وروستي:

بيع (راکړه ورکړه) – درېیمه برخه

لیکنه: مولوي سیف الله ساعي

د دوکې په صورت کې پلورونکي ته اختيار

په پورتني حديث کې يوه مسئله دا راغله چې که د مال اخيستونکي د مال پلورونکي ته دوکه ورکړه نو کله چې تجار بازارته راشي او له اصلي قيمت او ارزښت څخه يې خبر شي هغه اختيار لري چې خپل مال له اخيستونکي څخه واپس تر لاسه کړي د احنافو ډېر شمېر علماء وايي : چې په دې کې د پلورونکي نيمګړتياده چې له اصلي قيمت څخه له خبرېدو مخکې يې مال وپلوری نو دواپس اخيستلو اختيار نه لري خو په احنافوکې ابن همام د فتح القدير ليکونکی وايي د دوکې په صورت کې پلورونکی د واپس اخيستلو حق او اختيار لري .

همدا رنګه په يوبل حديث کې راځي : عن جابر قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : لايبيع حاضر لباد , دعوا الناس يرزق الله بعضهم من بعض [1]

له جابر رضي الله عنه څخه روايت دی وايي : چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : هيڅ بازاري دې د صحرايي مال نه پلوري پرېږدئ خلک چې الله جل جلاله د ځينو په لاس ځينو نوروته روزي ورکړي .

د دې حديث معنا دا ده چې يو بازاري صحرايي ته وايي چې دا مال دې ماته راوسپاره ته يې په خپله مه پلوره زه به يې هغه وخت درته وپلورم چې ډېره ګټه ترلاسه شي  خو که ته يې وپلورې نو لږ ګټه به تر لاسه کړې نو له دې څخه رسول الله صلی الله علیه وسلم منع کړې ده اود منعې لامل يې دبازار خلکو او وګړيو ته ضرر او زيان رسېدل دي خو که په کوم ځای کې خلکو ته زيان نه رسيږي بيا داسې کول پروا نه کوي .

 محاقله او مزابنه

عن أبي هريرة قال نهى رسول الله صلی الله علیه وسلم عن المحاقلة والمزابنة [2]

ژباړه : له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د محاقلې او مزابنې راکړې ورکړې څخه منع کړې ده .

محاقله هغه راکړه ورکړه ده چې لاس ته راغلې غله دانه په هغه غله دانه ورکړل شي چې په وږو کې وي له دې څخه ځکه منع راغلې ده چې دلاس ته راغلې او چمتو غلې دانې پېمانه او تول کول خو شوني دي خو هغه غله دانه چې په وږو کې وي د هغه اندازه معلومول شوني نه دي او غله چې په غله ورکړل شي جنس يې هم يو وي برابري پکې شرط ده که برابري نه وي بيا سود کيږي .

همدا رنګه که دا ډول راکړه ورکړه په مېوو کې وشي نو دېته بیا مزابنه ويل کيږي او دهغې حکم هم د محاقلې غوندې دی . او په يو بل حديث کې د داډول راکړو ورکړو په هکله راغلي : عن ابن عمر رضي الله عنهما أن النبي صلی الله علیه وسلم نهى عن بيع الثمر بالتمر كيلا وعن بيع العنب بالزبيب كيلا , وعن بيع الزرع بالحنطة كيلا [3]

ژباړه :له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د تيارو شکېدليو خرماو د راکړې ورکړې څخه منع کړې ده  په هغو خرماو چې په ونه کې وي په تول سره او د تيارو شکېدليو انګورو د راکړې ورکړې څخه يې منع کړې ده په هغو انګوروچې په ونه کې وي په تول سره او همدارنګه د تيارو غنمود راکړې ورکړې څخه منع کړې په هغو غنمو  چې په وږو کې وي په تول سره .

ملامسه او منابذه

عن أبي سعيد الخدري : أن النبي صلی الله علیه وسلم نهى عن بيعتين وعن لبستين و أما البيعتان فالملامسة والمنابذة , وأما اللبستان فاشتمال الصماء وأن يحتبي الرجل في ثوب واحد كاشفا عن فرجه أو ليس على فرجه منه شيء . [4]

ژباړه : له ابوسعيد خدري رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له دوو راکړو ورکړو او دووډولوجامو اغوستلو څخه منع کړې ده  دوې راکړې ورکړې يوه ملامسه او بله منابذه ده او دوه ډوله جامې يو هغه جامه چې په يوه اوږه يې را واچوي او بله اوږه يې ځنې ښکاري او بل ډو ل هغه جامه چې د پښو په سر ناست وي او په ځان يوه جامه داسې را تاو کړي چې شرمګاه يې ځنې ښکاري او يا يې په شرمګاه کومه جامه نه وي .

 ملامسه : هغه راکړې ورکړې ته ويل کيږي چې اخيستونکی او پلورونکی د راکړې ورکړې خبرې سره کوي خو کله چې اخيستونکي په شي لاس ووهي نو هغه شی د هغه شو بيا که د پلورونکي خوښه وه اوکه نه دا ډول راکړه ورکړه داسلام نه مخکې وه خو اسلام دا ناروا وګڼه .

منابذه : هغه راکړې ورکړې ته ويل کيږي چې اخيستونکی او پلورونکی د راکړې ورکړې خبرې سره کوي خو پلورونکی شی د اخيستونکي لوري ته ور واچوي نو هغه شی بيا د اخيستونکي شي که يې زړه غواړي او که نه دا ډول راکړه ورکړه هم د اسلام نه وړاندې وه چې اسلام بيا منع کړه .

غرر او حصاة :

عن أبي هريرة أن النبي صلی الله علیه وسلم نهى عن بيع الغرروزاد عثمان والحصاة[5]

ژباړه : له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د غرر  او حصاة راکړې ورکړې څخه منع کړې ده .

غرر : هغه راکړې ورکړې ته ويل کيږي چې په هغې کې يو ډول دوکه وي . دردير رحمه الله يو عالم دی وايي : چې غرر دا دی چې يو کس يوه اندازه ځمکه داسې وپلوري چې د ځمکې سر او پای په ډبره ويشتلو سره معلوم کړي چې له يو لوري څخه به ډبره واروي چې کوم ځای ته ورسېده نو تر هغه ځايه به ځمکه د اخيستونکي کيږي او يا داسې چې د هر يوه له لوري په يو شي ډبره ولوېدله هغه به د اخيستونکي کيږي لنډه دا چې کله هم يو ډول دوکه په راکړه ورکړه کې راشي هغه ته غرر ويل کيږي .

حصاة : هغه راکړې ورکړې ته ويل کيږي چې يو له اخيستونکي اوپلورونکي څخه ووايي : چې کله مې ډبره در واچوله نو راکړه ورکړه به تر سره کيږي .

 د غرر درې ډولونه

۱- لومړی دا چې پلورل شوی توکی يا قيمت او ارزښت معلوم نه وي معنا دا چې د کوم شي راکړه ورکړه کيږي هغه معلوم نه وي لکه  د حصاة په راکړه ورکړه کې چې دا نه معلوميږي ډبره به په کوم شي لګيږي په دې کې د پلورلو توکی معلوم نه دی يا يې قيمت معلوم نه وي چې دا په څو دی .

۲- د غرر دويم ډول دا دی چې پلورونکی د پلورل شوي توکي د سپارلو وس او تون ونه لري لکه د څاروي په نس کې د بچي پلورل ،يا په اوبو کې د ماهي پلرول ، او يا هم په هوا کې د مرغه پلورل دا ټول داسې دي چې پلورونکی يې سمدلاسه اخيستونکي ته نه شي سپارلی .

۳- د غرر درېيم ډول دا دی چې د پلورل شوي توکي سپارل په يو داسې شي پورې وتړي چې د هغه را منځته کېدل معلوم نه وي چې را منځته به شي او که نه لکه يو څوک بل چا ته ووايي : چې فلانی شی په تاپلورم پيسې يې اوس راکړه او پلورل شوی توکی به هغه وخت در کوم چې داسې داسې وشول نودا هم د غرر يو ډول دی ځکه دا نه ده څرګنده چې داسې دا سې به وشي او که نه او يا به څه وخت وشي .



[1] / وفيه أيضا …….

[2] / الترمذي

[3] / ابواداو 540/ رقم 3361.

[4] /وفيه أيضا رقم 3377.

[5] /ابوداود 541/رقم 3376.