په افغان ښوونځي کې د ښوونکي ورځ ولمانځل شوه
په دغه لمانځ غونډه کې د افغان ښوونځی د ښوونکو او شاګردانو سربېره د افغان بنسټ مرستیال ښاغلي عبدالرزاق فتاحي او همدارنګه ځینو نور غړیو هم ګډون کړی و، د سټیج چارې حمیدالله حقنواز پر مخ بیولې، غونډه د نیکمت الله اجمل له لوري د قرآن کریم په مبارکو ایتونو پیل شوه، وروسته د افغان ښوونځي ښوونکو او همدارنګه زده کوونکو د ښوونکي د مقام په اړه خپلې عالمانه ویناوې، شعرونه، مقالې واورولې.
د غونډې په ترڅ کې د افغان ښوونځي مدیر ښاغلي عبدالروف فراهي د ښوونکي مقام وستایه او ښوونکي ته یې د ټولنې د رهبر او مشر خطاب وکړ، فراهي زیاته کړه، ښوونکي دی چې نړۍ یې مترقي کړه او همدا ښوونکی دی چې د ټولنې لپاره د یوه ښه شخصیت چې ټولنې او خلکو ته د خدمت جوګه شي معرفي کوي، نوموړي وویل چې ښوونکي پر موږ او تاسو ډېر زیات حقونه لري لکه څرنګه مو چې پلارونه د نفقې غم خوري، ښوونکی دی چې د ځوان نسل د فکري روزنې لپاره نه ستړي کیدونکي ګامونه پورته کوي، نو ځکه موږ ښوونکي ته معنوي پلار وایو او ښوونکی هم پر موږ داسې حق او حقوق لري له همدې کبله باید ښوونکي ته ډېر زیات احترام ولرو.
غونډه د افغان بنسټ د مرستیال ښاغلي فتاحي په دعا پای ته ورسېده.