افغان بنسټ په سرپل ولايت کې له سيلاب ځپلو سره د خوراکي او لومړنيو ژوند توکو مرستې وکړې
افغان بنسټ د ټولنيزو چارو مديريت د بشري مرستو څانګې د افغان بنسټ د مشرتابه په غوښتنه د هېواد په شمالي ولايتونو جوزجان او سرپل کې له سيلاب ځپلو سره د خوراکي او لومړنيو ژوند توکو د مرستې له لړۍ د سرپل ولايت مرکز په (۷) کليو سلطان غجر افغانيه، سلطان غجر هزاره، نوي عربان (نوکي)، باران کلی (کونجک)، لودين کلی، کورک افغانيه، قوش تپه او خانقاه ملکي او د صيادو ولسوالۍ په غروغسای کلي کې پر يو سلو او دېرش (۱۳۰) کورنيو خوراکي او لومړني ژوند توکي (اوړه، وريجې، غوړ، بوره، نخود، چای، روب او د کاليو پرېمنځلو پوډر ) ووېشل.
هرې يوې کورنۍ ته يوه (۵۰) کېلويي بوجۍ قزاقي اوړه، (۲۴) کېلويي بوجۍ پاکستانۍ وريجې، (۱۰) لېتره بوشکه غوړي، (۷) کېلو بوره، (۱۴) کېلو سيمه ييز نخود، يو قوطی روب، او یو پاکټ د کاليو پرمنځلو پوډر ورکړل شول.
د افغان بنسټ د مشرتابه په لارښوونه د خوراکي توکو د وېشنې لپاره يو ځانګړی پلاوی او د وېشنې يو ټيم وټاکل شو، پلاوی د وېشنې له ټيم سره يو ځای د غويي (ثور) د مياشتې په (۱۲) نېټه د مبارکې جمعې په ورځ د جوزجان ولايت پلازمېنې شبرغان ښار ته ورسېد، لومړی يې له قومي مشرانو سره وليدل، د قومي مشرانو په سلا مشوره او غوښتنه يې له سيلاب ځپلو سيمو ليدنه وکړه، که څه هم په سيمه کې خلګو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اوړېدلي وو؛ خو له ټولو زيانمنو شوو کورنيو (۱۳۰) هغه کورنۍ چې ډېرې زيانمې شوې وې غوره کړل شوې، وروسته د خوراکي توکو د وېشنې د ټيم له لورې يادو کورنيو ته د افغان بنسټ د مرستې ترلاسه کولو کارتونه چې د کورنۍ پېژندګلوي او د زيان کچه په کې ثبت شوې وه، ورکړل شول. کارتونه د دې لپاره ورکړل شول؛ څو خوراکي توکي يادو کورنيو ته ورسېږي.
د سيمې مشرانو او په ځانګړې توګه کورنيو د دې مرستو ډېره مننه وکړه، او دا يې وويل: چې دا يوازينۍ مرستې دي چې مرسته کوونکي يې په خپل لاس موږ ته راکوي، هغوی دا مرسته پر ځای وبلله او د لانورو مرستو غوښتنه يې وکړه.
د سلطان غجر افغانيه کلي يو سپين ږيری غلام رسول چې يو زوی يې هم سيلاب وړی و، او له څو ورځو وروسته د کليوالو په کوښښ يې زوی مړ پيدا شوی و، داسې وويل: (زوی مې الله راڅخه واخيسته، دا د الله خوښه وه، زه له تاسو ډېر خوښ شوم، له ډېرو کلونو وروسته، لومړی ځل دی چې داسې خلګ وينم چې راشي له نږدې له موږ سره په غم او ستونزه کې ځانونه شريکوي، موږ د مرستې ډېره مننه کوو، او د افغان بنسټ مشرتابه ته له الله جل جلاله لا ژوند غواړم. )
د سرپل ولايت د صيادو ولسوالۍ د غروغسای (انګيشکې) کلي یو زيانمن شوی اوسېدونکی خيرمحمد چې د خپلې کورنۍ (۳) تنه يې له لاسه ورکړي وو داسې وايي: (نيمه شپه وه، چې سيلاب راغی، يو دم مې پر کوچنيانو غږ وکړ، هغوی هم راوځغاستل، موږ تقريباً له سيلابه راوتلي وو؛ خو زما يو کوچنی زوی راڅخه پاتې و، مور يې لاس ورواچاوه، چې کوچنی راوباسي، په دې وخت کې يې دا هم سېلاب لاندې کړه، اينږور مې زما مېرمنې ته لاس ورکړ، چې هغه راوباسي؛ خو آخر يې (۳) سره يوړل، زه ستاسو له مرستې ډېر خوښ يم، زه د افغان بنسټ له مشرتابه ډېره مننه کوم، الله جل جلاله دي اجر ورکړي.)
د افغان بنسټ مشرتابه مولوي عبدالسلام ضعيف وايي: (کاشکې د هېواد په هر ګوټ کې د هر زيانمن ورور د درد دوا شوی وای؛ د هر ورور په غم کې ځان مساوي شريک ګڼم او دا درد مې ډېر سخت دردوي.)
د افغان بنسټ د ټولنيزو چارو مدير مولوي فضل محمد فيضان وايي: (موږ د افغان بنسټ د ټولنيزو چارو مديريت په جوړښت کې د بشري مرستو څانګه لرو، د بشري مرستو له لارې دمګړی موږ څه دپاسه (۱۲۰) بې سرپرسته کورنيو سره مياشتنۍ نقدي مرستې کوو، او وخت نا وخته چې کومې طبعي ناببره پېښې کېږي، له هغوی سره د همدردۍ او د درد د شريکوالي په موخه خوراکي، روغتيايي او ورته نورې مرستې کوو. )
دا لومړی ځل نه دی چې په هېواد کې وخت نا وخته هېوادوال له دا ډول ناببرو طبيعي پېښو سره مخ کېږي، ازادي او نادولتي ادارې ورسره مرستې کوي؛ خو مرستې زيانمنو شوو کورنيو ته په سمه نه رسول کېږي، د قومي مشرانو له خولې دا لومړی ځل دی چې مرسته کوونکي په خپله راځي او مرسته موږ ته په خپل لاس راکوي.
د افغان بنسټ د ټولنيزو چارو مديريت غواړي چې د هېواد په شمال جوزجان ولايت کې هم سيلاب ځپلو کورنيو ته خپلې مرستې ورسوي.
جمعه خان نائل – سرپل
په سرپل ولايت کې د سېلاب ځپلو او افغان بنسټ له لورې د مرستې ورکړل شوو کورنيو انځورونه