وروستي:

د هېواد د مشهور روحاني شخصيت، د سياه بند حضرت صاحب د وفات له امله د افغان بنسټ د مشرتابه د تسليت پيغام

بسم الله الرحمن الرحيم

په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد منلی، مبارز او مصلح شخصيت د سياه بند حضرت صاحب سيد عبدالقديرجان آغا د ورپېښې ناروغۍ له وفات شوی دی.
انا لله و انا اليه راجعون،
حضرت صاحب د يو اغېزمن روحاني پېشوا ترڅنګ د افغانستان په معاصر تاريخ کې يو له هغو شخصيتونو څخه و چې د هر بهرني يرغل په وړاندې يې تر خپله وسه عملي او نظري مبارزه کړې او د خپلمنځي شخړو هوارولو کې يې تل د ښه مصلح او مربي رول لوبولی.
د مرحوم حضرت صاحب وفات نه يوازې زرګونو موريدانو؛ بلکې د افغانستان د ټول ولس لپاره يوه ستره ضائعه ده، الله جل جلاله دې د هغوی ټولې قربانۍ او کوششونه په خپل عظيم دربار کړي قبول وګرځوي او الله تعالی دې له نبيانو، صديقينو او شهداوو سره يو ځای د جنت لوړ مقام ور نصيب کړي.
د مرحوم حضرت صاحب درنې کورنۍ، شاګردانو، متعلقينو او ټول ولس ته د نوموړي د وفات له امله تسليت وايم.
اللهم لا تحرمنا أجره ولا تفتنا بعده واغفر لنا وله، آمين

مولوي عبدالسلام ضعيف
د افغان بنسټ مشر