وروستي:

«امريکا يوه لسيزه کې 1.3 ميليونه کسان وژلي»

امریکا چي دتروريزم او اټومي وسلو په پلمه دخپل واک دپراختیا او دخپلو ګټو لپاره په افغانستان او عراق یرغل وکړ او له امله يې ټوله اسلامي نړۍ نا ارامه شوه، په دغو جګړو کي دوژل شویو کسانو نوي شمېر په ډاګه شوي دي.

داټومي جګړې دمخنیوي لپاره دنړیوالو ډاکټرانو کمېټې ویلي، چي په عراق، افغانستان او پاکستان کي دامریکاپه مشرۍ په یوه او بل نامه په پيل شوې جګړه کي ۱.۳ ميليونه کسان وژل شوي دي.

ترټولو ډیر زیان عراق ليدلی دی، یادي کمېټې ویلي، چي دامریکاله لوري په عراق کي دپيل شوې جګړې په ترڅ کي په تیره یوه لسیزه کي يومليون کسان وژل شوي دي.

افغانستان په دوهمه درجه کي دی، چي ډیر زیان يې ليدلی دی، دايټومي جګړې دمخنیوي لپاره دنړیوالو ډاکټرانو کمېټې ويلي، چي په افغانستان کي دامریکا له لوري په پيل شوې جګړه کي ۲۲۰ زره کسان وژل شوي دي.

پاکستان تر افغانستان وروسته دامریکايي جګړې په ترڅ کي ډیر زیان ليدلی دی، دیادي کمېټې په راپور کي راغلي، چي دامریکادپيل کړې جګړې په ترڅ کي په پاکستان کي اتيا زره (۸۰۰۰۰) کسان وژل شوي دي.

دامریکايي جګړو دزیانونو ځینو څارنکو ادارو ویلي، چي په افغانستان،عراق او پاکستان کي دامریکاله لوري دپيل شویو جګړو په ترڅ کي شاوخوا ۲ ميلیونه کسان وژل شوي دي.

 په دغو جګړو کي دټپيانو شویو کسانو په اړه څه نه دي ویل شوي دي، خو ویل کیږي، چي دټپیانو شمېره هم ميليونونو ته رسيږي.

داټومي جګړې دمخنیوي لپاره دنړیوالو ډاکټرانو کمېټې، دهغو وژل شویو کسانو شمېره نه ده په ډاګه کړې، چي دامریکا او دامریکادمتحدينو له لوري په لیبیا، یمن، صومالیا، مالي، سوریه او نورو هیوادونو کي وژل شوي دي.

دچارو شنونکي وايي، چي نه یوازي چي امریکادخپلو موخو لپاره دپيل کړیو جګړو په ترڅ کي په میلیونونو کسان وژلي، بلکې ددغو جګړو له امله ټوله اسلامي نړۍ بې ثباته شوې ده.

که څه هم امریکاخپلو مخالفینو ته دتروريزم او تروریستانو نوم کاروي، خو دا ثابته شوې، چي امریکادنړۍ ستره دهشتګرده ده، دنړۍ په بې ثباتي کي امریکامهم رول لوبوي، په ځانګړې توګه په اسلامي هیوادونوکي دروان تاوتریخولي اصلي لامل امریکا بلل کیږي.