وروستي:

د افغان بنسټ اړوندو ښوونيزو ادارو تر منځ د سیالیو بهیر

افغان بنسټ (سې شنبه، وږي ۲۴مه ۱۳۹۴ل) د افغان بنسټ له لورې دافغان ښوونځیو او افغان مدرسې د يو شمېر  زده کوونکو تر منځ د هغوی د ذهني ودې د لاپیاوړتیا او تشویق په موخه په عصري مضامينو کې سیالۍ تر سره شوې.

په هغه غونډه کې چې په همدې ویاړ جوړه شوي وه  د افغان بنسټ مشر مولانا عبدالرزاق (فتاحي)، د خپرنیزو او بلنیزو  چارو مدیر عبدالجبار(بهیر) ، د ټولنيزو چارو مدير مولوي فضل محمد (فيضان) د ښوونیزو چارو او مرکزي افغان ښوونځي مدیر  مفتي عبدالرؤف (فراهي) ، د تفتیش مدیر احمد ( فیصل)، اداري مدیر شیرآغا (کریمي) ، د افغان مدرسې مدير مفتي نورالله (عزام)، او افغان ښوونځي (احمد شاه بابا مينې څانګې) مدیر ښاغلي محمد کبير (رسولي)، استادانو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.

د غونډې په پیل کې د ښوونیزو چارو مدیر ښاغلي مفتي عبدالرؤف ( فراهی) د زده کړي او پوهې په اهمیت خبرې وکړي، او زده کوونکې یې وهڅول ، چې پخپلو درسونو کې  هڅه او هاند وکړي،تر څو د نړۍ د نورو پرمختللو هیوادونو سره د سیالۍ جوګه شو.

یاده سیالۍ چې د افغان بنسټ په ابتکار د افغان بنسټ اړونده  ښوونځیو او مدرسې تر منځ په لار اچول شوي وې، نن یکشنبه  يې د لړۍ دريمه سيالي د افغان بنسټ په انګړ کې د اړوندو څانګو د څلورمو ټولګیو تر منځ تر سره شوه.

ځواب ویونکي د حاضرینو لخوا د تکبیر په  نعرو بدرګه شول، په پایله کې خوشحال خان مینې افغان ښوونځي لومړی مقام، افغان مدرسې دويم ، او د احمد شاه بابا مینې افغان ښوونځي دریم مقام  تر لاسه کړ.

د زده کوونکو تر منځ سيالي (1) د زده کوونکو تر منځ سيالي (2)

دا سيالي له دې امله په زړه پورې وه چې د مرکزي افغان ښوونځي زده کوونکو ټولې لس واړه پوښتنې ځواب کړې او لومړی مقام يې ترلاسه کړ،  ورپسې افغان مدرسه او دوهم افغان ښوونځی په يوه پوښتنه کې د نيمګړو ځوابونو له امله په دوهم مقام کې مساوي شول چې له امله يې د ازموينې کميټې پرېکړه وکړه چې له دواړو څخه دې په خپل وار سره نورې پوښتنې وشي، په همدې ډول له دواړو غاړو څخه اته نورې پوښتنې وشوې، تر اوومې پوښتنې افغان مدرسه او دوهم افغان ښوونځی يو ډول  روان وو او دواړو غاړو سهي ځوابونه ويل، په اتمه پوښتنه کې د افغان مدرسې زده کوونکو ځواب درست او د دوهم افغان ښوونځي ځواب نيمګړی و چې له امله يې د افغان مدرسې زده کوونکو دوهم مقام تر لاسه کړ.

د یادونې  وړ ده، چې له دې وړاندې هم د یادو ښوونځیو او مدرسې د اوومو او اتمو او همدارنګه د پنځمو او شپږمو ټولګیو تر منځ  د عصري مضامينو په زړه پورې سیالۍ تر سره شوې وې، چې دغه لړۍ لا هم دوام لري او د ټولو سياليو وروستۍ پايله به د دوهم پړاو په پای کې اعلانېږي.

خبریال : سلطان محمود ( سالمزی)