وروستي:

په افغان ښوونځي كې څلور نيم مياشتنۍ ازموينې تربشپړکنترول لاندې پيل شوې

د هېواد د پوهنې وزارت د اصولو له مخې د چنګاښ پر 15 مه د هېواد په سړو سیمو كې د ښوونځیو څلور مياشتنۍ ازموينې پيلېږي چې په همدې لړ کې نن  یکشنبه   په افغان ښوونځي كې هم  له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د بېلا بېلو مضامينو ازموينه واخيستل شوه.

د ازموينې صحنه تر ډېره آرامه او د افغان بنسټ او  د پوهنې وزارت د پلاوي له لوري تر كنترول لاندې وه، د ازموينې د صحنې او د ازموينې له پاره د نيول شوي پلان  په اړه د افغان ښوونځي مدير ښاغلي عبدالروف فراهي افغان بنسټ ویپباڼې ته وویل :

«موږ د ازموينې له پيله وړاندې په ښوونځي كې د استادانو سره ناستې كړي، د ازموينې له پاره مو يو جامع پلان جوړ كړى او د  دغه پلان له مخې په افغان ښوونځي كې له زده كوونكو څخه ازموينهDSC04198 اخيستل كېږي،))

هغه وویل چې   استادانو ته یې هم لارښوونه كړې چې د تدريسي پلان سره سم سوالونه جوړ او د وركړل شوي درس له چوكاټ نه بهر سوالونه راونه وړي، تر څو زده كوونكي له ستونزو سره مخ نه شي.

 ده زياته كړه چې، د افغان ښوونځي استادانو او د افغان بنسټ د څار پلاوي په بشپړه توګه د ازموينې صحنه تر كنترول لاندې نيولې او زده كوونكو هم په پوره ليوالتيا سره  دخپلې ازموينې پاڼې حل كړې.

همدارنګه  د افغان ښوونځي د ازموينې د صحنې د څار د پلاوي غړي انجنير محمد افضل ذاكر هم  په افغان ښوونځي كې د څلور نيم مياشتنۍ ازموينې په اړه وويل چې،  دغه ازموينه د پوهنې وزارت د اصولو او لارښوونو سره سمه پيل شوې ، لله الحمد په افغان ښوونځي كې زده كوونكي تكړه او ځيرك ځوانان دي، د ازموينې صحنه تر بشپړ كنترول لاندې وه او زده كوونكو هم په پوره زړورتيا او ځيركتيا سره خپلې د ازموينې پاڼې حل كړې،

 ده زياته كړه چې زده كوDSC04203ونكي د استادانو لخوا د تدريس شوي پلان مطابق د سوالونو په جوړولو تر ډېره بريده خوښ ول.

په افغان ښوونځي كې اوس مهال تقريباً له 800 زيات د هېوادوالو بچيان په زده كړو بوخت دي، افغان ښوونځى په ډېر كم وخت كې د ښه فعاليت او د لوړ علمي معيار په تدريس سره اوس يو منل شوی ښوونځى دى، چې د هېوادوالو بچيان په كې په لوړو علمي معيار روزل كېږي.

 د افغان ښوونځي د فعاليتونو په اړه مو د افغان ښوونځي له يوه  تن استاد عبدالغيور څخه وپوښتل، نوموړي افغان بنسټ ویپباڼې ته وویل چې، افغان ښوونځي د نورو ښوونځيو په پرتله ډېر توپير لري او هغه دا چې په افغان ښوونځي كې د هېوادوالو بچيان په لوړ علمي معيار روزل كېږي، همدارنګه د دغې ادارې ډېره پاملرنه د هېواد د راتلونكي نسل په علمي او فكري لحاظ روزنې ته ده، په افغان ښوونځي كې ټول استادان مسلكي دي او زده كوونكي هم د دوى د تدريس نه خوښ دي،

ده زياته كړه : ((له ډېره وخته را په دې د ښوونكي دنده تر سره كوم او په بېلا بېلو شخصي ښوونځيو كې مې تدریس كړى خو د افغان ښوونځي محيط له نورو ټولو علمي مركزونه څخه جلا او دلچسپ دى ، همدا سبب دى چې د هېواد بچيان هم د نورو ښوونځيو په نسبت افغان ښوونځي ته ډېره مراجعه كوي. ))

 د څلور نيم مياشتنۍ ازموينې د پېلېدو په اړه نوموړي وويل چې، د افغان ښوونځي ادارې د ازموينې له پېله وړاندې د ښوونكو تر منځ د ازموينې له پاره پلان جوړ كړى، د ازموينې د تنظيم له پاره يې لازمې لارښوونې  کړې، د سوالونو د جوړولو له پاره یې يوه كميټه جوړه كړې.DSC04199

ده زياته كړه چې د افغان ښوونځي د ادارې له خوا تاكيد شوى چې د زده كوونكو د ځوابونو پاڼې دې په پوره ايماندارۍ او دقت سره وكتل شي تر څو د زده كوونكو حق تلف نه شي.

 د ازموينې د صحنې او سوالونو په اړه مو د افغان ښوونځي د لسم ټولګي له زده كوونكي حكمت الله څخه وپوښتل، ده وويل:  چې لومړنۍ ازموينه  يې د فزيك ده، استاد د راكړل شوي تدريس له مخې ښه او زموږ د سويې مطابق سوالونه راوړي چې په ډېره ليوالتيا مو ټولو پوښتنو ته ځوابونه وليكل. ده همدارنګه وويل چې د ازموينې صحنه ډېره ارامه او د استادانو او څارونكو له خوا تر بشپړ كنترول لاندې وه او موږ د ازموينې له صحنې او استادانو خوښ يو.»

ده هېله څرګنده كړه چې بايد د ازموينې تر پاى د ازموينې صحنه همدا ډول ارامه او د كنترول لاندې ونيول شي .

په افغانستان كې اوس مهال ډېر شخصي ښوونيز مركزونه فعاليت كوي؛ خو د ګوتو په شمار يې د راتلونكي نسل د ښې روزنې له پاره خپلې ملاوې تړلي دي، ډېريو د علمي پاملرنې پر ځاى سوداګرۍ ته مخه كړې همدا سبب دى، چې ځينې ښوونځي د پوهنې د وزارت له خوا او يا هم د ځينو نيمګړتياوې له كبله له منځه لاړل؛ خو افغان ښوونځى په ډېر كم وخت کې د هېوادوالو تر منځ د  ښه نوم خاوند شو او په علمي ډګر كې د ګړندي او نه ستړي كېدونكو ګامونو په اخيستلو سره د هېوادوالو د قناعت وړ وګرځېد.

پر دې سربېره افغان ښوونځى اوس مهال د هېواد د پوهنې وزارت او اړوندو ادارو له خوا څوځله ستايل شوى هم دى.DSC04201