئله ده، په دې معنا چې کوم محدث، فقيه يا عالم د کوم ځانګړي لمانځه د رکعاتونو شمېر په قياس، خپل سوچ او فکر نشي ټاکلی، بلکې د دې ټاکونکی الله جل جلاله او دهغه رسول وي، او د محدثينو دا قاعده ده چې په داسې سمعي او غير مدرک بالرای مسائلو کې د صحابي موقوف روايت هم د مرفوع په حکم کې وي، يعنې داسې به وايو چې د لمانځه دغه شمېره صحابي له ځانه نه! بلکې له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه يې په اړه څه اورېدلي دي.
د محدثينو د دې قاعدې له مخې که څه هم د شلو رکعاتو تراويحو ځينې روايتونه موقوف دي خو په حقيقت کې هغه هم د مرفوع روايتونو په حکم کې دي.
ب: کله چې عمر رضي الله عنه د خپل خلافت په زمانه کې ټول خلک په شلو رکعاتو تراويحو او په يو امام راټول کړل؛ نو په مدينه کې شته صحابه وو پرې هيڅ نيوکه ونه کړه چې دا هم دا په ګوته کوي چې په دې اړه له پخوا څخه د رسول الله صلی الله عليه وسلم کوم قول يا فعل شتون درلود.
له همدې امله چې کله امام ابو يوسف رحمه الله له امام ابوحنيفه رحمه الله څخه د تراويحو په اړه د عمر رضي الله عنه د اندازې اړوند سوال وکړ، هغه په ځواب کې ورته وويل: التراويح سنة مؤكدة لم يتخرصه عمر من تلقاء نفسه ولم يكن فيه مبتدعا ولم يأمر به إلا عن أصل لديه وعهد من رسول الله صلى الله عليه و سلم([31]).
ژباړه: تراويح سنت مؤکده دي او عمر رضي الله عنه له خپل ځان څخه نه دي اټکل کړي او نه يې هم هغه لومړی پيلوونکی و، او نه يې په اړه هغه امر کړی خو دا چې له هغه سره له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه يو دليل او ژمنه وه.
ج: دغه راز له دغو روايتونو څخه څرګندېږي چې د عمر، عثمان رضي الله عنهما د خلافت په زمانه کې د تراويحو شمېر شل رکعاته و، او په روايتونو کې دا يادونه نه ده شوې چې عثمان يا علي رضي الله عنهما دې پکښې کوم بدلون را وستی وي؛ نو دا راښيي چې په شلو رکعاتو د خلفاء راشدينو حکمي مواظبت دی، او څرنګه چې موږ ته د نبي کريم صلي الله عليه وسلم د سنتو د پيروي امر شوي دي، دغه راز راته د صحابه کرامو د سنتو د پيروي امر راته هم شوی دی، رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: عليكم بسنتي و سنة الخلفاء الراشدين المهديين و عضوا عليها بالنواجذ([32]).
ژباړه: تاسې پر ځان زما او زما د لارښوول شويو راشدينو خلفاوو تګلارې لازمې کړئ او هغه په ټينګه سره ونيسئ.
دغه راز يې په ځانګړې توګه راته د ابوبکر صديق او عمر رضي الله عنه د پيروي کولو امر کړی دی، وايي: اقْتَدُوا بِاللَّذَيْنِ مِنْ بَعْدِى أَبِى بَكْرٍ وَعُمَرَ([33]). ژباړه: له ما وروسته د ابوبکر او عمر پيروي وکړئ.
د: له روايتونو څخه دا هم څرګندېږي چې د تراويحو شلو رکعاتو باندې د صحابه وو اجماع شوې ده او هغه داسې چې عمر رضي الله عنه شل رکعاته تراويح د مدينې په نبوي جومات کې پيل کړې او هغه وخت هلته ګڼ شمېر صحابه استوګن وو او په دې کې به هغه صحابه هم ول چې درې ورځې يې له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره يوځای په جمعه د تراويحو لمونځ کړی و، دغه راز ازواج مطهراتو هم هلته شتون درلود چې هغوی د محمد صلي الله عليه وسلم د کورني عبادت په اړه ترټولو زيات معلومات درلودل؛ خو هيڅ صحابي د عمر رضي الله عنه په دغه کړنې نيوکه و نه کړه بلکې له مدينې پرته په همدې شمېر تراويح په مکه او نورو اسلامي مرکزونو کې پيل شوې، امام شافعي رحمه الله وايي: رأيت الناس يقومون بالمدينة تسعا وثلاثين ركعة واحب إلي عشرون([34]).
ژباړه: خلک مې ولېدل چې په مدينه کې نهه دېرش رکعاته تراويح کوي خو ما ته شل رکعاته خوښې دي.
شل رکعاته تراويح د امت له متواتر توارث او تعامل څخه ثابتې دي:
د نبوي دور يادونه د زيد بن ثابت او عبدالله بن عباس رضي الله عنهما په احاديثو کې وشوه، او د خلفاوو راشدينو يادونه هم په پورتنيو روايتونو او اثارو کې شوېده اوس د تابعينو او ورپسې زموږ تر زمانې پورې د هرې پېړۍ د ځينې نامتو علماوو او فقهاوو ويناوې د بېلګې په توګه را اخلو:
۱: مشهور تابعي نافع چې د عمر رضي الله عنه ازاد کړی غلام دی، وايي: لم أدرك الناس إلا وهم يصلون تسعا وثلاثين ركعة ويوترون منها بثلاث([35]).
ژباړه: خلک مومم چې نه دېرش رکعاته تراويح کوي او درې ترې وتر کوي.
نافع رحمه الله د خپل ژوند زياته برخه په مدينه کې تېره کړې او په کال ۱۱۷ هجري کې يې له دې دنيا څخه سترګې پټې کړي؛ نو داسې معلوميږي چې د دويمې هجري پېړۍ تر پيله شل رکعاته تراويح کېدلې.
۲: امام زعفراني رحمه الله د امام شافعي رحمه الله له خولې ليکي: رأيت الناس يقومون بالمدينة بتسع وثلاثين وبمكة بثلاث وعشرين وليس في شيء من ذلك ضيق([36]).
ژباړه: خلک وينم چې په مدينه کې نهه دېرش تراويح کوي او په مکه کې درويشت رکعاته، او په دې کې تنګي نشته (يعني نهه دېرش وشي او که درويشت وشي).
د امام شافعي رحمه الله پيدائښت په ۱۵۰ هـ او وفات يې په ۲۰۴ هـ کې دي چې له وينا يې څرګنديږي چې په دويمه هجري پېړۍ کې او د دريمې پېړۍ په پيل کې هم شل رکعاته تراويح کېدلې.
۳: عَنْ عَطَاءٍ ، قَالَ : أَدْرَكْت النَّاسَ وَهُمْ يُصَلُّونَ ثَلاَثًا وَعِشْرِينَ رَكْعَةً بِالْوِتْرِ([37]).
له عطاء رحمه الله څخه روايت دی چې وايي: خلک مې موندلي چې له وترو سره درويشت رکعاته تراويح کوي.
۴: نافع بن عمر رضي الله عنه وايي:كَانَ ابْنُ أَبِي مُلَيْكَةَ يُصَلِّي بِنَا فِي رَمَضَانَ عِشْرِينَ رَكْعَةً…([38]).
ژباړه: ابن ابي مليکة موږ ته په روژه کې شل رکعاته تراويح راکولې.
له دې پرته له نورو تابعينو څخه هم د تراويحو تعداد شل رکعاته نقل شوی دی، د لازياتو اثارو لپاره مصنف بن ابي شيبة وګورئ.
له دې اثارو څخه دا څرګنده شوه چې د هجرت په لومړۍ او دويمه او دغه راز د دريمې پېړۍ په لومړيو کې شل رکعاته تراويح کېدلې اوس به له دريمې پېړۍ را پديخوا د علماوو قولونه را نقل کړو:
۵: د څلورمې او پنځمې پېړۍ ستر محقق عالم ابن عبدالبر مالکي رحمه الله چې پيدائښت يې په ۳۶۸ هـ او وفات يې په ۴۶۳ هـ کې دي، ليکي: أن عمر جمع الناس على ثلاث وعشرين ركعة مع الوتر فيحمل ذلك على أن الاقتصار على الأول كان في البداء ثم استقر الأمر على عشرين([39]).
ژباړه: عمر رضي الله عنه له وترو سره په درويشتو رکعاتو خلک راټول کړل، نو يوولس رکعاته په لومړيو کې وې بيا په شلو رکعاتو تراويح ودرېدلې.
۶: د اوومې پېړۍ ستر عالم فقيه، محدث او د مسلم شارح يحي بن شرف النووي رحمه الله چې په ۶۳۱ هـ زېږېدلی او په ۶۷۶هـ کې وفات شوی دی، ليکي: ثم استقر الأمر على العشرين فإنه المتوارث([40]).
ژباړه: بيا په شلو رکعاتو تراويح و درېدې؛ نو همدا متوارث دي.
۷: د اتمې او نهمې پېړۍ ستر محدث ابن حجر عسقلاني رحمه الله چې پيدائښت يې په ۷۷۳ هـ او وفات يې په ۸۵۲ هـ کې دي، وايي: و لعلهم في وقت اجازوا تطويل القيام علي عدد الرکعات فجعلوها عشرين رکعة وقد استقر الامر علي هذا([41]).
ښايي چې هغوی (صحابه وو) دقيام اوږدوالی لنډ کړی وی او رکعاتونه يې زيات کړي وي؛ نو شل رکعاته يې وګرځولې او بيا تراويح پر همدې مظبوطه ودرېدې.
۸: د لسمې پېړۍ ګڼ شمېر اثار لرونکي عالم عبدالوهاب شعراني چې په ۸۸۹هـ کې زېږېدلی او په ۹۷۳ هـ کې وفات شوی دی، ليکي: وقد استقر العمل علي هذا في الامصار([42]).
ژباړه: او پر همدې عمل په ټولو ښارونو کې ټينګ شوی دی.
۹: د لسمې پېړۍ ستر فقيه عالم زين العابدين بن نجيم المصري چې په ۹۷۰ هـ کې وفات شوی دی، کاږي: وعليه عمل الناس شرقا وغربا([43]).
او پر همدې (شلو رکعاتو) په ختيځ او لوېديځ کې د خلکو عمل دی.
۱۰: د يوولسمې پېړۍ ستر عالم او د شبه جزيرې نامتو محدث عبدالحق الدهلوي رحمه الله چې په ۱۰۵۴ هـ کې وفات شوي دي، ليکي: والذي استقر عليه الامر واشتهر من الصحابة والتابعين و من بعدهم هو العشرون([44]).
او هغه عدد چې د تراويحو معامله پرې ټينګه ولاړه ده او له صحابه وو او تابعينو او له هغوي وروسته خلکو څخه په مشهوره توګه بيان شوي دي، هغه شل رکعاته دي.
۱۱: د دولسمې پېړۍ ستر محقق عالم، الشيخ الدردير المالکي رحمه الله چې په ۱۲۰۱ هـ کې له دنيا څخه رخصت شوی دی، وايي: لكن الذي جرى عليه العمل سلفا وخلفا الاول([45]).
ژباړه: خو هغه قول چې پرې د سلفو او خلفو تعامل دی هغه لومړی قول (د شلو رکعاتو) دی.
۱۲: دغه راز د ورستيو عالمانو ستر امام، او د ديارلسمې پېړۍ فقيه علامه بن عابدين شامي رحمه الله چې په ۱۲۵۲ هـ کې وفات شوی دی، ليکي: ( وهي عشرون ركعة ) هو قول الجمهور وعليه عمل الناس شرقا وغربا وعن مالك ست وثلاثون([46]).
ژباړه: او تراويح شل رکعاته دي، دا د جمهورو قول دی او په همدې قول په شرق او غرب کې دخلکو عمل دي او له مالک رحمه الله څخه د شپږديرشو قول روايت شوی دی.
د شلو رکعاتو تراويحو په اړه د بېلابېلو مذاهبو څرګندونې:
د امام ابوحنيفه رحمه الله مسلک:
حسن بن زياد له خپل استاد امام ابوحنيفه رحمه الله څخه روايت کوي چې ويلي يې دي: القيام في شهر رمضان سنة لاينبغي ترکها يصلي اهل کل مسجد في مسجدهم کل ليلة سوي الوتر عشرين رکعة، خمس ترويحات بعشر تسليمات يسلم في کل رکعتين([47]).
ژباړه: په رمضان کې تراويح سنت دي پرېښودل يې مناسبه نه دي، هل جومات وال به له وترو پرته له لسو سلامونو سره شل رکعاته کوي چې په هرو دوو رکعاتو باندې به سلام ګرځول کېږي.
امام سرخسي رحمه الله نقلوي چې امام ابوحنيفة رحمه الله ويلي: قال ابوحنيفة رحمه الله: يصلي عشرين رکعة کما هو السنة([48]). ژباړه: تراويح دې شل رکعاته وكړي څرنګه چې سنت دي.
دغه راز امام ابو يوسف رحمه الله وايي چې ما له امام ابوحنيفه رحمه الله څخه د تراويحو په اړه د عمر رضي الله عنه د اندازې اړوند سوال وکړ، هغه په ځواب کې راته وويل: التراويح سنة مؤكدة لم يتخرصه عمر من تلقاء نفسه ولم يكن فيه مبتدعا ولم يأمر به إلا عن أصل لديه وعهد من رسول الله صلى الله عليه و سلم([49]).
ژباړه: تراويح سنت مؤکده دي او عمر رضي الله عنه له خپل ځان څخه نه دي اټکل کړي او نه يې هم هغه لومړی پيلوونکی و، او نه يې په اړه هغه امر کړی خو دا چې له هغه سره يې له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه يو دليل او ژمنه وه.
د امام شافعي رحمه الله مسلک:
امام مزني الشافعي رحمه الله د امام شافعي له خولې ليکي: ورأيتهم بالمدينة يقومون بتسع وثلاثين وأحب إلي عشرون لأنه روي عن عمر وكذلك يقومون بمكة ويوترون بثلاث([50]).
ژباړه: او په مدينه نهه دېرش رکعاته تراويح کېږي خو ما ته شل رکعاته خوښې دي ځکه چې دا له عمر رضي الله عنه څخه روايت شوي دي او همدارنګه په مکه کې ترسره کېږي او درې رکعاته وتر کوي.
امام ترمذي رحمه الله په سنن ترمذي کې ليکي: وأكثر أهل العلم علي ما روي عن عمر و علي وغيرهما من أصحاب النبي صلى الله عليه و سلم عشرين ركعة وهو قول الثوري و ابن المبارك و الشافعي وقال الشافعي وهكذا أدركت ببلدنا بمكة يصلون عشرين ركعة([51]).
ژباړه: او ډېري علماء پر هغه دي چې له عمر او علي رضي الله عنهما او له دوي پرته له د رسول الله صلي الله عليه وسلم له نورو صحابه وو څخه د شلو رکعاتونو روايت شوي دي، او همدا د ثوري، ابن المبارک او امام شافعي رحمه الله قول دي، او دي وايي: همدارنګه مو په خپل ښار مکه کې خلک موندلي دي چې شل رکعاته کوي.
د امام احمد بن حنبل رحمه الله مسلک:
ابن قدامه رحمه لله په خپل کتاب المغني کې د تراويحو اړوند د امام احمد بن حنبل رحمه الله مسلک داسې بيانوي: والمختار عند أبي عبد الله رحمه الله فيها عشرون ركعة وبهذا قال الثوري و أبو حنيفة و الشافعي([52]).
ژباړه: او په تراويحو کې د ابو عبدالله په نزد غوره قول شل رکعاته دي او همدا د ثوري، ابوحنيفة او شافعي رحمهم الله قول دی.
د فقهې حنبلي په بل معتمد کتاب الاقناع کې ليکل شوي دي: التراويح عشرون ركعة في رمضان يجهر فيها بالقراءة وفعلها جماعة أفضل ولا ينقص منها ولا بأس بالزيادة([53]).
ژباړه: په رمضان کې تراويح شل رکعاته دي، په لوړ غږ به پکښې قراءت لوستل کېږي او په جمعه سره يې ترسره کول غوره دي، له دې څخه به نه کمېږي او زياتوالی يې پروا نه کوي.
د امام مالک رحمه الله مسلک:
که څه هم د امام مالک رحمه الله قول د شپږ دېرشو رکعتونو دي، البته امام مالک رحمه الله په يو قول کې له جمهورو علماوو سره دی، امام ابن رشد مالکي کاږي: فاختار مالك في أحد قوليه و أبو حنيفة والشافعي وأحمد وداود القيام بعشرين ركعة سوى الوتر وذكر ابن القاسم عن مالك أنه كان يستحسن ستا وثلاثين ركعة والوتر ثلاث([54]).
ژباړه: امام مالک په يوه قول کې او امام ابوحنيفة، شافعي، احمد او داود رحمهم الله له وترو پرته شل رکعاته تراويح غوره کړي دي، او ابن القاسم له امام مالک څخه نقل کړي دي چې هغه به شپږ دېرش رکعاته تراويح او درې رکعاته وتر ښه ګڼل.
له دې پرته د نړۍ ګڼ شمېر نور علماء هم د شلو رکعاتو تراويحو قائل دي چې ويناوې يې د ځاي او وخت د کمښت له امله نشو بيانولاي.
د تراويحو لمونځ يوازې او که په جمعه غوره دی؟
الف: جمهور علماء وايي چې په جمعه يې ترسره کول غوره دي، همدا د امام ابوحنيفة، شافعي، احمد بن حنبل او ځينو مالکيه وو قول دی.
ب: امام مالک او ابو يوسف رحمهما الله څخه يو روايت دا هم نقل شوی دی چې تراويح په کور کې ترسره کول غوره دي، دغه راز دا دځينو شوافعو قول هم دی.
ج: ځينې شوافع بيا وايي که څوک د قرآن حافظ وي، له ده پرته بل امام شتون ولري، مقتدا نه وي او که په جمعه سره يې ترسره نه کړي، په تراويحو کې يې سستي هم نه راځي؛ نو داسې تن ته يې په جومات او کور کې ترسره کول برابر دي، او که حافظ نه وي، له ده پرته بل امام شتون و نه لري يا مقتدا وي چې جومات ته يې په راتګ سره د لمونځ کوونکو شمېر زياتيږي، او يا په کور کې يې د ترسره کولو په صورت کې په تراويحو کې سستي راځي؛ نو په داسې صورتونو کې يې په مسجد کې له جمعې سره تراويح کول غوره دي.
په جمعه سره د تروايح د لمونځ د غوره والي دلائل:
په جمعه سره د تراويحو لمونځ ترسره کولو لپاره ګڼ شمېر دلائل شتون لري چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
۱: په بخاري کې د زيد بن ثابت رضي الله عنه حديث چې پکښې په جمعه د رسول الله صلي الله عليه د تراويحو يادونه شوې ده؛ خو رسول الله صلي الله عليه وسلم دغه جمعه د يو عذر له امله پرېښوده او هغه دا چې هسې نه په امت واجب شي([55]).
له دې معلومه شوه که ياد شوی عذر نه وای؛ نو رسول الله صلي الله عليه وسلم د تل لپاره په جمعه سره تراويح کولې چې دا هم له جمعې سره په تراويحو د رسول الله صلي الله عليه وسلم حکمي مواظبت ښيي.
۲: عَنِ ابْنِ الْهَادِ أَنَّ ثَعْلَبَةَ بْنَ أَبِى مَالِكٍ الْقُرَظِىَّ حَدَّثَهُ قَالَ : خَرَجَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- ذَاتَ لَيْلَةٍ فِى رَمَضَانَ ، فَرَأَى نَاسًا فِى نَاحِيَةِ الْمَسْجِدِ يُصَلُّونَ فَقَالَ :« مَا يَصْنَعُ هَؤُلاَءِ؟ ». قَالَ قَائِلٌ : يَا رَسُولَ اللَّهِ هَؤُلاَءِ نَاسٌ لَيْسَ مَعَهُمْ قُرْآنٌ ، وَأُبَىُّ بْنُ كَعْبٍ يَقْرَأُ وَهُمْ مَعَهُ يُصَلُّونَ بِصَلاَتِهِ. قَالَ :« قَدْ أَحْسَنُوا ، أَوْ قَدْ أَصَابُوا ». وَلَمْ يَكْرَهْ ذَلِكَ لَهُمْ([56]).
ژباړه: ابن الهاد څخه روايت دی چې ثعلبة بن مالک قرظي رضي الله عنه ورته حديث بيان کړی دی، وايي چې په روژه کې يوه شپه رسول الله صلي الله عليه وسلم له کوره د باندې راووت؛ نو ځينې خلک يې ولېدل چې د جومات په يوه کونج کې سره راټول ول؛ پوښتنه يې وکړه چې دوی څه کوي؟ يو تن ځواب ورکړ، ای د الله رسوله! دوی داسې خلک دي چې قران يې ياد نه دی او ابي بن کعب تلاوت کوي او دوي هغه پسې لمونځ کوي، هغه (رسول الله صلي الله عليه وسلم) وويل: ښه کار يې وکړ او پر سمه دي، او دهغوی دا کار يې بد و نه ګڼه.
۳: عمر رضي الله عنه دخپل خلافت په زمانه کې ټول خلک په يوه امام راغونډکړل او په جمعه سره يې د تراويحو لمونځ په مسجد نبوي کې پيل کړ چې له دې وروسته په امت کې همدا تعامل را روان دی؛ نو پر عمر رضي الله عنه د صحابه وو نه نيوکه او اسلامي مراکزو او ښارونو کې په جمعه سره تراويح خپلول په دې دلالت کوي چې په جمعه سره تراويح غوره دي.
تراويحو اړوند ځينې بېلابېل مسائل:
مسئله: پخپله تراويح سنت مؤکدة دي او په جمعه سره يې ترسره کول سنت مؤکدة علی الکفاية دي، په دې معنا که له کلي څخه يې ځينې خلک په جومات کې له جمعې سره ترسره کړي د ټولو غاړه خلاصيږي او که هيڅوک يې ترسره نه کړي؛ نو ټول ګناهګار دي([57]).
مسئله: تراويح د نر او ښځې دواړو په حق کې سنت مؤکده دي([58]).
مسئله: په تراويحو کې يو ځل د قران شريف ختم سنت دی([59]).
مسئله: د نابالغ حافظ په اقتداء کې د تراويحو لمونځ ترسره کول سهي نه دي([60]).
مسئله: په تراويحوکې مقتدي امام ته د قرآن له مخې فتحه نشي ورکولای که داسې وکړي او امام يې فتحه واخلي، د مقتديانو او امام دواړو لمونځ فاسديږي([61]).
مسئله: له عذر سره او له عذر پرته تراويح په ناسته ترسره کول روا دي البته پرته له عذر څخه يې په ناسته ترسره کول غوره نه دي([62]).
مسئله: په تراويحو کې يو ځل په لوړ غږ بسم الله ويل ضروري دي څو مو د قرآن شريف ختم بشپړ شي([63]).
مسئله: د رمضان په ټوله مياشت کې تراويح سنت مؤکده دي، که قران د مياشتې له پای ته رسېدو مخکې ختم شي؛ نو په پاته مياشت کې تراويح ترسره کول سنت مؤکده دي([64]).
مسئله: روژه او تراويح جلاجلا عبادتونه دي؛ نو که څوک د عذر له امله روژه ونشي نيولای؛ نو تراويح کول ورته سنت مؤکده دي، که تراويح و نه کړي، د سنت د پرېښودو له امله به ګناهګار وي([65]).
مسئله: د تراويحو وخت د ماخوستن لمانځه وروسته پيل کېږي او له سهار سپېدو مخکې پای ته رسېږي([66]).
مسئله: که څوک د ماخوستن له لمانځه مخکې تراويح وکړي؛ نو تراويح يې سهي نه دي او د ماخوستن له لمانځه وروسته پرې لازمه ده چې بيا يې ترسره کړي ([67]).
مسئله: که د ماخوستن لمانځه او تراويحو وروسته معلومه شوه چې د ماخوستن لمونځ يې نه دی شوی؛ نو څرنګه چې د ماخوستن لمونځ راګرځول ضروري دي، ترې وروسته به تراويح هم را ګرځوي([68]).
مسئله: له وترو مخکې او وروسته تراويح ترسره کول روا دي([69]).
مسئله: د شپې له درېمې برخې وروسته او له نيمې شپې مخکې تراويح ترسره کول مستحب دي او له نيمې شپې وروسته يې ترسره کول ښه نه دي([70]).
مسئله: مسافر، او هغه ناروغ چې د ناروغۍ له امله روژه نشي نيولای، دغه راز هغه ښځه چې په حيض يا نفاس کې وي، که د ماخوستن مهال پاکه شي يا کافر ماخوستن مهال اسلام راوړي، نودوی ټولو ته تراويح ترسره کول سنت مؤکده دي([71]).
مسئله: له هرې ترويحې (څلورو رکعتونو) وروسته د يوې ترويحې په اندازه کښېناستل مستحب دي؛ خو که په دومره وخت کښېناستو کې خلکو ته تکليف و، يا وېره وه چې لمونځ کوونکي به کم شي؛ نو بيا له دې څخه کم وخت هم کښېناستلی شئ([72]).
مسئله: که په تراويحو کې سجده سهوه واجب شي او د خلکو ګڼه ګوڼه دومره زياته نه وي چې د سجده سهوې د ترسره کولو په صورت کې به لمونځ کوونکي تيت په ترک شي يا به يې لمونځ خراب شي؛ نو سجده سهوه کول لازم دي؛ خو که د خلکو ګڼه ګوڼه دومره زياته وي چې که سجده سهوه وشي؛ نو لمونځ کوونکي تيت په ترک کېږي يا يې لمونځ خرابيږي، بيا د سجده سهوې د ترسره کولو اړتيا نشته، پرته له سجده سهوې لمونځ سهي کېږي([73]).
مسئله: د قرآن کريم د ختمېدو په ورځ سنت ده چې په نولسم رکعت کې سورة الناس تلاوت شي او ورپسې رکعت کې د بقرې سورت لومړني ايتونه تلاوت شي([74]).
مسئله: که په تراويحو کې مو لومړيو دوو رکعاتونو قعده هېره شي او څلور رکعاته وکړئ؛ نو څلور واړه رکعاتونه مو تراويح نه حسابيږي بلکې وروستي دوه رکعاته مو تراويح دي او لومړي دوه رکعاته مو نفل شول؛ خو که په لومړيو دوو رکعاتونو مو قعده کړې وي؛ بيا مو ټول څلور رکعاتونه تراويح حسابيږي([75]).
اللهم ارنا الحق حقا وارزقنا اتباعه وارنا الباطل باطلا وارزقنا اجتنابه
: فتح الباري ۴/۳۱۷ ، دار السلام رياض [1]
: صحيح لمسلم ۲/ ۴۷، حديث شميره: ۱۷۸۰ دار الفيحاء دمشق[2]
: صحيح البخاري ۲/ ۲۰۴۲ حديث شميره: ۷۲۹۰، الطف وسنن النسائي ۲۶۳ حديث شميره: ۱۵۹۹ مكتبة المعارف، الرياض[3]
: سنن ابي داود ۲۲۵، حديث شميره: ۱۳۷۵ دار الكتب العلمية، بيروت[4]
: صحيح البخاري ۱/ ۵۳۴ حديث شميره: ۲۰۱۰ الطاف[5]
: سنن النسائي ۳۴۹ حديث شميره: ۲۲۱۰ مكتبة المعارف، الرياض[6]
: صحيح لمسلم ۲/ ۴۷، حديث شميره: ۱۷۸۰ دار الفيحاء دمشق[7]
: نور الانوار ۴۹۳ مكتبة البشري[8]
: لسان العرب ۳/ ۵۲۹، دار الكتب العلمية، بيروت[9]
: روح المعاني ۱۵–۱۶/ ۱۷۶ دار الاحياء التراث العربي[10] ً
: تفسير الطبري ۱۵–۱۶/ ۱۴۱ المكتبة التوفيقية، القاهرة[11]
: تفسير ابن كثير۴/ ۱۶۸، دار الكتاب العربي، بيروت [12]
[13]: سنن النسائي۱/ ۲۶۴ حديث شميره: ۱۶۰۱ مكتبة المعارف،الرياض
: المغني لابن قدامة۲/ ۶۰۷ دار عالم الكتب، الرياض[14]
: سنن النسائي ۳۴۹ حديث شميره: ۲۲۱۰ مكتبة المعارف، الرياض[15]
: سنن ابي داود ۲۳۷ حديث شميره: ۱۴۳۹ دار الكتب العلمية، بيروت[16]
: رياض الصالحين ۴۰۳ حديث شميره: ۱۱۹۱، مكتبة البشري[17]
: صحيح البخاري۱/ ۵۳۳، مكتبة الطاف[18]
: صحيح البخاري ۲/ ۲۰۴۲ حديث شميره: ۷۲۹۰، الطف وسنن النسائي ۲۶۳ حديث شميره: ۱۵۹۹ مكتبة المعارف، الرياض[19]
: صحيح البخاري ۱/ ۳۰۴ حديث شميره:۱۱۲۹ الطاف[20]
: صحيح البخاري ۲/ ۲۰۴۲ حديث شميره: ۷۲۹۰، الطف وسنن النسائي ۲۶۳ حديث شميره: ۱۵۹۹ مكتبة المعارف، الرياض[21]
: سنن النسائي ۳۴۹ حديث شميره: ۲۲۱۰ مكتبة المعارف، الرياض[22]
: المغني لابن قدامة الحنبلي۲/ ۶۰۱–۶۰۴ دار عالم الكتب، الرياض[23]
: سنن ابي داود ۷۲۶ حديث شميره: ۴۶۰۷ دار الكتب العلمية، بيروت[24]
: سنن الترمذي۲/ ۵۳۸ حديث شميره: ۳۶۶۲، الطاف[25]
: عمدة القاري ۱۱/ ۱۷۹، دار الكتب العلمية بيروت[26]
: المصنف لابن ابي شيبة۵/۲۲۵ حديث شميره: ۷۷۷۴، دار المنهاج[27]
: السنن الكبري للبيهقي ۲/ ۴۹۶ حديث شميره: ۴۸۰۱[28]
: مؤطاء امام مالك۱/ ۲۸۸ حديث شميره: ۲۸۸، مكتبة البشري[29]
: المصنف لابن ابي شيبة ۵/ ۲۲۴ حديث شميره: ۷۷۶۶، دار المنهاج [30]
: معارف السنن ۵/۵۵۰ ، مكتبة ايچ ايم سعيد، شامي ۱/ ۵۲۰ مكتبة حقانية[31]
: سنن ابي داود ۷۲۶ حديث شميره: ۴۶۰۷ دار الكتب العلمية، بيروت[32]
: سنن الترمذي۲/ ۵۳۸ حديث شميره: ۳۶۶۲، الطاف[33]
: مختصر المزني ۱/ ۲۱[34]
: المجموع شرح المهذب۴/ ۳۸ دار الفكر و عمدة القاري۱۱/ ۱۷۹ دار الكتب العلمية بيروت[35]
: فتح الباري ۴/ ۳۲۲ دار السلام الرياض[36]
: المصنف لابن ابي شيبة۵/ ۲۲۴ حديث شميره: ۷۷۷۰[37]
: المصنف لابن ابي شيبة۵/ ۲۲۳ حديث شميره: ۷۷۶۵ دار المنهاج[38]
: معارف السنن ۵/ ۵۴۵، مكتبة ايچ ايم سعيد[39]
: فتح القدير۱/۴۸۵، دار الكتب العلمية، بيروت[40]
: فتح الباري ۴/ ۳۲۱ دار السلام الرياض[41]
: كشف الغمة ۱/۱۴۷[42]
: البحر الرائق ۲/۱۱۷، مكتبة رشيدية[43]
: ماثبت بالسنة ۳۶۴[44]
: شرح الكبير مع حاشية الدسوقي ۱/ ۳۱۵[45]
: شامي ۱/ ۵۲۱، مكتبة حنيفية[46]
: فتاوي قاضي خان ۱/ ۱۲۱[47]
: كتاب المبسوط۱–۲/۱۹۶، دار الكتب العلمية[48]
: البحر الرائق۲/ ۱۱۷ مكتبة رشيدية[49]
: مختصر المزني ۱/ ۲۱[50]
: سنن الترمذي ۱/ ۳۷۵، مكتبة الطاف[51]
: المغني لابن قدامة ۲/ ۶۰۴، دار عالم الكتب[52]
: كتاب الاقناع ۱/ ۱۱۷ [53]
: بداية المجتهد و نهاية المقتصد ۱۹۵، دار الكتب العلمية، بيروت[54]
: صحيح البخاري ۲/ ۲۰۴۲ حديث شميره: ۷۲۹۰، الطف وسنن النسائي ۲۶۳ حديث شميره: ۱۵۹۹ مكتبة المعارف، الرياض[55]
: السنن الكبري للبيهقي۲/ ۴۹۵ حديث شميره: ۴۷۹۴[56]
: حاشية الطحطاوي علي مراقي الفلاح ۴۱۱، دار الكتب العلمية، بيروت و البحر الرائق۲/ ۱۲۰، رشيدية[57]
: رد المحتار۱/ ۵۲۰، حنفية[58]
: رد المحتار۱ ۵۲۲ حنفية[59]
: رد المحتار۱/ ۴۲۷ مكتبة حنيفية[60]
: حاشية الطحطاوي ۳۳۴، دار الكتب العلمية، بيروت[61]
: حاشية الطحطاوي ۲۲۴. دار الكتب العلمية، بيروت [62]
: احكام القران للجصاص۱/ ۷، دارالكتب العلمية، بيروت [63]
[64] : فتح القدير۱/ ۴۸۷، دار الكتب العلمية، بيروت
: حاشية الطحطاوي۴۱۶، دار الكتب العلمية، بيروت [65]
: رد المحتار۱/ ۵۲۰، مكتبة حنيفية[66]
: حاشية الطحطاوي۴۱۳، دار الكتب العلمية، بيروت[67]
: حاشية الطحطاوي ۴۱۳ دار الكتب العلمية، بيروت[68]
: رد المحتار۱/ ۵۲۰ مكتبة حنفية[69]
: حاشية الطحطاوي ۴۱۳ دار الكتب العلمية، بيروت [70]
: حاشية الطحطاوي ۴۱۶ دار الكتب العلمية، بيروت [71]
: رد المحتار۱/ ۵۲۲، مكتبة حنفية[72]
: حاشية الطحطاوي ۴۶۵، دار الكتب العلمية[73]
: حاشية الطحطاوي۳۵۲، دار الكتب العلمية[74]
: البحر الرائق۲/ ۱۱۷، مكتبة رشيدية، كويته[75]
ماشاالله ښکلې تفصيلي اوڅيړنه ليکنه ده خدای پاک په قلم اوګوتو برکت کړه .