وروستي:

تايلېنډ کې د برمايي مسلمانانو ډله ييز قبر موندل شوی

دتايلنډ پولیسو په دغه هیواد کي لږترلږه ۳۰ قبرونه موندلي، چي ګمان کیږي، دبرما دمسلمانانو به وي.

تايلنډي چارواکي په دې باور دي، چي قربانیان په برماکي له ديني او قومي شخړو څخه تښتېدلي وو او غوښتل يې په تايلنډ، ماليزیا او نورو هیوادونو کي ارام ژوند وکړي.

دتايلنډ پولیسو ویلي، چي دغه ډله ييز قبر دتايلنډ په جنوب په هغه کېمپ کي موندل شوی، چي دځنګلونوپه منځ کي دی او دانساني قاچاقچیانو له لوري دغیرقانوني کډوالو درا یوځای کولو لپاره کارول کیدو.

پولیسو نن دشنبې په ورځ وویل، چي دوی له دغه ډله ييز قبر څخه ۶ جسدونه را ایستلي دي.

پولیسو څرګنده کړې، چي دغه ډله ييز قبر دسونګ ايالت دپادانګ دغره په لمن کي دقاچاقچيانو په یوه ځانګړې ځای کي موندل شوی دی، ویل شوي، چي داسي نښي نښانې ښکاري، چي په دغه ځای کي سلګونه برمايي مسلمان کډوال میشت کړای شوي، چي نورو هیوادونو او سيمو ته ليږدول کیدل.

په دې وروستیو کي تايلنډ دانساني قاچاق په ستر مرکز بدل شوی دی، چي ددغه هیواد لوړ پوړي چارواکي هم پکي ښکېل دي.

په تايلنډ کي ډیری قاچاق شوي کسان دبرما دروهينګیامسلمانان دي، چي دبرما دحکومت او په دغه هیواد کي دبودایانو دظلمونو له امله کډوالۍ ته اړ شوي اوبیادقاچاقچیانو لاسونو ته لويدلي دي.

ویل کیږي، چي دبرمامسلمانان په تايلنډ کي دمريیانو په ډول پلورل کیږي، ساتل کیږي او خدمت ترې اخيستل کیږي.

دهیومن رائټس واچ تنظیم ویلي، چي په دې اړه باید خپلواکه پلټنه ترسره شي.

داسیالپاره دیاد تنظیم استازي براډ ادامز ان ویلي، چي تايلنډي چارواکي له اوږدې مودې راهیسي په انساني قاچاق کي لاس لري.

څه موده وړاندي په تایلنډ کي دبرمادمسلمانانو په اړه په یوه راپور کي ویل شوي وو، چي دبرما مسلمانان په تايلنډ کي له خورا زياتو ستونزو سره مخ دي، هغوی چي هر چاته په لاس ورشي، غیرانساني چلند او زیات ظلمونه ورسره کوي.