وروستي:

له ښاغلي مولوي فضل محمدفيضان سره مرکه

 قدرمنو لوستونکودافغان بنسټ وېبپاڼې  دمرکوپه لړ کې مو داځل دافغان بنسټ ټولنيزو خدمتونو مديرښاغلی مولوي فضل محمدفيضان غږولی.

په سرکې مو ورڅخه غوښتنه کړې ترڅو دافغان بسنټ وېبپاڼې درنولوستونکوته ځان ور ورپېژني؟

ځواب: اغوذبالله من الشيطن الرجيم ،بسم الله الرحمن الرحيم،  په سر کې تاسو اوبيا قدرمنو لوستونکيوته سلامونه وړاندې کوم ،دځان په اړه به ووايم چې مولوي فضل محمد فيضان يم او د افغان بنسټ  د ټولنيزو خدمتونود مدير په توګه دنده لرم.

پوښتنه: ښاغلی فيضان صاحب که دټولنيزو خدمتونوکې مو په فعاليت راته وغږېږئ چې په کومه برخه کې بوخت ياست.

ځواب:دټولنيزو خدمتونو مديريت دافغان بنسټ له تائسيس کېدوسره سم په خيريه  خدمتونه او فعاليتونه پيل کړی،دبنسټ په تشکيل کې دنورو برخو ترڅنګ دټولنيزو خدمتونو مديريت لکه څرنګه چې يې له نوم څخه ښکاره ده دپام وړ خدمتونه کړي دي،چې دډېرو  وړو کارونو ترڅنګ يې لوی اوعمده کارونه هم کړي لکه له يتيمانو اوبې سرپرسته کوچنيانو لپاره د زده کړو برابرول،مدرسې مسجدونه جوړول او نور.

پوښتنه:تاسومدرسې څنګه جوړوئ او په هغې کې شاګردان په کوموشرايطو منل کېږي؟

ځواب: تر اوسه موږ په کابل کې دوه مدرسې جوړې کړي چې يوه په خوشحال خان مېنه کې اوبله يې په بګراميو ولسوالۍکې ده،دخوشحال خان مېنې مدرسه،کې ۶۰نفره ليليه او ۱۵۰نفره نهاريه دي چې له خوراک ،څښاک،پوښاک او کتابو،نيولې بيا تر داوسېدو خونو پورې  له جوړېدو تر ننه يې ټول مصارف دټولنيزو خدمتونو مديريت ورکول کېږي او دبګراميو مدرسه لا تراوسه د ګټې اخستنې لپاره چمتونده خو ډېرژر به اماده شي،ځکه چارې يې په چټکۍ سره روانې دي.

پوښتنه: تاسو دمخه يادونه وکړه چې له يتيمانوسره موهم مرستې کړي،که يې روښانه کړئ چې څه ډول اوپه کومو برخوکې؟

ځواب: د يتيمانو او بې سرپرستولپاره موږ په کابل کې يو داراليتام لرو چې داهم دافغان بنسټ په تشکيلاتوکې ديتيمانو او بې سرپرستوکوچنيولپاره ددې بنسټ دمشرتابه لخواجوړ شوی دی،  چې تر دې دمه له بېلابېلو ځايونوڅخه  ۲۸يتيمان پکې ليليه (دشپې او ورځې) او۹ هلکان او۳ نجونې نهاريه دي چې دټولو مصارف له درې کالو راپدېخوا ټولنيز خدمتونه ورکوي،ددې ترڅنګ دټولنيزو خدمتونو مديريت د هېواد په مختلفو ولاياتوکې ۱۱۸تنه يتيمو اوبې وزلو کوچنيانوته هره مياشت ۴۵۰۰افغانۍ دهغوی دښوونيزو چارو په موخه دمرستوپه ډول  ورکوي اوهڅه کوي چې د ديني رسالت له مخې  له دوی سره مرستې  جاري وساتي ،ترڅو هغوی په خپل راتلونکي ژوند کې له لويواوکوچنيو ستونزو سره له لاس اوګرېوان کېدو څځه وژغوري.

پوښتنه: تراوسه مو کوم مسجد هم جوړ کړی، که هو نوپه کوم ځای کې؟

 ځواب: هو داچې ټولنيز خدمتونه له څو کالو راپه دېخوا فعاليتونه ترسره کوي نو په دې برخه کې مو دکابل په  بګراميو ولسوالئ دابوالقاسم په نامه يوه مسجد هم جوړ کړی چې اوس يې هم د جوړېدو چارې روانې دې اوددې مسجد له تهدابه تر پايه  مصارف دافغان بسنټ دټولنيزو چارو مديريت لخوا ورکول شوي.

پوښتنه: ښاغلی فيضان صاحب،تاسو واقعاً په ډېرواوګټورو  برخوکې کارکوئ او داهغه برخه دي چې نن ورته زمونږ په هېواد کې ډېره اړتيا ليدل کېږی او اړخلک هم ډېر لرو،نو ددغومره مرستو لپاره چې تاسويې کوئ دومره امکانات اوپيسې له کومه کوئ؟

ځواب:دارښتياهم ډېرو پيسوته اړتيالري او ديوه ياڅو کسانو د وس او توان خبره هم نده،ځکه موږ په يواځې له مدرسې يا داراليتام اوياهم له يوه شخص سره مرسته نه کوو،بلکې له ډېرو خلکو اوځايونوسره مو مرسته کړې او کوويې،نو دا دومره پيسو او امکاناتوته اړتيالري چې ديوه شخص  وس او توان څخه پوره نه وی، نو موږ هم په خپل هېواد افغانستان اوهم له هېواده بهر ډېر اسلامپال،يتيم پال او بشردوسته مسلمانان لرو،نو هغوی له موږ سره مرستې کوي،داچې زموږ دنده ټولنيز خدمتونه دي نو ددغو مرستو د راغونډولو لپاره مو هر اړخيزه ګامونه پورته کړي ،چې هرڅنګه کېږی بايد دغو اړمنو خلکوته د ژوند داسانتياو برابرولو برخه کې هلې ځلې وکړو،ترڅو مو خپل ملي ،ديني  او هېوادنئ وجيبه او رسالت ترسره کړی وي .