د افغان ښوونځي له مدير ښاغلي عبدالرؤف فراهي سره مرکه
عبدالرؤف فراهي:
- د افغان ښوونځي نظام او ښوونيز نصاب د نورو ښوونځيوپه پرتله ډېرې ځانګړنې لري.
- د هلکانواو نجونو لپاره، بېلابېل ښوونځي، ملي يونيفورم، ښوونیز چاپېريال او ښوونکي لرو.
- موږ د پوهنې وزارت، د ښوونيز نصاب، ترڅنګ دېرش فيصده هغه مضامين چې په خپله مو برابر کړي په ښوونځي کې تدريسوو.
دافغان ښوونځي له مدير ښاغلي عبدالرؤف فراهي سره مرکه
پوښتنه: ښاغلی مدير صاحب که د مهربانۍ له مخې د افغان بنسټ وېبپاڼې قدرمنو لوستونکيو ته ځان ور وپېژنې ؟
ځواب: عبدالرؤف ، د فراه ولايت اوسېدونکي په افغان بنسټ کې د ښوونيزو چارو او افغان ښوونځي مدير يم .
پوښتنه: ښاغلی فراهي صاحب که د افغان ښوونځي په اړه لوستونکيوته معلومات ورکړئ چې په کوم کال يې بنسټ اېښودل شوی؟
ځواب: له افغان ښوونځي څخه مخکې به ښه وی چې د افغان بنسټ په اړه لوستونکيو ته لنډ معلومات ورکړو، افغان بنسټ چې زموږ مرکزي دفتر دي په ۱۳۸۹ ل کې تاسيس شو، بېلابېلې برخې لکه، ټولنيزي چارې، ښوونیزي چارې، علمي څېړنې، دعوت او نشرات او نورې څانګې لري، نو هغه وخت مشرانو پرېکړه وکړه چې تر ټولو لومړی بايد يو ښووونځی ولرو ، بيا مدرسه او بيا پوهنتون، چې له نېکه مرغه همداسې وشول،په ۱۳۹۰ل کال موږد (افغان ښوونځي )په نامه په خوشحال خان مېنه کې دا ښوونځی جوړ کړ.
پوښتنه: له افغان ښوونځي څخه مخکې هم په کابل کې نور ډېر خصوصي ښوونځي جوړ شوي، تاسو کومه خلا(تشه) وليدله څو د افغان ښوونځي د جوړولو مفکوره په ذهن کې درغله؟
ځواب: اصلاً که په ښوونيز ډګر کې هرڅومره ښوونځي، مدرسي او پوهنتونونه موجود وي بيا هم اړتيا ليدل کېږي په ځآنګړې توګه زموږ په هېواد افغانستان کې څو دغه شان علمي اوښوونيز ځايونه جوړ شی او بل دا چې که داسې يوه تعليمي اداره هغه که دښوونځي په شکل وي، که دپوهنتون او يا مدرسې جوړ شي نو ډېرګټور دی ، دهرې ټولنې لپاره چې يوه تعليمي اداره جوړېږي هغه د همدغې ټولنې غوښتنې، ملي او ديني ارزښتونه په نظر کې نيول کېږي اوبيا يوه اداره جوړېږي اوهرڅوک يوه موخه لري چې څه ډول خدمت وکړي چې هغه د ټولنې د خلکو غوښتنه او وړانديز هم وي، نو موږ هم خپل هدف درلود چې يوه سالمه ښوونه او روزنه خپل ولس اودې کړېدلي ملت ته په څه ډول وړاندې کړو چې هم مثبته پايله ولري او هم خلک راضي اوسي،هماغه و چې موږ دافغان ښوونځي په جوړولو سره سلا شولو، افغان ښوونځی مو جوړ کړ، چې دوه برخې لرې چې يوه ته يې ښوونيز نظام او بل ته يې ښوونيز نصاب ويلای شو، دا په دې معنی چې د هلکانواو نجونو لپاره، بېلابېل ښوونځي، ملي يونيفورم، ښوونیز چاپېریال او ښوونکي دي، په همدې ترتيب مو افغان ښوونځی تاسيس کړ.
پوښتنه:که راته ووايې چې افغان ښوونځی تر دې دمه په څومره تعداد کې زده کوونکي لري ؟
ځواب: افغان ښوونځي تر دې دمه ۶۵۰ زده کوونکي لري چې ۴۰۰ يې هلکان او ۲۵۰يې نجونې دي او دخدای فضل دي زموږ د زده کوونکو په شمېرکې کال تر بل ډېر زياتوالی راځي، يعنې په دوه کلونوکې زموږ دزده کوونکيو تعداد له ډېرو هغونورو ښوونځيوڅخه واوښت ،کوم چې څلور اوپنڅه کاله دمخه جوړشوي، ترڅنګ يې مهمه خبره دا ده چې مونږ په يوه اسلامي ټولنه کې ژوند کوو نو د دې ټولنې غوښتنې او ارزښتونه بايد په پام کې ونيسو، لکه دمخه چې مې وويل موږ د هلکانو لپاره بېلې او نجونو لپاره بېلې برخې ، ښوونکي درسي خونې ،حتي بېلې ادارې، تدريسي خونې او ودانۍ لرو، د نجونو په برخه کې موږ هېڅ نارينه نه لرو،حتی تر دې چې د دروازې ساتونکی په داخل کې د خپلې محرمې ښځې سره چې مېرمن يې ده د اړتيا پرته نه په تماس کې کېږي.
پوښتنه:دافغان ښوونځي دمضامينوپه برخه کې که معلومات راکړئ چې له نورو ښوونځيوسره يې توپير په څه کې دی؟
ځواب: دافغان ښوونځي نظام او ښوونيز نصاب له نورو ښوونځيوڅخه ډېرې ځانګړتياوې لري، هغه داکله چې په کابل کې خصوصي ښوونځيو په فعاليت پيل وکړ،هغه وخت په کمپيوټر او انګليسي ژبې ډېر تمرکُز کېده او خلک هم په ابتدا کې همدې دواړو ته ډېر لېواله ول، خو پایله يې ښه را ونه وته، هغه په دې معني کله چې زده کوونکيو يواځې دې برخې ته توجه وکړه، هريوه به هڅه کوله چې په انګليسي او کمپوټر کې ځان ورسوي،چې په دې سره به ورڅخه نور اساسي مضامين لکه، کيميا، فزيک، رياضيات او نور چې په پښتو او دري ژبو کې دي پاتې و، چې پايله به يې بيا په کانکور کې تر ډېره حده منفي وه، يعنې زده کوونکي د خپلې خوښې پوهنځي ته نشول بريالي کېدای، ځکه هغوی به يواځې انګليسي او کمپيوټر ته ترجېح ورکړې وه اوپه نورو مضامينوکې به پاتې ول.
نو موږ داسې يو ښوونيز نصاب ورته ترتيب کړ، چې په متوازن ډول د پوهنې وزارت لخوا چې کوم مضامين موږ ته راکړل شوي دهغې په شمول موږ دېرش فيصده هغه مضامين چې په خپله موبرابر کړي په ښوونځي کې تدريسوو، په دې ډول سره موږ اته درسي ساعتونه لرو چې د سهار له اوو بجو د ماسپښين تر يوې بجې پورې تدريسوو، په دې شکل سره موږ په متوازن ډول عصري او ديني علوم هم د پوهنې وزارت د نصاب تر څنګ په کې ځای پرځای کړي دي؛ نو زموږ عمده توپير له نورو ښوونځيو سره دادي چې موږ د معارف د ښوونيز نصاب ترڅنګ حديث شريف،ترجمه، اسلامي اداب، سيرت ، قرائت، تجويد ، ديني ښوونې او محفوظات هم ځای کړي دي، او د عصري علوموپه برخه کې مو انګليسي، کمپيوټر، ساينس اوعربی ژبې ته ځای ورکړی دی.
پوښتنه:په افغان ښوونځي کې تدريس په کومه ژبه کېږي؟
ځواب: هغه ښوونځي چې لومړۍ ژبه پښتو وي نو تدريس هم په کې په پښتو ژبه وي اوکه په دري وي نو په دري بايد تدريس شي، داچې زموږد ښوونځي لومړۍ ژبه پښتو ده او زده کوونکي مو هم اکثريت پښتانه دي ،په دې اساس زموږ تدريس هم په پښتو ژبه دی، د دې ترڅنګ نورې ژبې هم لکه دري،انګليسي اوعربي لرو خو دوهمه ژبه مو دري ده.
پوښتنه:ايا افغان ښوونځی ژمنۍ رخصتي لري او که نه ، که يې لري ايا په دغو درې مياشتوکې هم د ښوونځي مضامين تدريسوئ که نور روزنيز کورسونه ورته برابروئ او ايا په ژمي کې د ټولګیو د تودو ساتلو لپاره وسايل لرئ؟
ځواب: کله چې ښوونیز کال خلاص شي،له هغې وروسته موږ ۳ مياشتني کورسونه چې د مرغومې له ۴مې د کب تر ۲۸مې د راتلونکي ښوونيز کال لپاره د اماده ګۍ په خاطر جوړو، په هغې کې له هر زده کوونکي څخه د ښوونيز کال په پرتله ۵۰٪ کم فيس اخلو، دبېلګې په ډول که په ښوونيز کال کې موږ له يوه زده کوونکي څخه (۱۰۰۰) افغانۍ فيس اخلو؛ نو د ژمي په درې مياشتوکې له هر ګډون کوونکي څخه (۵۰۰) افغانۍ اخيستل کېږي او د دې ترڅنګ مو په ژمي کې د ټولګيو د ګرمولو په خاطر بخارۍ لرو چې د دې لپاره له هر زده کوونکي څخه د مياشتي (۳۰۰) افغانۍ اخيستل کېږي، په دغه موده کې زموږ د تدريس وخت له اتو بجو او څلوېښت دقيقو څخه د غرمې تر شل باندې دولس بجو پورې دی.
پوښتنه:که د ښوونکو په اړه راته وغږېږې،چې ټول مسلکي دي اوکه له ليسو فارغ ښوونکي هم لرئ؟
ځواب: افغان ښوونځی په مجموع کې ۴۵ ښوونکي لري له دوی څخه ۲۰ ښځينه او ۲۵نارينه دي، چې ټول مسلکي دي، موږ د ۱۳۹۲کال لپاره چې کله نوي ښوونکي استخدامول، زموږ لسو ښوونکو ته اړتيا وه، خو له ۱۲۰ تنو مو مو ازموينه واخيسته، دا په دې خاطر چې تکړه، باتجربه، مسلکي او وړ اشخاص وګمارو،څو مو د خپلو زده کوونکيو پر وړاندې خپله ملي او ديني وجيبه په سمه توګه ترسره کړې وي، په دې ډول مو دهرې برخې لپاره له خپلې رشتې فارغ ښوونکي ګمارلي دي، په ديني برخه کې عالمان استادان لرو، په ساينسي او نورو عصري علوموبرخه کې د همغو رشتو تجربه لرونکي استادان لرو.
پوښتنه: په افغان ښوونځي کې د ممتازو زده کوونکيولپاره کوم تخفيف په نظر کې نيول شوی که نه ؟
ځواب: هو موږ د ممتازو زده کوونکيو لپاره ځينې ښوونيز سکالرشيپونه په نظر کې نيولي چې له دې جملې څخه يې د دوه ممتازو زده کونکيو نومونه موږ د مصر هېواد د الازهر شريف پوهنتون لپاره ورکړي دي، تر اوسه يې منظوري نه ده راغلې؛ خو تمه ده چې ډېر ژربه هلته قبول او وبه استول شي، موږ دلته د عربي مضامينو لپاره مصري ښوونکي هم لرو، د دې ترڅنګ مو همدلته په خپل ښوونځي کې ممتازو او ذهينو زده کوونکيو لپاره په څلورنيم مياشتنيو او هم کلنيوازموينو کې جايزي او ستاینلیکونه په پام کې نيولي او ورکړې مو دي،چې له دې جملې څخه يې د يو پايه لپ ټاپ کمپيوټر يادونه کولی شم، چې تېرکال مو دافغان ښوونځي عمومي اولنمره ته ورکړ او سږکال مو پرېکړه کړې،چې زموږ د ښوونځي عمومي اولنمره به دټول کال لپاره له فيس څخه معاف وي، په همدې ډول مو(۵) تنه ښوونکي هم د مصرهېواد ته د لنډ مهاله ورکشاپونو لپاره معرفي کړي دي چې په مختلفوبرخو لکه عربي، ديني اونورو کې روزنه واخلي، د دې ترڅنګ افغان ښوونځي په خپلو مربوطاتو کې يو دارالاېتام د (ابوالقاسم صلی الله علیه وسلم) په نوم لري چې تر دې دمه ۳۵ يتيم اوبې سرپرسته زده کوونکي په کې ژوند کوي چې د ژوند ټولې اسانتياوې ورته برابرې شوي او يو مسؤول (مشرف) موهم ورته ټاکلی چې څلرويشت ساعته د دوی د ښوونې او روزنې څارنه کوي.