وروستي:

د قدر شپه

ليکنه: مفتي عبدالحق حقاني

الحمد لله جل وعلی، والصلاة والسلام علی محمد المصطفی، وعلی اله النجباء واصحابه الاتقیاء، ومن بهدیهم اقتدی، وباثارهم اقتفی، من المفسرین والمحدثین والفقهاء، الی یوم الجزاء، وبعد!

په کائناتو کې دالله  جل جلاله دا پرېکړه ده چې هغه ځینې انسانانو ته یې په ځینو نورو غوره والی ورکړی دی، د ځمکې ځينې برخې يې د نورو څخه غوره کړي دي، ، او ځينې میاشتې يې د نورو په پرتله غوره گرځولې دي،  دغه راز ځینو شپو ته یې په ځینو نورو غوره والی ور په برخه کړی دی،  چې له همدغو شپو څخه یوه دقدر شپه ده .

دغه شپه د الله جل جلاله دعبادت لپاره ښه موسم دی، چې بندگان په کې د الله جل جلاله عبادت، ذکر او هغه ته  وروگرځي، دعاوې ترې غواړي او د خپلو کړاونو د حل غوښتنه ترې وکړي دغه راز دا شپه  الله جل جلاله د دې لپاره  ټاکلې ده چې په اوږدو کې یې په بندگانو خپله مهرباني او بخښنه لازیاته کړي، او ډېر شمېر بندگان د دوزخ له اور څخه وژغوري  .

له یوې خوا دقدر شپه په خپله مبارکه شپه ده او له بلې خوا دغه شپه د روژې په مبارکه میاشت کې ځای لري، او دغه راز په همدې شپه کې الله جل جلاله انسانانو ته وروستی لارښود  قران کریم را نازل کړی دی، چې د قدر شپې ته یې لازیات  ویاړ په برخه کړی دی .

ابن عباس رضی الله عنهما  وایي : الله جل جلاله ټول قران په یو ځل له لوح محفوظ څخه  د ځمکې اسمان ته استولی دی، او بیا یې له هغه ځایه  داړتیا سره سم په درويشت کلونو کې پر محمدصلى الله عليه وسلم نازل کړی دی .([1])

په قدر سره  د دغې شپې د نومولو لامل

په قدر سره د دغې شپې په نومولو کې د علماوو زیات  شمېر قولونه دي؛ خو لاندې به یو څو قوله ترې بیان کړو .

۱. د قدر، معنی درنښت  ده او دې ته دقدر شپه ځکه وایي چې دا شپه د الله جل جلاله پر وړاندې ډېره قدرمنه ده، د الله جل جلاله په وړاندې ستره مرتبه لري، نو ځکه په دې شپه کې دبندگانو زیات گناهونه بخښي، په دې ایت کې قدر  دهمدې معنی لپاره کارول شوی دی : ومَا قَدَرُوا اللّٰهَ حَقَّ قَدْرِه . [الانعام ۹۱]

ژباړه : او هغوی د الله هغه ډول درناوی ونه کړ، کوم ډول چې دالله له شان سره ښایېده .

۲. قدر، د تنگي په معنی ده، او دې شپې ته د قدر شپه ځکه وایي چې په کې پرښتې له اسمانونو څخه ځمکې ته په دومره شمېر کې راکوزيږي چې له امله یې ځمکه تنگیږي، دقدر  دې معنی ته دقران په دې ایت کې اشاره شوې ده : وَمَنْ قُدِرَ عَلَيْهِ رِزْقُه . [الطلاق ۷]

ژباړه : او هر څوک چې روزي ورباندې تنگه شوه .

 ۳. ځینې علماء وایي چې دقدر شپه ورته ځکه وایي چې الله جل جلاله په کې دقدر وړ قران نازل کړی دی، او په دې شپه کې دالله جل جلاله دقدر وړ رحمت او پرښتې نازلیږي .

۴. دې ته دقدر شپه ځکه ویل کیږي چې هر هغه تن په کې قدرمن کیږي چې دغه شپه په خپل عبادت ژوندی کړي .

۵. قدر په لغت کې اندازې ته وایي او دې شپې ته دقدر شپه ځکه وایي چې الله جل جلاله په کې له یو کال څخه تر بل کاله  هر انسان او دکائناتو هر څه  ته کلنۍ تقدیر ټاکي .( [2])

وروستی قول تر ټولو راجح ښکاري، ځکه یوبل ځای کې الله جل جلاله فرمایي : إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُّبَارَكَةٍ إِنَّا كُنَّا مُنذِرِينَ (3) فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ (٤)

د دې ایت په تفسیر کې امام ابن کثیر رحمه الله لیکي : یعنې د قدر په شپه کې الله جل جلاله د انسانانو او نور مخلوقاتو د یو کال  دعمرونو او رزقونوتقدیر پرښتو ته په لاس ورکوي . ([3])

دقدر شپې وخت

د قدر شپې د وخت په اړه ډېر زیات قولونه دي، چې نژدې اووه څلویښتو ته رسیږي، ځینې علماء وایي چې دا شپه  د کال په اوږدو کې ده خو ډېری علماء په دې اند دي چې دغه شپه د روژې په میاشت کې ده .

بیا له دغو څخه ځینې علماء وایي چې دغه شپه د روژې په ټوله میاشت کې ده خو نور بیا وایي چې د روژې په ورستۍ لسیزه کې ده، بیا له دغو علماوو څخه یې ځینې وایي چې په ټوله لسیزه کې ده او نور بیا وایي چې د وروستۍ لسیزې په تاق شپو کې یوه ده او ځینې یې وایي چې د روژې اوویشتمه د قدر شپه ده .([4])

له دغو قولونو څخه راجح یې دا دی چې د قدر شپه  د روژې میاشتې د وروستۍ لسیزې په تاق شپو کې یوه ده، چې لاندیني احادیث همدا قول تائیدوي :

۱. عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ تَحَرَّوْا لَيْلَةَ الْقَدْرِ فِي الْوِتْرِ مِنَ الْعَشْرِ الْأَوَاخِرِ مِنْ رَمَضَانَ.([5])

ژباړه : عائشه رضی الله عنها نه روایت دی چې محمدصلى الله عليه وسلم ویلي : د قدر شپه د روژې د وروستۍ لسیزې په تاق شپو کې ولټوئ .

۲. عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قَالَ الْتَمِسُوهَا فِي الْعَشْرِ الْأَوَاخِرِ مِنْ رَمَضَانَ لَيْلَةَ الْقَدْرِ فِي تَاسِعَةٍ تَبْقَى فِي سَابِعَةٍ تَبْقَى فِي خَامِسَةٍ تَبْقَى.([6])

ژباړه : ابن عباس رضی الله عنهما روایت کوي چې محمدصلى الله عليه وسلم ویلي دي : د قدر شپې لټه کوئ د روژې د وروستۍ لسیزې کې، په نهه ویشتمه شپه، اوویشتمه شپه، پنځه ویشتمه شپه .

۳. عن أبي بكرة قال : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : التمسوها في تسع يبقين أو في سبع يبقين أو في خمس يبقين أو في ثلاث أواخر ليلة .([7])

ژباړه : ابو بکرة وایي چې ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي ویل یې : د قدر شپه د روژې په یوه ویشتمه، درویشتمه، پنځه ویشتمه، اووه ویشتمه او نهه ویشتمه شپه کې  لټوئ .

دقدر شپه د دې امت ځانگړتيا ده؟

امام مالک رحمه الله وایي چې د قدر شپه د دې امت له ځانگړتیاوو څخه ده، او له شوافعو څخه د (عدة کتاب ) لیکونکی وایي چې دا د ټولو علماوو قول دی؛ خو له روایتونو څخه داسې څرگندیږي چې د قدر شپه د پخوانیو انبیاوو امتونه ته هم ورکړل شوې وه لکه څرنگه چې په حدیث کې راځي :عن أَبَي ذَرٍّ، قال . قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ , أَخْبِرْنِي عَنْ لَيْلَةِ الْقَدْرِ , أَفِي رَمَضَانَ هِيَ , أَوْ فِي غَيْرِهِ ؟ قَالَ: ” فِي رَمَضَانَ ” قُلْتُ: وَتَكُونُ مَعَ الْأَنْبِيَاءِ مَا كَانُوا , فَإِذَا رُفِعُوا رُفِعَتْ ؟ قَالَ: ” بَلْ هِيَ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ ” . قُلْتُ: فِي أَيِّ رَمَضَانَ هِيَ ؟ قَالَ: ” فِي الْعَشْرِ الْأُوَلِ , أَوْ فِي الْعَشْرِ الْأَوَاخِرِ ” . ثُمَّ حَدَّثَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَحَدَّثْتُ , فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ , فِي أَيِّ الْعِشْرِينَ هِيَ ؟ قَالَ: ” الْتَمِسُوهَا فِي الْعَشْرِ الْأَوَاخِرِ ….([8])

ژباړه : ابو ذر رضی الله عنه وایي  ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه د قدر شپې په اړه پوښتنه وکړه چې ایا دغه شپه په روژه کې وي او که له روژې نه پرته په بله میاشت کې هم وي؟ هغه وویل چې د روژې په میاشت کې وي، بیا مې پوښتنه وکړه چې ایا دغه شپه انبیاوو سره  تر هغه وه چې هغوی به ژوندي وو او کله چې به له دنیا څخه ولاړل نو شپه به ورسره هم پورته شوه ؟ هغه وفرمایل چې نه! دا شپه تر قیامته ده. بیا مې وپوښتل  چې د روژې په کومه برخه کې ده؟ هغه وویل چې  یا په لومړۍ لسیزه کې یا وروستۍ لسیزه کې ده، بیا رسول الله صلى الله عليه وسلم وویل او ما هم څه وویل، نو ما پوښتنه وکړه چې ای د الله رسوله!  دغه شپه په کومه لسیزه کې ده؟ هغه وفرمایل چې په وروستۍ لسیزه کې یې لټوئ .

له دې حدیث څخه دوې خبرې ثابتیږي، لومړی دا چې د قدر شپه پخوانیو امتونو هم درلودله، دويم دا چې دقدر شپه د انبیاوو له ځانگړتیاوو څخه نه ده داسې چې څو هغوی ژوندي وو، دقدر شپه به وه او کله چې به وفات شول، دقدر شپه به هم ورسره پورته کېدله .

د قدر شپې فضائل

۱. د قدر شپه له زرو میاشتو غوره ده لکه څرنگه چې الله جل جلاله فرمایي : لَيْلَةُ الْقَدْرِ ڏ خَيْرٌ مِّنْ اَلْفِ شَهْرٍ [القدر]

ژباړه : د قدر شپه له زرو میاشتو غوره ده.

د دې ایت په تفسیر کې علماء وایي، چې دقدر شپه  د هغو زرو میاشتو له عبادت څخه غوره دی چې دقدر شپه په کې نه وي، اوس که حساب ولگوو، نو د انسان منځنی عمر د شپېتوو او اویاوو کلونو تر منځ وي، لکه څرنگه چې په دې حدیث کې راځي : أَعْمَارُ أُمَّتِى مَا بَيْنَ السِّتِّينَ إِلَى السَّبْعِينَ وَأَقَلُّهُمْ مَنْ يَجُوزُ ذَلِكَ.([9])

ژباړه : زما د امتیانو عمرونه د شپېتوو او اویاوو کلونو تر منځ دی او له دوی څخه ډېر کم به له دې څخه اوړي .

 هغه وخت چې انسان یې د الله جل جلاله له عبادت پرته تېروي، په دې ډول دی، پنځلس کلونه له مکلفتیا څخه مخکې، او شل کلونه په خوب کې تېروي داسې چې انسان د ورځې درېیمه برخه یعني اته ساعاته خوب کوي، او شل کلونه دمال گټلو په موخه په کار کې تېروي، ځکه چې انسان په منځني ډول اته ساعاته کار کوي، او نژدې دوه کاله په خوراک، څښاک، او د نورو اړتیاوو پوره کولو په موخه تېروي، چې له دې وروسته د انسان نژدې کم اوزيات درې کاله عمر پاتې کیږي داسې چې د ځینو له دریو کلونو څخه زیاتیږي او د نورو کمیږي، نو انسان په دومره کمه موده کې به څومره عبادت وکړي، او په قیامت کې به څنگه د دومره ثواب هیله ولري چې پر مټ یې کامیاب شي، نو له همدې امله  الله جل جلاله په خپلو بندگانو یو ستر احسان وکړ چې داسې یوه شپه يې ورپه  برخه کړه چې په کې عبادت یې د درې اتیا کاله او څلورو میاشتو له عبادت سره برابریږي .

نو باید له دې شپې څخه هر څومره چې شونې وي  گټه پورته کړل شي، او هغه تن په لوی تاوان کې دی چې د دې شپې له خیر څخه محروم شي لکه چې محمدصلى الله عليه وسلم وایي : إن هذا الشهر قد حضركم . وفيه ليلة خير من ألف شهر . من حرمها فقد حرم الخير كله . ولا يحرم خيرها إلا محروم.([10])

ژباړه : بېشکه د روژې میاشت تاسو ته راغلې ده او په دې کې یوه شپه له زرو میاشتو څخه غوره ده، څوک چې د دې له خیر څخه بې برخې شو، هغه له ټول خیر څخه بې برخې شو، او له خیر څخه یې نه بې برخې کیږي مگر بې خیره تن .

۲. په دې شپه کې تر ټولو غوره پرښته جبرائیل امین او نورې پرښتې ځمکې ته راځي، الله جل جلاله وایي : تَنَزَّلُ الْمَلٰىِٕكَةُ وَالرُّوْحُ فِيْهَا بِاِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ اَمْرٍ. [القدر]

ژباړه : په دې شپه کې پرښتې او روح (جبرئیل امین) د خپل رب په اجازه، د هر کار لپاره راکښته کیږي .

۳. تر سهار پورې په دې شپه کې سلامتي، د الله جل جلاله رحمت او برکات او انوارات وي، الله جل جلاله وایي : سَلٰمٌ هِيَ حَتّٰى مَطْلَعِ الْفَجْرِ [القدر]

ژباړه : دغه شپه تر سهار ختلو پورې له سره تر پایه سلامتیا ده . یعنې په دې شپه کې دالله جل جلاله رحمت او برکات نازلیږي او شیطانان هېچا ته زیان نه شي رسولای .

۴. څوک چې په ایمان او د ثواب په نیت سره دغه شپه ژوندی کړي، پخواني ټول گناهونه یې بخښل کیږي .

محمدجل جلاله فرمایي : قَالَ مَنْ قَامَ لَيْلَةَ الْقَدْرِ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ وَمَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ.([11])

ژباړه : څوک چې ایمان او د ثواب په نیت  د قدر  شپه  په عبادت  تېره کړي، د هغه  مخکېنې ټول گناهونه بخښل کیږي، او څوک چې دایمان او ثواب په نیت د رمضان  روژه ونیسي، دهغه تېر  ټول گناهونه بخښل کیږي .

۶.  د قدر شپې دپټولو کې حکمت

عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ قَالَ خَرَجَ النَّبِيُّ جل جلاله لِيُخْبِرَنَا بِلَيْلَةِ الْقَدْرِ فَتَلَاحَى رَجُلَانِ مِنَ الْمُسْلِمِينَ فَقَالَ خَرَجْتُ لِأُخْبِرَكُمْ بِلَيْلَةِ الْقَدْرِ فَتَلَاحَى فُلَانٌ وَفُلَانٌ فَرُفِعَتْ وَعَسَى أَنْ يَكُونَ خَيْرًا لَكُمْ فَالْتَمِسُوهَا فِي التَّاسِعَةِ وَالسَّابِعَةِ وَالْخَامِسَةِ.([12])

عباده بن الصامت رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم را ووت څو موږ ته دقدر شپه را وښیي، چې له مسلمانانو څخه دوو کسانو یویل سره شخړه وکړه، نو محمدصلى الله عليه وسلم وفرمایل : زه را ووتلم څو تاسې ته دقدر شپه در په گوته کړم خو فلاني او فلاني یوبل سره شخړه وکړه، چې له امله یې دقدر شپه پټه کړل شوه ، کېدای شي په دې کې تاسو ته خیر وي، نو دغه شپه لټوئ په نهه ویشتمه، اوه ویشتمه او پنځه ویشتمه شپه کې .

حدیث څخه ثابتیږي چې مسلمانان دخپل منځي شخړو له امله له لوی خیر څخه بې برخې کیږي، او بله دا چې  دقدر شپې  ټاکل شوې نیټه پټه شوه، محمدصلى الله عليه وسلم صحابه وو ته وویل چې په دې کې خیر دی، دا ځکه چې که چېرې د قدر شپې ټاکلې ورځ معلومه وی، نو هر تن به یوازې دقدر په شپه کې عبادت کاوه، او  په نورو شپو کې یا د کال په اوږدو کې به په دې ډاډه و چې دکال په اوږدو کې دعبادت اړتیا نشته، دقدر شپې عبادت د درې اتیا کلونو او څلورو میاشتو دعبادت برابر دی، نو له دغې ناغیړي او لټي څخه د خوندیتوب په موخه د قدر شپې ټاکلی وخت پټ کړل شو .

امام بغوي رحمه الله وایي : الله جل جلاله دقدر شپه پټه کړه څو بندگان  د رمضان په شپو کې د عبادت هڅه وکړي، لکه څرنگه چې الله جل جلاله دجمعې د ورځې هغه گړۍ پټه کړې ده په کومه کې چې دعا ژر قبلیږي، او دغه راز منځنۍ لمونځ یې په پنځو لمنځونو کې پټ کړی دی څو بندگان د ټولو لمونځونو ترسره کولو هڅه وکړي او اسم اعظم یې پټ کړی دی، څو دالله ټولو نومونه ته مخه کړي، او دقیامت ورځ یې پټه کړې ده څو بندگان هر وخت ورته چمتو و اوسي .

ايا دقدر شپې ليدل شونې دي

هو! دقدر شپه لیدل شونې ده دا سې چې الله جل جلاله یې ځینو بندگانو ته وروښيي او هغوی په دې شپه کې داسې څه وویني چې هغه د عادت خلاف وي، لکه ونې په سجده وویني، انوارات او برکات وویني، خو دا اړینه نه ده چې هر څوک دې دقدر په شپه کې دعادت خلاف کارونه ویني، بلکې پکار ده چې دقدر په شپه کې عبادت، الله  جل جلاله ته زارۍ، او ورڅخه دعاوې وغواړي .

د قدر شپې لټه

د قدر شپه لټول مستحب کار دی لکه څرنگه چې له پورتنیو احادیثو څخه ثابتیږي .

د قدر شپې نښې

د قدر شپې لاندېنۍ نښې په احادیثو کې راغلي دي .

لومړۍ نښه : د قدر شپې په سبا باندې به لمر داسې راخېژي چې وړانگې به نه لري .([13])

دوهمه نښه :  دقدر شپه معتدله وي نه گرمه او نه هم یخه،  او نه په کې شیطانان په شهاب ثاقب ویشتل کیږي .([14])

درېمه نښه : د قدر په شپه کې دنورو شپو په پرتله زړه زیات ډاډه وي .

څلورمه نښه : په قدر شپه کې عبادت کوونکی دنورو شپو په پرتله له عبادت څخه زیات خوند اخلي .

يادونه: ځینې خلک دقدر شپې داسې نښې بیانوي چې په احادیثو کې اصل نه لري .

لکه وایي چې په دې شپه کې سپیان نه غاپي، باران به په کې نه وریږي، حال دا چې دبخاري په یو روایت کې راځي چې دقدر په شپه کې باران شوی و او محمدصلى الله عليه وسلم په خټو کې سجده کړې وه .

چې په تندي او پزه یې دخټې نښانې لیدل کېدې ، ځینې خلک وایي چې د قدر په شپه د سیند مالگینې اوبه خوږیږي، چې دا هم اصل نه لري، ځینې نور بیا وایي چې په دې شپه کې ونې او بوټي سجده کوي چې دا په احادیثو کې ثبوت نه لري .

قدر شپه کې بايد څه وشي

مستحب ده چې د قدر شپه ولټول وشي او په عبادت باندې ژوندی کړل شي، نوافل، تلاوت، ذکر او له الله جل جلاله څخه په کې باید خپلې اړتیاوې وغوښتل شي .

د قدر شپې دعا

که څه هم دقدر په شپه کې هر ډول دعا کولای شئ؛ خو غوره ده چې لاندینی دعا په کې زیاته وشي، ځکه چې دا دقدر دشپې ځانگړې دعا ده : اللَّهُمَّ إنَّكَ عَفُوٌ تُحِبُّ العَفْوَ فَاعْفُ عَنّي.

اوسمهال مسلمانان ډېرو ناخوالو سره لاس او گرېوان دي، هر ځای کې مسلمانانو باندې ظلم کیږي، په مصر کې، سوریه، عراق  او زموږ  هېواد افغانستان کې پر مسلمانانو باندې ظلمونه ستاسو له سترگو څخه پټ نه دي؛ نو د قدر په شپه کې دمسلمانانو دحالت لپاره هم دعاوې  وکوئ .

 

اللهم ارنا الحق حقا وارزقنا اتباعه وارنا الباطل باطلا وارزقنا اجتنابه



[1] . ابن کثیر ۶/۴۹۷ ط: دارالکتاب العلمي

[2] . عمدة القاري ۱۱/۱۸۳ط: دار الکتب العلمیة

[3] . تفسیر ابن کثیر ۵/۵۳۸ دار الکتاب العلمي

[4] . معارف السنن ۵/۵۱۷-۵۱۸

[5] . صحیح البخاري ۱/۵۳۶ حدیث شمېره: ۲۰۱۷

[6] . صحیح البخاري ۱/۵۳۶ حدیث شمېره: ۲۰۲۱

[7] . جامع الترمذي ۱/ ۳۷۱ حديث شمېره :۷۹۴

[8] . تفسير ابن کثير۶/۵۰۲

[9] . جامع الترمذي ۲/۱۶۲ حدیث شمېره: ۲۳۳۱

[10] . سنن ابن ماجه، حدیث شميره: ۱۶۴۴

[11] . صحیح البخاري ۱/ ۵۰۸ حدیث شمېره: ۱۹۰۱

[12] . صحیح البخاري ۱/۵۳۷ حدیث شمېره: ۲۰۲۳

[13] . مسند احمد بن حنبل، حدیث شمېره 21197

[14] . کنز العمال، حدیث شمېره :  24051

1 څرګندونه on د قدر شپه

  1. اظهارالدین // July 12, 2014 at 12:29 pm //

    ډیر په زړه پوری معلومات مننه

Comments are closed.