وروستي:

ملګري ملتونه: میانمار غواړي ټول روهينګیا مسلمانان ووژني

د ملګرو ملتونو یوه لوړپوړي چارواکي بي بي سي ته ویلي، میانمار (برما) غواړي پر خپله خاوره د مسلمانانو لږکیو نسل ختم کړي. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې یو چارواکی جون ميک کیسک وايي، په رخاين ریاست کې پوځ د روهينګیا وګړو وژنې کوي، چې له امله يې ګڼ شمېر روهینګیایان څنګلوري هېواد بنګلادېش ته کډوال شوي دي.

خو د میانمار حکومت دغه راپورونه بې بنسټه بولي.

د میانمار چارواکي وايي، په رخاين ریاست کې روهنګیایان خپلو کورونو ته خپله اور ورته کوي. بي بي سي د دغو راپورونو د پلټنې لپاره سیمې ته نشي تللی، ځکه چې دغو سیمو ته د خبریالانو او مرستندويه ډلو کارکوونکي تګ نشي کولی.

میانمار چې پکې اکثریت بودایان دي، په دې باور دي، چې دغه روهينګیا مسلمانان په ناقانونه توګه له څنګلوري هېواد بنګلادېشه ورغلي او هلته ځايي شوي دي.

د بنګلادېش حکومت که څه هم پر پوله په ناقانونه توګه څوک نه ورپرېږدي، خو د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت وايي، په زرګونو روهینګیا مسلمانانو د دوی په هېواد کې د پناه غوښتنه کړې او په زرګونو نور يې پر پوله بنګلادېش ته د اوښتو منتظر دي.

د بخښنې نړیواله ټولنه وايي، ډېری کسان هلته د قاچاقوونکو په لاس اوړي او ځينې نور يې بیا د بنګلادېش پوله ساتونکو چارواکو ته بډې ورکوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې مشر جون ميک کیسیک د بنګلادېش په سرحدي سیمې کوکس بازار کې د بي بي سي خبریال اکبرحسین ته ویلي، د دغې ستونزې د هواري لپاره په میانمار کې باید بنسټیزو لاملونو ته پام وشي.

د ده په خبره د میانمار پوځ او پوله ساتي پولیس د اکتوبر پر نهمه نېټه د نهه و پوله ساتو سرتېرو تر وژنې وروسته د دې غچ له روهينګیاو اخلي.

ځینې سیاستوال د دغه برید پړه د روهينګیاو پر یوې توندلارې وسلوالې ډلې اچوي.

د جون کیسيک په خبره امنيتي ځواکونه هلته د روهينګیا مسلمانانو د نارينه و وژنه، د څارويو په څېر د ماشومانو وژل، پر ښځينه و جنسي تېری، د کورونو سوځل، لوټل او دغه وګړي بنګلادېش ته کډه کولو ته اړ باسي.

د ده په خبره اوس د بنګلادېش دولت لپاره دا ویل ګرانه خبره ده، چې همدا پوله خلاصه پرېږدي، ځکه چې که داسې وکړي، نو د میانمار دولت ته به لا نوره حوصله ورکړي، چې هغوی پر روهینګیا مسلمانانو ظلم ته ادعامه ورکړي او د دوی د ټول وژنې هدف تر لاسه کړي.

د چارشنبې په ورځ د بنګلادېش د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د میانمار سفیر وربللی او پر رخاين ریاست کې يې پر پوځي عملیاتو ورته سخت احتجاج کړی.

تېره اونۍ د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د مخابراتي سپوږمکۍ له لارې ځينې عکسونه خپاره کړي ول، چې پکې په تېرو شپږو اونیو کې د روهينګیا مسلمانانو په کلیو کې تر ۱۲۰۰ زیات ویجاړ شوي کورونه لیدل کېږي.

هلته روهينګیايي وګړي وايي، د میانمار پوځ له لوري په دغو عملیاتو کې تر سل زیات وګړي وژل شوي او په سلګونو نور نیولي شوي دي.

د میانمار حکومت وايي، د روهینګیا مسلمانانو توندلارو ډلو د دوی هغه چورلکې هم په نخښه کړې، چې له پوځ سره په دې عملیاتو کې مرسته کوي.

شاوخوا لس لکه روهينګیايي مسلمانان په میانمار کې ژوند کوي، چې د میانمار ځايي وګړي په دې باور دي، چې دغه وګړي په ناقانونه توګه له بنګلادېش څخه ورغلي او هلته مېشت شوي دي. له دې سره چې دغو روهينګیا مسلمانانو هلته څو پېړۍ ژوند کړی، خو لاهم حکومت دوی ته د هغه ځای تابعیت ورکړی نه دی.

په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې په رخاين ریاست کې د فرقه ییز تاوتریخوالي په پېښو کې ډېری وګړي ووژل شول او شاوخوا یو لک کسان له هغه ځایه په کډه کولو مجبور شول. خو هلته لاهم ډېری روهينګیايي مسلمانان په کمپونو کې د ژوند شپې سبا کوي، چې ډېر مهال يې پرضد د تاوتریخوالي راپورونه ورکړل کېږي.

په میانمار هېواد کې ۲۵ کاله وروسته تېر کال په نومبر میاشت کې ټولټاکنې وشوې، چې پکې د سولې نوبل جایزه ګټونکې آنګ سان سوچي ګوند بر لاسی شو.

که څه هم نوموړې د اساسي قانون له مخې د هېواد ولسمشره نشي جوړېدلی، خو سربېره پر دغه هم آنګ سان سوچي د دغه هېواد د وکیلانو شورا د مشرې په توګه د هېواد مشره ګڼله کېږي.

د دې حکومت په نړیواله کچه په رخاين ریاست کې د حالاتو د خرابۍ له امله له سختو نیوکو سره مخامخ دی. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمانونه ورڅخه پوښتنه کوي، چې شمالي ریاست رخاين ته ولې خبریالان او د مرستندویه ډلو کارکوونکو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي. د دې په ځواب کې بیا د میانمار د ولسمشر ویاند زا هټايي وايي چې نړیوالې رسنۍ هغه څه چې هلته روان دي، ناسم خپروي.

سرچينه: BBC