وروستي:

افغان دارالعلوم کې د فضيلت پګړۍ تړلو په وياړ پرتمينه غونډه وشوه

حماد

د رواني ليندۍ مياشتې په ۱۴ مه نېټه (پنجشنبه) افغان دارالعلوم کې د فضيلت د پګړۍ تړلو په وياړ ستره او پرتمينه کلنۍ غونډه ترسره شوه، دا غونډه چې ۱۵ تنه عالمانو او ۲۲ تنه حافظانو  ته د فضيلت د پګړۍ تړلو په وياړ جوړه شوې وه له بېلابېلو سيمو څخه زرګونو کسانو پکې  ګډون کړی و.

غونډه د قرآن کريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې يو شمېر مشهورو ترانه ويونکو نعتونه وويل، او بيا د افغان بنسټ د مشرتابه په استازيتوب ښاغلي مولوي فضل محمد فيضان وينا وکړه، لومړی يې له ټولو راغلو مېلمنو څخه مننه وکړه او بيا يې په ښوونيز ډګر کې د افغان بنسټ د فعاليتونو په اړه د غونډي ګډونوالو ته لنډ معلومات ورکړل، ورپسې د افغان دارالعلوم د کوچنيو زده کوونکو د برنامې وار وو، په دې برنامه کې چې نطاقي يې د يوتن زده کوونکي فيض الرحمن له خوا کېدله، نوموړي په لومړي سر کې يې په فصيحه عربي ژبه راغلو مېلمنو ته هرکلی ووايه، ورپسې څو تنه کوچنيو طالب العلمانو په (عربي، انګليسي، دری او پښتو) ژبو ويناوې وکړې چې د ناستو ګډونوالو له لورې ډېره وستايل شوه او د ټولو د خوښۍ وړ وګرځېدله.

له دې برنامې وروسته د هېواد د وتلي شخصيت شيخ الحديث ښاغلي محمد ګل وهاج نوبت و، نوموړي د افغان بنسټ هغه علمي او ټولنيز خدمتونه وستايل چې له څو کلونو راهيسې يې درنو هېوادوالو ته وړاندې کوي، په ځانګړې توګه د افغان دارالعلوم کم ساری خدمت.

نوموړي د کوچنيانو برنامې ته په اشارې سره وويل چې علماء کله هم د عصري علومو خلاف نه دي؛ بلکې پر دې ټينګار کوي، ښاغلي وهاج د افغان دارالعلوم هغه هڅې وستايلې چې په پايله کې يې داسې شاګردان ټولنې ته وړاندې کړي چې نه يوازې په ديني علومو؛ بلکې په عصري علومو کې هم ډېر تکړه او پرمختللي دي.

د وهاج صاحب له وينا وروسته د افغان دارالعلوم د شيخ الحديث محب الله صاحب له لورې د بخاري شريف وروستی حديث بيان شو، نوموړي د دوره حديث شاګردانو ته د علمي نکتو ترڅنګ يو شمېر نصيحتونه هم وکړل، دغه راز يې راغلي خلک وهڅول چې په ټولو چارو کې د الله جل جلاله د دين اطاعت او پيروي وکړي.

د بخاري شريف له ختم وروسته، د افغان دارالعلوم مدير ښاغلي مفتي نورالله عزام له ټولو راغلو مېلمنو څخه د زړه له تله مننه وکړه او هغو طالب العلمانو ته چې غواړي په افغان دارالعلوم کې د حديثو دوره وکړي ډاډ ورکړ چې اسانتياوې ورته برابرولای شي.

ورپسې د علماوو له لورې فارغانو ته د فضيلت پګړۍ ور په سر شوې.

غونډه د نيمروز ولايت د مرکزي جامع مسجد خطيب او وتلي شخصيت مولانا عزيز احمد خطيبي له خوا په اختتامي دعا سره پای ته ورسېدله.

افغان دارالعلوم چې د کابل ښار په ختيځ بګرامي ولسوالۍ احسان ښارګوټي کې موقعيت لري، د هېواد په کچه کمسارې مدرسه ده چې د مخلصو او ماهرو استاذانو او اداري کارکوونکو په درلودلو سره يې په لنډ وخت کې په علمي کړيو کې ځانګړی مقام ترلاسه کړ، افغان دارالعلوم په دننه کې د څلرويشت ساعته منظم نظام ترڅنګ خپل ځانګړی شپاړس کلن ښوونيز نصاب لري چې د ماهرو او متخصصو علماوو او پوهانو له لورې چمتو شوی دی.

افغان دارالعلوم د اهل خير هېوادوالو په بسپنه چلېږي او اوسمهال پکې د ابتدائيې ترڅنک له لومړۍ درجې تر دوره حديث پورې خواوشا شپږ سوه زده کوونکي زده کړي کوي چې څلور سوه يې ليليه او دوه سوه يې نهاري دي.