وروستي:

قناعت یواځنی حل دی

قال رسول الله صلي الله عليه وسلم: قد افلح من أسلم ورزق کفافا وقنعه الله بما آتاه (مسنداحمد ۲ټوک مخ ۱۶۸) ژباړه: هغه څوک بریالی دی چې اسلام یې ومانه او داړتیا پوره کیدلوپه اندازه روزي ورته ورسیده او الله په هغه شي قناعت ورکړ چې کوم یې ورکړي دي.

لوی څښتن ددې نړۍ نظام داسي جوړ کړی دی چې دلته هیچاته هم هرڅه نه رسیږي له دې ستونزې سره هرڅوک لاس او ګریوان دي که هغوی لوی خلک او شتمن خلک وي او که غریب او بې وسه خلک, هوکي په جنت کې به هرڅه وي: ولکم فیها ما تشتهي أنفسکم (۳۱فصلت) چې څه مو زړه غواړي هغه به په جنت کې وي، په دې نړۍ کې هرڅه نشته دلته هیڅوک هم خپلې ټولې غوښتنې نشي ترلاسه کولی.

په دې نړۍ کې هرسړی دنامینديfrustyation ښکار لیدل کیږې هرسړی له ذهني ستونزو سره لاس او ګریوان دی داځکه چې که دلته دیوچا په سلو کې نه نوي 99% غوښتنې پوره شي او ایله یوه یې ناپوره پاتي شي بیا هم دی خپه او خوابدی وي دانسان مزاج داسي جوړ شوی دی چې له سلو په کمو نه راضي کیږي او دفطرت له قانون سره سم په دې نړۍ کې دچا سل په سلوکې غوښتنې نشي ترسره کیدی دنفسي غوښتنواوځمکنیو واقعیتونو په منځ کې دی تضاد ټول خلک له ذهني ډاډ نه محروم کړي دي .

ددې ستونزې حل دا نه ده چې تاسو د (الهکم التکاثر) روحیات خپل کړئ په دې ډول نفسیاتوسره ستاسو ستونزې نوري هم زیاتیږي ددې ستونزې حل یو دی او هغه قناعت خپلول دي، دقناعت مطلب دادی چې ته څه لرې او ترلاسه کړي دې دي هغه ىالله دویش پایله وبوله او په هغه راضی اوسه، نحن قسمنا بینهم معیشتهم. دفطرت په ویش چې څوک نه راضي کیږې هغه حریص بلل کیږې او ددې په مقابل کې قناعت دې ته وایې چې انسان د فطرت په ویش راضي شي او د ذهني ډاډ او ذهني نارامي اسباب هم دادي که یوڅوك پوهه شي چې څه ورته رسیدلي داد فطرت د قانون دویش په پایله کې دي چا له ده سره ظلم نه دی کړی نو دا سړی به له بیځایه ذهني نا ارامي څخه ژغورلی پاته شي.

حامدافغان

2 څرګندونې on قناعت یواځنی حل دی

  1. ع.ق.پوپل // March 23, 2014 at 10:07 am //

    حامد صاحب ډیره په زړه پوری لیکنه ده ، الله دی پر قلم برکات کړه .
    د یو بلی داسی په زړه پوری لیکنه په هیله

    په درنښت
    ع.ق.پوپل
    پلازمنه

    • Hamid Afghan // April 4, 2014 at 9:24 am //

      پوپل صیب زموږ له لیکنو سره مو له مینې او ستاینو مننه کوم، الله مو سرلوړی او پیاوړی لره.

Comments are closed.