ماشوم او راتلونکی يې
ليکنه: مولوي فضل محمد فيضان يوازې د آدم عليه السلام او بي بي حوا د ماشومتوب په اړه نه پوهيږو، نور که د انسان پېدايښت ته ځير شو، نو هر انسان دماشومتوب دوره تيره کړې ده. زموږ د خوږ پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم په ګډون ټولو پيغمبرانو د ماشومتوب دوره تېره کړې ده . تاسې چې په نړۍ [...]