وروستي:

په افغان پوهنتون کې د استاذانو لپاره د کارموندنې خبرتيا

پېژندنه

افغان د لوړو زده کړو مؤسسه په ۱۳۹۱ل (۲۰۱۳ز) کال کې د لوړو زده کړو له محترم وزارت څخه (۳۱۱) شمېره کاري جواز تر لاسه او د (۶۳) شمېري له مخې د یو رسمي او خصوصي لوړو زده کړو ارگان په توگه ثبت شوه.

افغان د لوړو زده کړو مؤسسه باغ بالا ته نيژدې، د پولیتخنیک پوهنتون ته مخامخ په پنځمه ناحیه کې د کابل په ښار کې موقعیت لري.

افغان د لوړو زده کړو مؤسسه د افغان بنسټ د ښوونیزو چارو د هغې لړۍ یوه برخه ده، چې څو کاله وړاندې د افغان ښوونځي او افغان مدرسې او افغان دارالحفاظ په برخه کې د هېواد والو د پرله پسې غوښتنو او تشویق په پایله کې تاسیس او جوړه شوه.

لید لوری 

افغان د لوړو زده کړو مؤسسې مشرتابه هوډ لري، څو د یوې داسې نمونې او ماډل د جوړولو او وړاندې کولو جوگه شي، چې له یوې خوا د نوي کهول او نسل اړتیاوو او د ننۍ نړۍ او ټکنالوجۍ غوښتنو او ضروریاتو ته ځواب ویونکی وي او له بلې خوا اسلامي او افغاني دودونو او کلتورونو ته د بشپړ درنښت او ژمنتیا د پلي کېدو له لارې، د دې ټولنې هر وگړي او لوري ته د منلو وړ وي.

په ټوله روڼتیا او ډاډ د همدې نمونې تقلید وشي او د یو منلي نظام په توگه وکارول شي، که يې د پرمختگ او لا بډاینې په برخه کې د تعدیلاتو او تغیراتو سپارښتنې او وړانديزونه وي، هغه مهال به د منل شوو اصولو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره تر سره کېږي او د لا بهبود لپاره به یې کار کېږي.

اړتيا

هېوادوالو ته د اسلامي او افغاني اصولو په پام کې نیولو سره د معیاري او اغیزناکو تحصیلاتو وړاندې کول د افغان لوړو زده کړو مؤسسې اساسي موخه ده، څو وکولای شو په دې برخه کې د ښه خدمت جوگه وگرځو او په ریښتینې توگه خپل رسالت تر سره کړو.

افغان د لوړو زد ه کړو مؤسسه د گومارنې (استخدام) په برخه کې هېڅ ډول تبعیض او توپیر نه لري، خو چې د اسلام د مبارکو اساساتو او ملي غوښتنو ضد واقع نه شي. دا مؤسسه د ټولو خلکو لپاره د مساوي فرصت تگلارې ته ژمنه ده، چې د نژاد، رنگ، ملیت، عمر، مدني حالت، جنس، معلولیت،  ونه (قد) او وزن د وضعیت  پر بنسټ تبعیض نه کوي. البته زموږ لپاره د جنس په اړه د ښځینه څانگې لپاره د ښځینه کدرونو پیدا کول، جذبول او روزل تر ټولو خورا ارزښتناکه چاره ده.

هغه علمي کدرونه او استاذان چې غواړي له افغان پوهنتون سره علمي همکاري ولري او په دې اداره کې دنده تر سره کول وغواړي، نو دې خپله د پېژندنې پاڼه (CV) د پوهنتون د استخدام څانګې ته وسپاري یا يې دې په لاندې اړیکه راسره شریکه کړي.

اړیکه

باغ بالا ته نيږدې، د پولیتخنیک پوهنتون ته مخامخ، کابل

 

نوي تحصیلي کال (۱۳۹۳ل) ته د چمتووالي په برخه کې افغان د لوړو زده کړو مؤسسه د علمي کدرونو او استاذۍ په برخه کې لاندې پوستونه اعلانوي:

څانگه (مضمون)    د پوستو نو شمېر    جنس    وخت    تحصیلي اسناد او د منلو شرطونه    د اعلان د پای نېټه    کتنې

 د حقوقو پوهنځي ریاست    ۱    نارینه    پوره وخت    ماسټري او درې کلنه تجربه    ۲۷، حمل، ۱۳۹۳ل

شرعیات (د جنایاتو فقه)    ۱    ښځینه    پوره وخت یا  د لکچر تړون    ماسټري، د تدریس تجربه    ۲۷، حمل، ۱۳۹۳ل

شرعیات

(د معاملاتو فقه)    ۱    ښځینه    پوره وخت یا  د لکچر تړون    ماسټري، د تدریس تجربه    ۲۷، حمل، ۱۳۹۳ل

شرعیات

(اصول فقه)    ۱    ښځینه    پوره وخت یا  د لکچر تړون    ماسټري، د تدریس تجربه    ۲۷، حمل، ۱۳۹۳ل

شرعیات

(میراث)    ۱    ښځینه    پوره وخت یا  د لکچر تړون    ماسټري، د تدریس تجربه    ۲۷، حمل، ۱۳۹۳ل

شرعیات

(د اسلام سیاسي نظام)    ۱    ښځینه    پوره وخت یا  د لکچر تړون    ماسټري، د تدریس تجربه    ۲۷، حمل، ۱۳۹۳ل

حقوق

(د حقوقو مبادي)    ۱    ښځینه    پوره وخت یا  د لکچر تړون    ماسټري، د تدریس تجربه    ۲۷، حمل، ۱۳۹۳ل

حقوق

(داسلام دحقوقو اساسات)    ۲    ښځینه او نارینه    پوره وخت یا  د لکچر تړون    ماسټري، د تدریس تجربه    ۲۷، حمل، ۱۳۹۳ل

حقوق

(د نړۍ سیاسي تاریخ او د سیاسي اندونو تاریخ)    ۲    ښځینه او نارینه    پوره وخت یا  د لکچر تړون    ماسټري، د تدریس تجربه    ۲۷، حمل، ۱۳۹۳ل

حقوق

(د اسلام اساسي حقوق او عمومی حقوق)    ۱    ښځینه    پوره وخت یا  د لکچر تړون    ماسټري، د تدریس تجربه    ۲۷، حمل، ۱۳۹۳ل

حقوق

(سیاسي اندونه)    ۱    ښځینه    پوره وخت یا  د لکچر تړون    ماسټري، د تدریس تجربه    ۲۷، حمل، ۱۳۹۳ل

حقوق

(معاصر حقوقي سیستمونه)    ۲    ښځینه او نارینه    پوره وخت یا  د لکچر تړون    ماسټري، د تدریس تجربه    ۲۷، حمل، ۱۳۹۳ل

اقتصاد

ریاضیات + کمپيوټر + ITB    ۱    ښځینه    پوره وخت یا  د لکچر تړون    ماسټري، د تدریس تجربه    ۲۷، حمل، ۱۳۹۳ل

اقتصاد

احصائیه + تجارتي ریاضیات + مصارفاتو محاسبه    ۳    نارینه    پوره وخت یا  د لکچر تړون    ماسټري، د تدریس تجربه    ۲۷، حمل، ۱۳۹۳ل