نکاح – لومړۍ برخه
ليکنه: مولوي سيف الله ساعي
نکاح د فطري غوښتنو د پوره کولو لپاره يوه روا لار :
اسلام نکاح دومره اسانه کړې ده چې د هغې برابر بل هيڅ شی نه شي کېدلای دا ځکه چې زموږ دين فطري دين دی نو انساني فطرت او روا غوښتنوته پکې بشپړه پاملرنه شوې ده دا خبره هر چاته څرګنده ده چې نارينه ښځينه و ته او ښځينه نارينه و ته په ټولنيز ژوند کې اړتيا لري او ديو بل په مرسته خپل ټولنيز ژوند په ښه او پوره ډول په مخ وړلی شي او دانسان فطرت هم دا غوښتنه کوي چې ژوند بايد د نارينه او ښځينه په ګډه تېر شي .
ځينو مذهبونو چې د انسانانو خپل منځني کشش چې د نارينه و ښځينه و ته او ښځينه و نارينه و ته پيداکيږي د شيطاني غوښتنو لامل بللی نو ځکه يې د دنيا پرېښودنه (رهبانيت ) الله ج جلاله ته د نږدېوالي يوازنۍ لار په ګوته کړې ده او د نکاح او واده کولو څخه يې ډډه غوره ښودلې ده خو اسلام چې يوفطري دين دی او پوهيږي چې انساني کشش د انسان له طبيعت څخه دی او د هغه څخه سر غړونه د بېلابېلو ناخوالواو ناروا لارو د غوره کولو لامل ګرځي ځکه يې ويلي : ولقد أرسلنا رسلا من قبلك وجعلنا لهم أزواجا وذرية ( سورة الرعد٣٨)
ژباړه : اې نبي صلى الله عليه وسلم موږ له تانه مخکې هم رسولان لېږلي او هغوی ته مو مېرمنې او اولادونه ورکړي و
نو له مېرمنو او او لادونوسره ګډ ژوند کول دانسان يوه فطري او طبعي غوښتنه ده او دهغې د پوره کولو لپاره روا لارې چارې لټول پکار دي چې زموږ په دين کې په بشپړه توګه بيان شوې دي او په هغو باندې ډېر ټينګار شوی دی لکه چې په حديث کې راځي
۱- قال عبدالله كنا مع النبي صلى الله عليه وسلم شبابا لانجد شيئا فقال لنا رسول الله يا معشر الشباب من استطاع منكم الباءة فليتزوج فإنه أغض للبصر وأحصن للفرج ومن لم يستطع فعليه بالصوم فإنه له وجاء[1]
ژباړه : عبدالله رضي الله عنه وايي : موږ ځوانانو د رسول الله صلى الله عليه وسلم په وخت کې څه نه درلودل چې ودونه مو پرې کړي وی نو رسول الله راته وويل : ای ځوانانو له تاسونه چې څوک د واده توان لري نو نکاح د ې وکړي ځکه نکاح له حرامو څخه د سترګو ډېره ژغورونکې او شرمګاه ډېره ساتونکې لارده او څوک چې د واده توان نه لري هغه دې روژې ونيسي ځکه روژه دهغه لپاره د شهوت له منځه وړلو لار ده .
نکاح يو عبادت دی
رسول الله صلى الله عليه وسلم خپل امت نکاح ته هڅولی اونکاح يې د انساني اړتياو تر څنګه يو عبادت او سنت ښودلې ده او په حديث کې راځي.
۲- عن ابي ايوب قال : قال رسول اللهصلى الله عليه وسلم أربع من سنن المرسلين :الحياء ,والتعطر ,والسواك ,والنكاح [2]
ژباړه : له ابو ايوب رضي الله عنه څخه روايت دی وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : څلور شيان د نبيانو له سنتو څخه دي حيا،عطر ،مسواک او نکاح .او په نکاح کې يې ځنډراوستل نه دي خوښ کړي لکه چې په حديث کې راغلي
۳- عن علي بن أبي طالب أن النبي صلى الله عليه وسلم قال له : يا علي ثلاث لاتؤخرها :الصلاة إذا انت , والجنازة إذا حضرت , والأيم إذا وجدت لها كفوا.[3]
ژباړه : له علي رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله جل جلاله ورته وويل : درې شيانو کې څنډ مه کوه لمونځ چې وخت يې راشي ،جنازه چې کله تياره شي او د پېغلې انجلۍ لپاره چې کله سيال کس پيداشي
دا درې واړه شيان داسې دي چې پرته له کومې اړتيا څخه يې وروسته کول غوره کار نه دی په ځانګړي ډول خپلو اولادونو ته پر وخت نکاح کول يې د پلار يوه اسلامي دنده او د زوی يو اخلاقي حق بللی که اولاد د شرم او حياله کبله د خپلې نکاح چارې نه شي تر سره کولای نو پلار يې بايد مرسته ورسره وکړي او لارې چارې ورته ولټوي که څه هم دبالغ زوی پالنه ،د واده اونور لګښتونه دپلار پر غاړه نه وي خو دلګښتونوپرته نور کوم شی چې د پلار په توان کې وي لکه د يو چا خوريا لور د خپل زوی لپاره غوښتل او داسې نور هغه بايد ونه سپه مه وي ځکه چې د اولادونونکاح پرته له اړتيا څخه ځنډول کله ناکله د ناخوالو ، بد مرغيواو ګناهونو لامل جوړيږي چې په هغوکې بيا پلار هم ور سره ګډ وي لکه په يو حديث کې هم راغلي
۴- عن ابي سعيد وابن عباس قالا: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : من ولد له ولد فليحسن اسمه وأدبه فإذا بلغ فليزوَجه ,فإن بلغ ولم يزوَجه فأصاب إثما ,فإنما إثمه على أبيه [4]
ژباړه : له ابوسعيد او ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : د چا چې بچی پيدا شي ښه نوم دې پرې کيږدي ، روزنه او پالنه يې دې وکړي او چې بالغ شي نو نکاح يې دې وکړي که چېرې بالغ شو او نکاح يې نه وه ورکړې له هغو څخه کومه ګناه وشوه نو په ګناه کې پلار هم ور سره شريک دی . دا ځکه چې پلار د خپل اولاد لپاره څومره چې شونې وې هلې ځلې او کوښښ نه و کړی.
پرته له اړتيا څخه د نکاح ځنډول د فتنې او فساد لامل
په يو حديث کې راځي چې کله مو اولادونو ته مناسب ځای پیدا شي نو پرته له اړتيا څخه يې نکاح ځنډول د فتنې او فساد لامل جوړېدلای شي او په دې اړه د رسول الله صلى الله عليه وسلم وينا ده :
۵- عن ابي هريرة قال :قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : إذا خطب إليكم من ترضون دينه وخلقه ,فزوّجوه ، إلا تفعلوا تكن فتنة في الأرض وفساد عريض[5]
ژباړه : له ابوهریره رضي الله عنه څخه روايت دی وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : که داسې يو څوک ستاسو د اولادونو په اړه د نکاح پيغام دروليږي چې تاسو يې له ديندارۍ او اخلاقو څخه خوښ وئ نو د خپلو اولادونو نکاح ور سره وکړئ که مو ونه کړه نو دا به د يوې فتنې او خپاره فساد لامل وګرځي . او که پر وخت نکاح وشي نو دهر ې ناخوالې او بدمرغۍ مخه به ونيول شي .
نکاح د ايمان او دين د بشپړه کېدو لامل
۶- عن أنس قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : إذا تزوَج العبد فقد استكمل نصف الدين , فليتَق الله في النصف الباقي.[6]
ژباړه : له انس رضي الله عنه څخه روايت دی وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : کله چې يو څوک نکاح وکړي نو نيم دين يې بشپړه شي او د پاتې نيم ايمان په اړه دې له الله جل جلاله څخه ويريږي .
اسلام رهبانيت او دنيا پرېښودنه ناسمه کړنه ښودلې ده او ويلي يې دي ( لارهبانية في الإسلام ) په اسلام کې رهبانيت او دنيا پرېښودنه نشته او همدا ډول اسلام خپل پيروان له هغو لارو چارو څخه منع کړي په کومو کې چې دانسان دفطري غوښتنو وړتيا او توان له منځه ځي لکه په يو حديث کې راځي.
۷- عن ابن مسعود قال كنا نغزومع رسول الله صلى الله عليه وسلم ليس لنا نساء فقلنا يا رسول اللهصلى الله عليه وسلم ألا نستخصي فنهانا عن ذلك[7]
ژباړه : له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دی وايي : موږ د رسول الله صلى الله عليه وسلم په ملتيا جهاد کوی زموږ ښځې نه وې نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته مو وويل : چې ای دالله رسوله موږ خپل ځانونه خسيان نه کړو رسول الله صلى الله عليه وسلم له دې څخه منع کړو .
همدارنګه اسلام خپلو پيروانو ته د نکاح په هره برخه کې لازمې او په زړه پورې لارښوونې کړې دي او هر څه يې ورته په ډاګه کړي دي آن تر دې چې د ښځې په غوره کولو کې يې هم ځانګړي شيان ورته په ګوته کړي اوپه حديث کې يې هغه څه بيان کړي دي د کومو له کبله چې د يوې ښځې سره څوک نکاح ته زړه ښه کوي حديث کې راغلي.
۸- عن ابي هريرة ,عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : تنكح النساء لأربع : لمالها ولحسبها ولجمالها ولدينها فاظفر بذات الدين تربت يداك[8]
ژباړه : ابوهریره رضي الله عنه له نبي صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : د ښځو سره د څلورو شيانو له امله نکاح کيږي د هغې د ماله له کبله ، حسب او پلارګنۍ له امله ،ښايست او ښکلا او يا هم دين له کبله نو دينداره ښځه غوره کړه لاس دې په خاوروشه .
په دې حديث کې څلور شيان بيان شوي چې په يوه ټولنه کې د يوې ښځې سره د دغو څلوروشيانو له امله نکاح کېدلای شي خو که غور وکړو څلورم شي ته زموږ په دين کې ډېره پاملرنه شوې ده او اسلام خپل پيروان هغې ته هڅولي دي چې په پام کې يې ونيسي دا ځکه چې د ديندارۍ پرته لومړني درې شيان په اصل کې ځينې داسې دي چې پايښت نه لري اوځينې يې بيا ديوې ښځې خپل نه وي او يا هم د دين په وړاندې دومره دباور وړ نه وي لومړی شتمني داسې يو شی ده چې که د يوې ښځې پلارګنۍ شتمنه وي نو نومړې ښځه د هغوی له کبله شتمنه نه بلل کيږي بلکې که چېرې نوموړې ته د پلار په شتمنۍ کې خپل حق ورکړل شي نوهغه به ډېر يوه کمه اندازه شی جوړ شي په ځانګړي ډول د پښتنو په ټولنه کې د ښځې سره داسې يو ظلم را روان دی چې هر څوک خپل لور او خور يومال او سامان ګڼي او هغه د پيسو ګټلويوه لار بولي او نور په ميراث او کور کې هغې بېچاره او بېوزلې ته هيڅ حق نه ورکول کيږي او بل دا چې مال او شتمني يو تلونکی او راتلونکی شی دی چې ډېر کله د نن شتمن سبا بېوزله وي او دنن بېوزله سبا شتمن وي
همدارنګه ښايست او ښکلا د يو څه وخت په تېرېدو سره له منځه ځي په ځانګړي ډول چې د يوې مېرمنې يو څو اولادونه پيداشي او حسب او پلارګنۍ هم داسې يو شی دی چې له ديندارۍ پرته دومره د باور وړاو ټاکنې لامل نه شي جوړېدلای پاتې شوه يوازې دينداري چې هغه داسې يو شی ده چې کله په يو انسان کې راشي نو ژوند به يې د تل لپاره خوشحاله او د ژوند په ټولوچارو کې به مېرمن او خاوند يو په بل ډاډه وي .