بسم الله الرحمن الرحیم

قدرمند مفتي صاحب !

پوښتنه داسې ده چې زه دوه ورېندارانې لرم یو مشره ده او بله کشره ده مشرې ورېندار د کشرې د تیلیفون نمره خپل ورور ته ورکړې چې هغه ورسره اړیکه جوړه کړې ده او په چل یې ځان سره پاکستان ته تښتولې په دې تمه چې لندن ته یې بیایي خو کله چې هغوی سره شته مصرف ختمیږي نو دغه هلک ترې بېرته کابل ته ستنېږي او زموږ ورېندار خپلو خپلوانو کره پرېږدي :

اوس لومړۍ پوښتنه دا ده چې ایا موږ له دغه تن څخه چې زموږ ورېندار یې تښتولې او بیا یې پرېښې ده ، د واده قیمت اخیستلی شو او که نه څنګه چلند ورسره وکړو ؟

دویمه پوښتنه دا ده چې د دغې قضیې لامل زموږ مشره ورېندار ده چې د خپلې یور نمره یې خپل ورور ته ورکړې او بیا هغه داسې کړنه کړې ده، دغې ورېندار سره موږ څه کولای شو دقران او حدیث په رڼا کې یې ځوابونه راکړئ ، مننه به مو وي

مستفتي : عبدالاحد پغمانی

الجواب

حامدا ومصلیا

پردۍ مېرمن غولول او تښتول لویه ګناه ده، دغه تن ته پکارده چې د زړه له کومې الله جل جلاله ته توبه وباسي،که اسلامي حکومت وای! نو د ثبوت په صورت کې یې حد او یا تعزیرا بله سزا ورکولای شوی، خو دغه تن ته تاسې شرعا نه کومه ټاکل شوې سزا ورکولای شئ او نه هم ترې د واده پیسې اخیستلای شئ، البته ښه خبره داده چې خاوندخپلې دغې مېرمنې ته طلاق ورکړئ .

او کومه ورېندار چې دغې پیښې ته لمن وهلې او ددې ناورین لامل ګرځېدلې، هغې ته هم د زړه له کومې توبه پکارده، او د اصلاح په موخه یې خاوند وهلی هم شي خو که په راتلونکي کې له ښځې څخه د داسې کړنې د تکرارېدو وېره وي یا ترې ستاسو کورنۍ ته کوم بل خطر وي نو بیا د طلاق ورکولو ګنجایش شته .

1-قال الله تعالى،سورة فصلت

قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ 53

2-وفي جامع الترمذي 2/512 ط :الطاف كر اتشي،رقم 1171

عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ فَقَالَ رَجُلٌ مِنْ الْأَنْصَارِ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَفَرَأَيْتَ الْحَمْوَ؟قَالَ الْحَمْوُ الْمَوْتُ وَفِي الْبَاب عَنْ عُمَرَ وَجَابِرٍ وَعَمْرِو بْنِ الْعَاصِ  حَدِيثُ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ حَدِيثٌ حَسَنٌ صَحِيحٌ وَإِنَّمَا مَعْنَى كَرَاهِيَةِ الدُّخُولِ عَلَى النِّسَاءِ عَلَى نَحْوِ مَا رُوِيَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ لَا يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ إِلَّا كَانَ ثَالِثَهُمَا الشَّيْطَانُ وَمَعْنَى قَوْلِهِ الْحَمْوُ يُقَالُ هُوَ أَخُو الزَّوْجِ كَأَنَّهُ كَرِهَ لَهُ أَنْ يَخْلُوَ بِهَا .

3-وفي الدر المختار مع رد المحتار 3/199-207 ط :حنفية كويته

وكل مرتكب معصية لا حد فيها، فيها التعزير.أشباه ……………. والضابط كل معصية لا حد فيها فللزوج والمولى التعزير .

قال الشامي : قوله : (وكل مرتكب معصية) لعله ذكره مع إغناء ما قبله عنه ليقيد أن المراد بالمنكر ما لا حد فيه.قال في الفتح: ويعزر من شهد شرب الشاربين والمجتمعون على شبه الشرب وإن لم يشربوا، ومن معه ركوة خمر، والمفطر في رمضان يعزر ويحبس وكذا المسلم يبيع الخمر ويأكل الربا.والمغنى،و المخنث والنائحة يعزرون ويحبسون حتى حدثوا توبة، ومن يتهم بالقتل والسرقة يحبس ويخلد في السجن إلى أن يظهر التوبة، وكذا من قبل أجنبية أو عانقها أو مسها بشهوة اه .

4-وفي الدر المختار مع رد المحتار 5/260 ط :حنفية كويته

الخلوة بالأجنبية حرام .

5-وفي الدر المختار مع رد المحتار 2/450-451 ط :حنفية كويته

(وإيقاعه مباح)…………..بل يستحب لو مؤذية .

قال الشامي : (قوله :لو مؤذية)أطلقه فشمل المؤذية له أو لغيره بقولها أو بفعلها .

6-وفي البحر الرائق 5/82 ط :رشيدية كويته

للزوج أن يضرب زوجته على أربعة أشياء وما في معناها…………….. ومنه ما إذا كشفت وجهها لغير محرم أو كلمت أجنبيا أو تكلمت عامدا مع الزوج أو شاغبت معه ليسمع صوتها الأجنبي ……………….. والمعنى الجامع للكل أنها إذا ارتكبت معصية ليس فيها حد مقدر ، فإن للزوج أن يعزرها كما أن للسيد ذلك بعبده كذا في البدائع من فصل القسم بين النساء ……………. وكما يجوز ضربها للخروج إذا كان الخروج بغير حق وأما إذا كان بحق فليس له ضربها عليه .

والله سبحانه وتعالى أعلم بالصواب

كتبه :عبد الرؤف قاسمي

9 محرم الحرام 1435

الجواب صحیح

مفتي عبدالحق حقاني