وروستي:

طالبانو د برمايي مسلمانانو په اړه د نړيوالو چوپتيا د تاسف وړ وبلله

طالبانو په برما کې د بودايانو په لاس د مسلمانانو ربړونې غندلي او ملګري ملتونه، بشري سازمانونه او اسلامي کانفرنس يې په دې پړ بللی چې تر اوسه د دې موضوع په اړه چوپه خوله پاتې دي.

د موضوع د اهميت له امله د طالبانو رسمي اعلاميه دلته کټ مټ خپروو:

 وروستي راپورونه ښیې چي  برما کي د روهنګي مسلمانانو سره د ځایې متعصبو بودایانو انتهایې وحشت لا هم روان دي،ښځي،بوډاګان او ماشومان په برچو، تورو، لرګیواو مختلفو ډولونو وژل شوي  او بیاپه اورسوځول شوي دي، په ټوله کي د روهنګي مسلمانانو نسل وژنه په پرله پسې توګه د برما د حکومت تر زني لاندي ادامه لري .

کوم کسان چي تبعید شوي او یا له خپلو جونګړو تښتیدلي دي د ښځو او کوچنیانو څخه ډکي کښتۍ یې سمندر کي لالهانده دسیمه ییزو هیوادونو ترساحلونو پوري ځي راځي خو دومره بشري خواخوږي نشته چي دې مظلومو، ناروغو او وږو بې ځایه شوو انسانانو ته سرپنا ورکړل شي .

په ډیر تاسف سره برما کي د روان مسلسل وحشت په اړه تر اوسه پوري لا ملګري ملتونه، اسلامي کنفرانس، د بشري حقونوسازمانونه، د ښځو او ماشومانو دحقونو مدافع ټولني  مناسب عکس عمل نلري .

د افغانستان اسلامي امارت  دروهنګي مسلمانانو سره روان ظلم او دهشت په تر ټولوسختو ټکو غندي او د ملګرو ملتونو، اسلامي کنفرانس،سیمه ییزو هیوادونو، د ښځو، کوچنیانو اوپه ټوله کي د بشر د حقونوله  بنسټونو څخه غواړي چي نور په برماکي د روان بشري ناورین په اړه چوپتیا ماته کړي، د برما پر حکومت فشار راوړي  چي ژر تر ژره  د روهنګي مسلمانانود  نسل وژني مخه و نیسي او مجرمین د محاکمې میز ته حاضر کړي .

والسلام

دافغانستان اسلامي امارت

۱۸/۸/۱۴۳۶هـ ق

۱۵/۳/۱۳۹۴هــ ش ــ 2015/6/5م