وروستي:

افغان مدرسه په انځوريز راپور کې

دافغان بنسټ  دښوونيزو چارو په تشکيل کې يوهم افغان مدرسه ده،چې په ۱۳۹۱ل کال يې بنسټ ايښودل شوي بېلابېل صنفونه لري چې دمختلفو عمرونو لرونکي طالبان پکې په ديني زده کړو بوخت دي،هغه کتابونه چې په افغان مدرسه کې زده کوونکيوته تدريس کېږي عبارت دي له،قران کريم،فقهې  ،عقايد،قصص الانبياء،سيرت النبي،عربي اونور کتابونه دي ،ددوه کالوپه تېرېدو دافغان مدرسې د طالبانو او ګډون کوونکو شمېر له ۱۰۴ څخه ۱۸۰ تنوته ورسېد.

CIMG0243

دافغان مدرسې مدير ښاغلي محمدطيب مبارک افغان بنسټ وېبپاڼې ته وويل: افغان مدرسه دافغان بنسټ په تشکيل پورې اړونده ده اوپه ۱۳۹۱ل کال کې تاسيس شوې اود کال له پيله  يې رسمي چارې پيل شوې،په لومړي کال کې مو له دريېم څخه تر اتم ټولګي طالبان درلودل اوددې ترڅنګ مو دقرانکريم دحفظ حلقه لرله،چې طالبانو شمېر مو په لومړي کال ۱۰۴تنه و،په دې کې ۲۳تنه دحفظ په برخه اوباقي له ۳څخه تر ۸م پورې په ټولګيوکې په درسونو بوخت ول،موږ خپلو طالبانوته نصاب داسې برابر کړي دي چې له لومړي ټولګي تر اتم پورې ديني اوعصري علوم ګډ لوستل کېږي،يعنې عصري هغه کوم چې په مکاتبوکې لوستل کې هغه موټول پکې شامل کړي دي،ترڅومو طالب ته په اينده کې د عصري علومو، کمپيوټر او انګليسي په برخه کې هم مشکلات  ونلري اوسږکال (۱۳۹۲)چې اوس  تعليمي کال په خلاصېدو دی زموږ دطالبانو شمېره ۱۴۶تنوته ورسيده،چې له څلورم څخه تر نهم ټولګي پورې په زده کړو بوخت ول.

دافغان مدرسې دحفظ القران دبرخې استاد قاري عبدالخبير چې تازه يې په افغان مدرسه کې د استاد په صفت دنده پيل کړې ،وايي چې ۲۵تنه طالبان لري چې   دقران کريم په حفظ کولو مصروف دي، د سهار له ۶:۳۰بجويې درسونه پيل کېږي او دشپې تر ۹بجوپورې ادامه لري،قاري عبدالخبير وايي چې شاګردان يې دېر کوشش کوي اودوی هم  ورسره ډېر کوشش کوی ترڅو ددغو زحمتونو ثمره چې دوی يې باسي مثبته او خوږه وي.

CIMG0222

دافغان مدرسې دحفظ دبرخې يوکوچني  ۸ کلن طالب ،محمدخُبيب درفيع الله ځوي چې اصلاً د ميدان وردګو اوسېدونکي دي او اوس په خوشحال مېنه کې ژوند کوي، ۱۹سپيارې قران يې حفظ کړی دی،په ډېرې خوښئ سره وايي چې له دوه کالو راپدېخوا په افغان مدرسه کې حفظ کوم له خپل استاد څخه ډېر خوښ و، ويل يې چې ۱۱سيپارې راته پاتې دي چې قرانکرم ټول حفظ کړم،محمدخُبيب وايي چې په کور کې مور اوپلار ډېره مينه ورسره لري،هرکله چې مدرسې ته راځي مور يې ورته ګرمې جامې ور اغوندي ،خومحمد خُبيب وايي چې په ده باندې يې بل ورور چې له ده څخه يوکال مشر دي محمدسهيل نومېږي او قرانکريم يې ټول حفظ کړی دی اودی هم په ډېره مينه خپل ګرردان کوي.

CIMG0230

په افغان مدرسه کې دقرانکريم دحفظ ترڅنګ نور کتابونه هم تدريس کېږي د علم النحوې يو استاد اسرارالحق افغان بنسټ وېبپانې ته وويل:موږ دمعارف له اصولوسره سم ځان عيار کړی دی ، او اوس تعليمي کال پای ته رسيدلی دی خو موږژمنی کوروسونه لرو چې صرف،نحوه درس ورکوو،دي وايي چې موږ اوس دژمي په موسم کې ددې برخولپاره يو يو صنف لرو، استاد اسرارالحق وايي چې دوي په مدرسه کې له طالبانوڅخه فيسونه نه اخلي،اواوس په ژمنيو کوروسنو کې هم تنها ددوي لپاره داطاقونو دګرمولوپه موخه ترې ډېرې کمې پيسي اخلي چې هغه هم ددوي لپاره داطاقونو په ګرمولو کې ورته مصرف کېږي.

دي وايي چې ډيری شاګردان يې په اعلی درجه دي ښه ذهنيت لري، اوکه څوک ادنا وي دهغوي لپاره موږ بېل ميتود برابر کړی دي اودهغه د ذهنونو داخذ په اندازه ورته درس ورکوو او بل داچې موږ شاګردان د تهديد نه بلکې د تشويق له مخې روزو.

CIMG0239

دافغان مدرسي ټول استادان له خپلو زده کوونکيو څخه ډير خوشحاله دی او وايي چې زده کوونکي يې تکړه دي  اودوي دهغویدخوشحالي راز داپه ګوته کوي چې افغان مدرسه يواځينئ هغه اداره ده ،دزده کوونکيوته ډېره توجه کېږي او دزده کوونکيو د وړتيا او استعدادونو په اندازه درس ورته ويل کېږي او همدا لامل دي چې ورځ تربلې يې دز ده کوونکيو په شمېر کې زياتوالی هم راځي.