مسلمانې خور ته څو نصيحتونه
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دا لاندې مسلمانې خور ته څو مختصر نصيحتونه دي ، هيله ده چې هغوی ته ګټور تمام شي .
لومړی نصیحت
مسلمانې خورئ! په دې باندې رضا او خوښه اوسه چې الله تعالی مو رب ، اسلام مو دين او پيغمبر مو محمد صلی الله عليه وسلم دی ، او بايد پخپل ځان کې د ايمان نښې او اثار قولاً ، عملاً او اعتقاداً ښکاره کړې ځکه د ايمان سره نيک عمل ضرور دی تر څو د الله سبحانه وتعالی د غضب او عذاب څخه نجات ومومې .
دوهم نصيحت
مسلمانې خورې ! په پنځه وخته لمانځه باندې هميشوالی کوه ، پام کوه چې د ژوند مشغولتيا مو د لمانځه څخه غافله نه کړې، ځکه د انسان د پيدايښ اصلي هدف عبادت دی ، عبادت د کار تابع مه ګرځوه داسې چې کار خلاص شي بيا لمونځ وکړمه ، بلکي کار د لمانځه او عبادت تابع وګرځوئ ، تر څو مو دا لمونځ د نارواه کارونه څخه وژغوري ، د نجات او خلاصون سبب مو شي او د دنيا په کارونو کې مو برکت او آستيا نازله شي .
الله سبحانه وتعالی فرمايي : فإن الصلاة تنهى عن الفحشاء والمنكر (العنكبوت:45)
ژباړه : يقيناً چې لمونځ منع کوي (لمونځ کوونکی ) له بې حيايی او بدو کارونو څخه .
د لمونځ په تأخير او ناوخته کولو سره به دوه تاوانونه وکړئ عبادت به مو صحي ادا نشي او د ځان د پاره به کارونه سخت کړئ ځکه په قدسي حديث شريف کې راغلی دي:
«يقول الله تعالي: يا بنيآدم! تفرغ لعبادتي أملأ صدرك غني وأسد فقرك وإن لم تفعل ملأت صدرك شغلا ولم أسد فقرك:(مسند احمد او ابن ماجه ) .
(الله جل جلا له فرمايي : ای د آدم زويه ! ځان دې زما د عبادت د پاره فارغ کړه تر څو ستا سينه له بې احتاجۍ ، بې وسۍ او توان څخه ډګه کړم او فقر محتاجي له تا څخه لرې کړم کچيرې داسې ونه کړې ، ستا سينه به په مشغوليتونو ډکه کړم او تا نه به فقر او احتياج لرې نه کړم) .
د لمانځه د ضايع کوونکي د پاره نجات نشته :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«مَنْ حافَظَ عَلَيْهَا، كَانَتْ لَهُ نُوراً وبُرْهَاناً وَنَجَاةً يَوْمَ القيامَةِ، وَمَنْ لَمْ يُحَافِظْ عَلَيْهَا، لَمْ يَكُنْ لَهُ بُرْهَانٌ وَلا نُورٌ وَلَا نَجَاةٌ، وَكَانَ يَوْمَ القِيَامَةِ مَعَ قارُونَ، وَهامَانَ، وَفِرْعَوْنَ، وَأُبَيِّ بْنِ خَلَفٍ»
((څوک چه په لمانځه (سره له حقوق) دايمی پابند وي هغه لمونځ به د قيامت په ورځ د ده لپاره دليل ،وسيله او رڼايې وګرځي، اوڅوک چه د لمانځه پابندی ونه کړي د ده لپاره به په قيامت کې نه دليل وي ،نه وسيله،نه نجات اونه به نور وي ،او د قيامت په ورځ به له قارون،فرعون،هامان او ابی بن خلف سره يو ځای حشر کيږي)). رواه أحمد (2/196) ،والدارمي (2721) .وابن حبان (1467)
دريم نصيحت
مسلمانې خورئ کله چې له کور څخه وځي نو په پرده او حجاب کې ووځه ، حجاب ستا د پاره ستر ، عزت ، وقار ، امنيت او د پاکدامنۍ ډير کلک ديوال دی چې د الله تعالی د جانبه درباندې فرض دی ، لقوله سبحانه وتعالی : يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلاَ يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا (الاحزاب 59 ).
ژباړه : ای پيغمبره ! ووايه ته خپلو ښځو ، لوڼو ، او د مؤمنانو ښځو ته چې خپل پړونې يا لوی څادرونه پر ځانو خواره کړي دا ډيره غوره کړنلاره ده تر څو و پيږندل شي نو نه به ربړول کيږي (د بدکاره او فاسقو خلکو له ضرر او اذلت رسولو په امن وي او الله ښه بخښونکی مهربان دی .
څلورم نصيحت
مسلمانې خورې ! د خاوند اطاعت کوه ، د هغه سره ښه سلوک کوه ، هغه ته په خير نصيحت کوه ، او هغه ته د غمونو او پريشانيو په وخت کې تسل ورکوه ځکه خاوند ستا د ژوند مهربانه ملګری ، تګيه او د زړه سکون او تسل دی ، د هغه سره آواز مه اچتوه او خبرې يې مه ردوه ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :إذا صلت المرأة خمسها، و صامت شهرها، و حفظت فرجها، و أطاعت زوجها، قيل لها ادخلي الجنة من أي أبوابها شئت) ( سلسلة صحيحية ) .
يعنې : کله چې ښځه پنځه وخته لمونځ وکړي ، د رمضان روژه ونيسي د شرمګاه ساتنه وګړي او د ميړه اطاعت وکړي هغې ويل کيږي له هرې دروازې دې خوښه وي جنت ته داخله شه .
پنځم نصيحت
مسلمانې خورې ! خپل اولاد دې په صحي اسلامي تربيه وروزه ، او د هغوی په زړونو کې د الله تعالی او رسول الله صلی الله عليه وسلم مينه او محبت وکره ، هغوی له بدو کارونو او بدو اخلاق منع کړه تر څو د دوزخ د اور څخه نجات ومومي او دا کار خپل مسئوليت وګڼه ، لقوله سبحانه وتعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَاراً (ای مؤمنانو خپل ځانونه او خپل اهل عيال مو د دوزخ له اوره وساتئ ) .
شپږم نصيحت
مسلمانې خورې ! د بيګانه خلکو د اختلاط او د هغوی سره بغير له محرمه د سفر کولو څخه ځان وساته .
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من كان يؤمن بالله واليوم الآخر فلا يخلون بامرأة ليس معها ذو محرم منها ، فإن ثالثهما الشيطان ) رواه أحمد وصححه الحاكم ووافقه الذهبي ، وصححه الألباني في غاية المرام (180 )
(څوک چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لري هغه دې د ښځې سره چې محرم يې نه وي ورسره کډون نه کوي ځکه چې دريم يې شيطان دی) .
اوم نصيحت
مسلمانې خورې ! د نارينه سره په خبرو ، لباس وغيره کې مشابهت مه کوه ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : “لعن الله المتشبهين من الرجال بالنساء والمتشبهات من النساء بالرجال “ ( د الله لعنت دی په هغو ښځو چې د نارينه په شان ځان جوړوي او په هغو سړيو چې د ښځو په شان ځان جوړوي ) .
او همدارنګه مسلمانه خور به د کفارو د ښځو په شان ځان نه جوړئ د هغوی تقليد او رسم به نه کوي ، نن ډير د دين څخه ناخبره ښځې په دې مرض باندې اخته دي د هندي سريالونو څخه چې د شيطاني ورکشاپونو له خوا خپريږي تقليد کوي ، داسې کول حرام دي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : من تشبه بقوم فهو منهم “ ( څوک چې د کوم قوم سره مشابهت کوي له هغوی څخه به وشميرل شي ) .
آتم نصيحت
مسلمانه بې بې به د اسلامي امت دعوتګره مور وې ، هغه به په حکمت سره د خپلو ګاونډيانو ښځو ، خپلوالو ښځو ته د هغوی کره د ورتګ او د هغوی د راتګ او د هغوی سره د مجالسو په وخت کې هغوی ته د دين دعوت کوي او خپلو اولادونو ته به د دين دعوت کوي .
نهم نصيحت
مسلمانې خورئ ! خپل زړه دې له شبهاتو او شهواتو وساته ، خپلې سترګې ، ژبه او غوږونه دې له حرامو وساته ، پوه شه چې داسې کول لويه تقوای ده او د الله (جل جلا له) په حق کې لويه حيا ده .
لقوله تعالی : وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ و(النور ۳۱ )
ژباړه : او مؤمنانو ښځو ته ووايه چې خپلې سترګې ټيټې او خپل شرم ځايونه پټ وساتي .
رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ عَلَى ابْنِ آدَمَ حَظَّهُ مِنْ الزِّنَا أَدْرَكَ ذَلِكَ لا مَحَالَةَ فَزِنَا الْعَيْنَيْنِ النَّظَرُ وَزِنَا اللِّسَانِ النُّطْقُ وَالنَّفْسُ تَمَنَّى وَتَشْتَهِي وَالْفَرْجُ يُصَدِّقُ ذَلِكَ أَوْ يُكَذِّبُهُ ) رواه البخاري (6243) ومسلم (2657)
ژباړه : ابن عباس روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : الله تعالی د هر چا د پاره د زنا يو حصه تعين کړی ده ، پس د سترګو زنا نا محرم ته کتل دي ، د ژبه زنا خبرې کول دي او د نفس زنا د هغه هيله او آرزو کول او غوښتل دي ، دا شرمګا ده چې بيا د هغه يا تصديق کوي او يا تکذيب .
لسم نصيحت
مسلمانې خورې ! خپل وخت دې له ضايع کيدو وژغوره ، خپل وخت په ټوکو ، نخرو او بې ګټې خبرو او قيصو مه تېروه ، د دنيا څو شميرلې امتحاني ورځي دي چې ډيرې ژر تيږي ، په دې څو ورځي ژوند کې مسلمان او مسلمانه بايد ټول وخت د تيارسۍ په حال کې وي او هرې خواته به پوره متوجه وي ، بيا په پښيمانيا او افسوس هيڅ هم نه کيږي .
الله سبحانه وتعالی فرمايي : {يا حسرتنا على ما فرطنا فيها} [الأنعام: 31]. ( وايي به دوی : ای افسوس اي پښيمانې زمونږ په هغه شي چې مونږ تقصير کړی وو په دنيا کې ) .
اللهم اهد فتاة الإسلام لما تحبه وترضاه، واعمر قلبها بالإيمان.
له آن لاين اسلامي لارښود نه په مننې