وروستي:

د ملا محمد عمر مجاهد د ژوند وروستۍ ورځې

واحد فقيري

د امریکا معتبر اخبار وال سټریټ ژورنال د مارچ پر ۱۰ لیکي د طالبانو مشر ملا محمد عمر اخوند د ژوند تر آخره پوري د افغانستان په جنوب کي یوې امریکايي نظامي اډې ته څېرمه په خفا کي ژوند کاوه، او د متحده ایالاتو استخباراتو او نورو جاسوسي ادارو د ملا عمر د ځای ځایګي په اړه غلط معلومات درلودل.

وال سټریټ ژورنال وايي د ( سي ای ې) او نورو استخباراتي سازمانونو اجماع پر دې وه چي ملا عمر په پاکستان کي پټ دی. وال سټریټ ژورنال دا نوی رپوټ لیدلی دی، او دا رپوټ د ملا محمد عمر اخوند وروستۍ ورځي په جزییاتو بیانوي. رپوټ وايي چي ملا عمر د خپل باډي ګارډ، جبار عمري، سره یو ځای ژوند کاوه. د ډېرو کمو خلګو سره يې ملاقات کاوه، او کله نا کله یې د کوټي له شورا ته پیغامونه استول.

دا رپوټ به څو ورځي وروسته په واشنګټن او نیویارک کي خپور سي. پدې رپوټ کي د هغو خلګو سره مرکې سوي دي چي د ملا عمر سره یې نژدې اړیکي لرلې. ملا عبدالغني برادر د ملا عمر نژدې ملګری او یار وو.

دا رپوټ وايي متحده ایالاتو د خپل دوښمن په اړه پر غلطو معلوماتو باندي تکیه کوله، او د طالبانو د نهضت په باب یې معلومات ډېر ناقص دي.

د امریکا مرکزي استخبارات (سیا) له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه.‌

په افغانستان کي د امریکايي قواوو پخوانی قومندان جنرال ډېویډ پتریس وايي دا ناممکنه ده چي ملا عمر دي په افغانستان کي پاته سوی وي، ځکه په هغه صورت کي به امریکا هغه په ډیره اساني خپل هدف ګرځولی وای. هغه علاوه کوي،«موږ په افغانستان هر ځای ته لاسرسی لاره. دا به یوه حیرانونکې خبره وي چي ملا عمر دونه ریسک منلی وای چي یوه شپه موږ ناببره دروازه ور ټکولې وای.»

اخبار لیکي امریکا په کلونو کلونو ادعا کوله چي د طالبانو مشران په پاکستان کي دي، او پاکستان يې ساتي. خو پاکستان دا ادعاوي ردولې.

دا رپوټ وايي د ۲۰۰۱ په پای کي ملا محمد اخوند د طالبانو ورځنۍ چاري ملا عبیدالله اخوند ته ورسپارلې، او خپله د زابل ولایت ته ولاړ. هغه څو کاله په کلات کي ژوند وکړ، او د عبدالصمد استاذ په کور کي مخفي وو.

یو ځل د امریکا خاص قواوو پر همدې کور باندي چاپه ووهله، خو هغه مخفي کوټه یې پیدا نه کړه چي ملا عمر په کښې پټ وو.

اخبار لیکي چي د امریکا د دفاع وزارت پدې برخه کي له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه.

د افغان د جنګ مشهور تحلیلګر ښاغلی برهان عثمان وايي ملا عمر د پاکستان په اړه سخت شکمن وو، ځکه د طالبانو نور مشران په پاکستان کي په خپلو کورونو کي نظر بند ول. عثمان وايي د هغه تحقیقات ښيي چي ملا عمر په زابل کي وو.

عثمان وايي دا خبره درسته ښکاري،«ځکه ملا عمر فکر کاوه چي پاکستان به له ده څخه د یوې الې په توګه کار واخلي،‌او د طالبانو د نهضت سمت او جهت به ور بدل کړي.»

وال سټریټ ژورنال لیکي کله چي امریکایانو د ملا عمر مخفي کور ته څېرمه خپله نظامي اډه جوړه کړه، ملا عمر د سیوري ولسوالۍ ته کډه وکړه. دا ځای د ملا عمر پلرنۍ سیمه ده. پدې وخت کي ښاغلي عمري د ملا عمر لپاره یو د خټو کور پیدا کړ،‌ او تر مرګ پوري ورسره وو. ملا عمر په ۲۰۱۳ کي وفات سو.

دا ځای هم د امریکایانو له یو بل نظامي بېس څخه فقط څو میله لیري پروت وو. پدې سیمه کي څو امریکايي عسکر وژل سوي دي.

دا رپوټ وايي ملا محمد عمر اخوند په سیوري کي منزوي او پټ ژوند کاوه. یوازي به کله نا کله د پیتاوي لپاره بهر راووت. وخت نا وخت به یې د خپلي ږیري د رنګولو لپاره نکریزي غوښتې، او کله نا کله به يې نسوار هم غوښتل.

ښاغلي عمري وايي چي ملا عمر په ۲۰۱۳ کي ناروغه سو. هغه نه غوښتل چي ډاکټر ته ولاړ سي،‌او یا هم د معالجې لپاره پاکستان ته سفر وکړي، څو بالاخره په زابل کي وفات سو. د ملا عمر کورنۍ هغه په زابل کي ښخ کړ.