وروستي:

رب مو وايي: ما رابولئ!! (۳)

د دعاء تعریف

د عاء په لغت کې غوښتنې او عاجزي ته ویل کیږي او په اصطلاح کې په عاجزۍ سره له خپل پالونکي څخه د بنده غوښتنې ته دعا ویل کیږي، خو کله ناکله دعاء  د الله پاکي او ستاینې ته هم کارول کیږي.

 دعاء یو له غوره عبادتونو څخه ده، دعاء د مسلمان  وسله ده دغه راز دعاء له الله جل جلاله سره د اړیکې جوړولو او هغه ته د نژدې کېدو یو ښه وسیله ده.

دعاء ذکر دی:

ذکر په لغت کې یادونې ته وایي او په اصطلاح کې له بې پروايۍ او هېرې څخه  ځان ژغورلو ته ذکر ویل کیږي، بې پروایي: له یادېدنې سره سره د یو څه پرېښودلو ته ویل کیږي او په هېره سره د یو څه پرېښودلو ته هېره (نسیان) ویل کیږي.

ذکر په درې ډوله دی ۱: د الله د نومونو او صفتونه یادونه او د الله ستاینه او پاکي بیانونه، د الله توحید او له هغه څه د الله پاکي بیانول چې ورسره نه ښایي.

۲: د امر، نهي، حلالو، حرامو او د نورو احکامو ذکر په دې معنی له څه چې الله منع کړي یو، هغه پرېږدو او څه چې یې راته حلال ګرځولي، هغه حلال وګڼو او څه چې یې حرام کړي دي، هغه حرام وګڼو.

۳: د الله د لورېینې، پېرزوینې او ورکړې یادونه چې دا هم د ذکر له سترو ډولونه څخه دی.

بیا ذکر په درې ډوله دی:

۱: په زړه او ژبې دواړو په یو وخت د الله یادونه داسې چې زړه دې هم د هغه په یادونې بوخت وي او ژبه دې د ذکر توري وایي چې دا د ذکر تر تولو لوړه درجه ده.

۲: یوازې په زړه د الله جل جلاله یادونه چې دا د ذکر دویمه درجه ده.

۳: د ذکر دریمه درجه دا ده چې یوازې په ژبه الله یاد کړې.

د دعاء ډولونه

د دعاء په دوه ډوله ده.

د عبادت دعاء : په ځانګړو عبادتونو له الله څخه بدله غوښتل او دهغه له قهر او غوسې څخه ځان ساتل لکه د لمانځه په کولو، دروژې په نیولو، د زکاة په ورکولو، دحج په کولو، دقرباني په کولو او دهغه په نوم د نذر په نیولو او داسې نورو فعلي عباداتنو سره موږ له الله جل جلاله څخه د قال په ژبه غوښتنه کوو او د حال په ژبه یې ورڅخه بدله غواړو او ورته وایو چې تېروتنې او ګناهونه مو و بخښه چې دا هم د غوښتنې او دعاء یو ډول دی.

د عبادت دعاء حکم

د دعاء دا ډول یوازې له الله جل جلاله سره ځانګړی دی که څوک دا ډول دعاء له الله پرته له بل چا وغواړي نو له اسلام څخه وځي”معاذالله”.

د همدې دعاء په اړه الله جل جلاله وایي : وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِين (غافر: ۶۰)

ژباړه: او رب مو ویلي چې ما رابولئ، دعاء به مو قبوله کړم، بېشکه هغه کسان چې زما له عبادته لویي کوي، ډېر ژر به په سپکاوي دوزخ ته ننوځي

بل ځای الله جل جلاله وایي: قُلْ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ، لاَ شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَاْ أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ (الانعام: ۱۶۲/ ۱۶۳)

ژباړه: ووایه: بېشکه زما لمونځ، قرباني، ژوند او مرګ ټول الله لره دي چې د کائناتو پالونکی دی، هیڅ شریک نه لري او په دې ماته امر شوی دی او زه د مسلمانانو لومړنی یم.

د دعاء دویم ډول د غوښتنې دعاء ده، یانې موږ له الله جل جلاله څخه خپلې غوښتنې او هغه څه چې موږ ته ګټور دي، غواړو او له هغه څه ترې پناه غواړو چې موږ ته په دنیا یا اخرت کې زیان رسوونکي وي.

د غوښتنې د دعاء حکم:

د غوښتنې دعاء یوازې له الله جل جلاله سره ځانګړې نه ده؛ نو ځکه ماتحت الاسباب څه (هغه څه چې انسان یې دکولو واک لري) له انسان څخه غوښتلی شو لکه اوبه، خواړه، او داسې نور هغه څه چې د انسان په وس کې وي، د دې په اړه محمد صلی الله علیه وسلم وایي: “من سأل بالله فأعطوه، ومن استعاذ بالله فأعيذوه، ومن دعاكم فأجيبوه، ومن صنع إليكم معروفاً فكافئوه، فإن لم تجدوا ما تكافئونه فادعوا له حتى تروا أنكم قد كافأتموه”( أبو داود برقم 1672، او النسائي 5/82، اوأحمد في المسند 2/68، 99).

ژباړه: څوک چې د الله په نوم څه وغواړي نو ور یې کړئ، او څوک چې په الله پناه وغواړي نو پناه ورکړئ او څوک چې بلنه درکړي، بلنه یې ومنئ او څوک چې درسره ښه وکړي نو بدله یې ورکړئ او که داسې څه و نه مومئ چې ورته پرې بدله ورکړئ نو ورته تر هغه ورته دعاء کوئ څو باوري شئ چې بدله مو ورکړه.

خو که له انسان څخه مافوق الاسباب څه (هغه څه چې د انسان په وس کې نه وي) وغوښتل شي نو انسان پرې له اسلامه وځي، برابره خبره ده که هغه تن موجود وي او که غائب، مړ وي او که ژوندی د بېلګې په توګه که څوک ووایي : ای فلانکیه! زما ناروغ جوړ کړه یا ما ته زوی راکړه یا داسې نور څه ترې وغواړي چې د انسان په وس کې نه وي؛ نو له الله پرته له بل چا نه داسې غوښتنې کول انسان له سترې نیکمرغۍ اسلام څخه وباسي او د شرک په تیارو کې یې ننه باسي.

د داسې غوښتنو په اړه الله جل جلاله وایي : وَإِن يَمْسَسْكَ اللّهُ بِضُرٍّ فَلاَ كَاشِفَ لَهُ إِلاَّ هُوَ وَإِن يَمْسَسْكَ بِخَيْرٍ فَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدُير(الانعام: ۱۷)

ژباړه: او كه الله کوم کړاو در ورسوي؛ نو له هغه پرته یې هیڅوک ليرې کوونکی نشته او كه كومه ښېگڼه در ورسوي؛ نو هغه پر هرڅه واکمن دی. (۱۷)

بل ځای الله وایي : وَلاَ تَدْعُ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لاَ يَنفَعُكَ وَلاَ يَضُرُّكَ فَإِن فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِّنَ الظَّالِمِينَ، وَإِن يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلاَ كَاشِفَ لَهُ إِلاَّ هُوَ وَإِن يُرِدْكَ بِخَيْرٍ فَلاَ رَآدَّ لِفَضْلِهِ يُصيبُ بِهِ مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِ وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ(یونس: ۱۰۶/ ۱۰۷).

ژباړه: اوله الله پرته هغه څه مه رابوله چې نه ګټه در رسولی شي او نه زیان، که داسې دې وکړل؛ نو له تیري کوونکو به یې.  (106)

او كه الله کوم كړاو در ورسوي نو له هغه پرته یې لیرې کوونکی نشته او که هغه درته د ښېګڼې اراده وکړي نو دهغه د پېروزوینې ګرځوونکی نشته، له خپلو بندګانو چې چا ته وغواړي رسوي یې او هغه بخښوونکی، لورونکی دی (107)

همدارنګه الله جل جلاله وایي :إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ عِبَادٌ أَمْثَالُكُمْ فَادْعُوهُمْ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (الاعراف:۱۹۴)

ژباړه: بېشكه هغه كسان چې له الله پرته يې رابولئ،  تاسې غوندې بندگان دي؛ نو را و یې بولئ، که رښتوني یاست، ځواب به درکړي. (۱۹۴)

همداراز هغه وایي: وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ لاَ يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَكُمْ وَلآ أَنفُسَهُمْ يَنصُرُونَ (الاعراف: ۱۹۷).

ژباړه: او له هغه پرته چې څوک رابولئ، نه ستاسې مرسته کولی شي او نه د خپلو ځانونو مرسته کولی شي. (۱۹۷)

او بل ځای وایي: وَمِنَ النَّاسِ مَن يَعْبُدُ اللَّهَ عَلَى حَرْفٍ فَإِنْ أَصَابَهُ خَيْرٌ اطْمَأَنَّ بِهِ وَإِنْ أَصَابَتْهُ فِتْنَةٌ انقَلَبَ عَلَى وَجْهِهِ خَسِرَ الدُّنْيَا وَالآخِرَةَ ذَلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ (۱۱) يَدْعُواْ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لا يَضُرُّهُ وَمَا لا يَنفَعُهُ ذَلِكَ هُوَ الضَّلالُ الْبَعِيدُ (۱۲) يَدْعُواْ لَمَن ضَرُّهُ أَقْرَبُ مِن نَّفْعِهِ لَبِئْسَ الْمَوْلَى وَلَبِئْسَ الْعَشِيرُ (۱۳).

ژباړه: او له خلکو ځینې داسې دي چې په یو څنډه د الله عبادت کوي نو که ورته ښېګڼه ورسیږي، پرې ډاډه شي او که ورته ستونزه ورسیږي، په خپل مخ وګرځي، دنیا او اخرت یې وبایلل او دا څرګند زیان دی (۱۱) له الله پرته هغه څه رابولي چې نه ورته زیان رسولی شي او نه ګټه، دا لیرې لارورکي ده(۱۲) هغه څوک را بولي چې له ګټې یې زیان ډېر نژدې دی، ډېر بد دوست او ډېر بد ملګری دی(۱۳).

 ليکنه:  مفتي عبدالحق حقاني