وروستي:

زموږ په اړه

پېژندنه

افغان بنسټ يوه ناگټندويه، ښوونيزه، علمي، خدماتي او بلندويه ټولنه ده، چې یو گڼ شمېر باوري شخصيتونو په افغانستان كې د نورو خواخوږو اړخونو او شخصيتونو سره په همږغۍ او تفاهم داسي يو افغاني جريان را منځ ته كړ، چې د خلكو پ‍ه مرستو به تر يوه حده د ولس اړتياوو ته مثبت ځواب ووايي څو افغاني ټولنې ته داسې کدرونه وړاندې کړي، چې د خپل دین او کلتور په غېږ کې په ديني او عصري زده کړو سمبال او په نبوي اخلاقو روزل شوي وي.

اړتیا

د افغانستان په هغو سيمو كې چې په عادي توگه ښوونيز او ټولنيز خدمات نه تر سره كيږي، د خلكو د اړتياوو د پوره كولو لپاره يوه چاره په كار وه په دې موخه گڼ شمېر باوري شخصيتونو په افغانستان كې د نورو خواخوږو اړخونو او شخصيتونو سره په همږغۍ او تفاهم داسي يو افغاني جريان را منځ ته كړ، چې د خلكو په مرستو به تر يوه حده د ولس اړتياوو ته مثبت ځواب ووايي څو افغاني ټولنې ته داسې کدرونه وړاندې کړي چې د خپل دین او کلتور په غېږ کې په ديني او عصري زده کړو سمبال او په نبوي اخلاقو روزل شوي وي.

موخې

۱- افغان ماشومانو او ځوانانو ته د متوازنو ښوونو او روزنو نعمت رسول.

۲- په بېلابېلو موضوعاتو کی علمي څېړنې تر سره کول.

۳- د ولس د هوساینی لپاره ټولنیز خدمتونه وړاندې کول.

۴- د عامه اصلاح لپاره بېلابېل پروگرامونه برابرول.

ځای:

د افغان بنسټ مركزي دفتر په پلازمېنه كابل كې دى، چې له اړتيا، شونتيا او کاري پراختيا سره سم د هېواد په هره برخه کې خپلې څانگې او فرعي دفترونه پرانيزي.