ترکانو په پوره جوش سره د قسطنطنيې د فتحې ورځ ولمانځله
ترکیانو په پوره جوش او له اسلامي خلافت سره دمیني په څرګندولو دقسطنطنيې دفتحي ۵۶۲ کليزه ولمانځله.
دعثماني خلافت اوم خلیفه محمدالثاني چي په محمدالفاتح سره ملقب و ۵۶۲ کاله وړاندي د۱۴۵۲ کال دمی په میاشت کي قسطنطنيې ته ننوت او دغه ښار يې فتحه کړ، چي وروسته دغه ښارپه استنبول سره ونومول شو.
داناتول خبري اژانس ویلي، چي تیره ورځ ۱،۵ ميلونه کسان داستنبول په ينيکابی سیمه کي راټول شوي وو او دقسطنطنيې دفتحي لمانځنه يې کوله.
دترکيې چارواکو ویلي، چي دا په اوس زمانه کي په ترکیه کي تر ټولو ستره غونډه وه.
په دغه غونډه کي دترکیې عسکرو هم ګډون کړی وو او له عثماني خلافت سره دمیني ښودلو لپاره دترکيې یوشمېر عسکرو دعثماني خلافت دعسکرو جامې په تن کړې وې او په غونډه کي دعثماني خلافت دمهال حماسي شعرونه ویل کیدل.
دغونډي ګډون کونکو دترکيې دولسمشر رجب طیب اردوغان او دهغه دګوند په ملاتړ شعارونه ورکول او دعثماني خلافت او ترکيې بیرغونه يې رپول.
دقسطنطنيې دفتحې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کي دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، دترکيې لومړي وزیر احمد داود اوغلو او دپارلمان رئيس جمیل جيجک دنورو مشرانو په ګډون برخه لرله او غونډي ته يې وینا وي وکړې.
درې واړو مشرانو دترکیې په تاریخ کي دقسطنطنيې دفتحي په اهمیت او داسلامي نړۍ په اړه خبري وکړې.
دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، چي تر ابده به په ترکیه کي داذان غږ پورته وي، ښاغلي اردوغان وویل، چي دوی به دهغو کسانو چيلنج ته دوام ورکوي، چي دفتح دنور مړه کيدل غواړي، هغه نور چي ۵۶۲ کاله وړاندي دقسطنطنيې په زړه کي وځلیدو.
نوموړي وویل، چي هغو کسانو ته به اجازه ورنه کړي، چي دخپلي وسوسې له مخي غواړي دترکیې هیواد تقسيم شي او ملت يې ټوټې ټوټې شي.
ښاغلي اردوغان وویل، چي هيڅ بې پروايي به له هغو ژبو سره ونه کړو، چي زموږ دمسلمانانو اذان نشي زغملای او په هغو خائنانو به سترګي پټي نه کړو، چي وايي، په ۱۴۵۳ کال کي چي دقسطنطنيې دفتحي کال دی ظلم پيل شواو ترکیانو په ارمنیانو، یونانیانو او داسي نورو ظلم وکړ.
دترکیې ولسمشر رجب طیب اروغان په خپلو خبرو کي ځیني اياتونه هم ولوستل او دنبی عليه السلام هغه حدیث شريف يې هم ووایو، چي دقسطنطنیې دفتحي په اړه يې ویلی دی او دقسطنطنيې فاتح لښکر يې غوره لښکر او امیر يې غوره امیر بللی دی.
دترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان درسنیو دفتنې په اړه هم خبري وکړې او ویې ویل، چي دامریکانیويارک ټائم ورځپاڼه په ترکیه کي فتنې خپروي.
نوموړي وویل، چي دالومړی ځل نه دی، بلکه نیويارک ټائم دعثماني خلافت په مهال هم ورته شیان خپرول، په ځانګړې توګه دسلطان عبدالحمید ثانی په وخت کي به یې په ترکیه کي فتنې خپرولې او ددغه هیواد په ضد به یې فعالیت کاوو.