د افغان ښوونځي د کلنیو ازموینو پایلې اعلان شوې
پنجشنبه/ليندۍ ۲۸مه/۱۳۹۲ لمریز کال
د روان ۱۳۹۲ل کال دليندۍ دمياشتې په ۲۸مه دپنجشنبې په ورځ د يوې درنې غونډې په ترڅ کې، د افغان بنسټ د مؤسسينو، د افغان ښوونځي او افغان مدرسې د ښوونکو، زده کوونکو، د زده کوونکيو والدينو، په افغانستان کې د مصر د ازهر شريف استازو او مېلمنو په ګډون د افغان ښوونځي د کلنيو ازموينو پايلې اعلان شوې.
هغه غونډه چې دافغان ښوونځي په انګړ کې په همدې وياړ نيول شوی وه، د سهار په نهو بجو د اووم ټولګي د زده کوونکي قاری عبدالقدير لخوا د عظيم الشان قران د څو مبارکو اياتونو په تلاوت او د مولوي وکيل احمد متوکل په پرانيسې وينا پيل شوه.
په غونډه کې د مصري د ازهري پلاوي د استازي له وينا او د افغان ښوونځي د مدير مفتي عبدالرؤف فراهي د کلني راپور له وړاندې کولو وروسته سمدستي له لومړي تر يوولسم ټولګي پورې لومړی، دويمه او درېمه درجه بريالي شوي زده کوونکي اعلان شول، او د ښوونځي د ادارې لخوا ډالې ورکړل شوې، محمديوسف د حمدالله ځوی دافغان ښوونځي د ۱۳۹۲ل کال عمومي لومړی درجه بريالی، اسماء د بريالي لورعمومي دوهمه درجه بريالۍ او ضحاک د احمدفيصل ځوی عمومي درېمه درجه بریالی اعلان او له ستاینلیکونو سره ښوونیز سکالرشپونه ورکول شول.
د افغان بنسټ د ادارې او ښوونیزو چارو د مدیريت د ټاکل شوي پلاوي په ارزيابۍ کې چې کوم ښوونکي د تکړه او زيارکښ ښوونکو په توګه معرفي شوي وو، هغوی ته هم ستاینلیکونه ورکړل شول، او يادو ښوونکو ته په راتلونکي ښوونیز کال کې د تنخوا لوړول هم اعلان شول.
د افغان بنسټ او افغان ښوونځي مؤسس غړي مولوي وکيل احمد متوکل ، د افغان ښوونځي مدير عبدالروف فراهي او په افغانستان کې د مصري د الازهرشريف استازوو چې ځينې يې په افغان ښوونځي اوافغان مدرسه کې د تدريس چارې هم په غاړه لري او په افغانستان کې د پوهنې په ډګر کې کار کوي ، ټولو زده کوونکيوته د برياليتوب مبارکي وويله او په راتلونکي کې يې ورڅخه د لا هڅواو زيار ايستلو غوښتنې وکړې.
غونډه په اخر کې د مفتي عبدالحق حقاني لخوا د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.
د غونډې لنډ انځوریز راپور