وروستي:

استئذان او اجازه غوښتل (2)

حامد افغان

د کور داخل ته نه کتل

د اجازې غوښتلو په مهال د کور داخل ته کتل ناروا او حرام دي، هغه که له خلاصې دروازې کتل وي یا له کومي چولې او بل ځای نه، ځکه د قرانکریم دا امر عام دی مومن باید په هر صورت له حرامو سترګي پټي ولري، قرانکریم وایي: قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصٰرِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ۚ ذٰلِكَ أَزْكٰى لَهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌۢ بِمَا يَصْنَعُونَ. [سُوۡرَةُ النُّور : 30]. [اې پېغمبره!] مؤمنو نارينه ؤ ته ووايه: چي خپل نظر تر كنټرول لاندي وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي. دا د هغو لپاره ډېره پاکه کړنلاره ده. په باوري توګه، هغوى چي څه كوي الله پرې خبريږي.
او بل د چا کور ته د ورتګ په مهال د اجازه غوښتلو مطلب دا ده چې د کور د خاوند ناخوښۍ حالت ونه لیدل شي او که څوک له بهر نه د چا کور ته ګوري هغه داسې شو لکه بې اجازې چې داخل شوی وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: اجازه غوښتل د لید له پاره ضروري ګرځول شوي دي. قال النبي صلى الله عليه وسلم: إِنَّمَا جُعِلَ الِاسْتِئْذَانُ مِنْ أَجْلِ الْبَصَرِ. رواه البخاري. لکه بل حدیث کې دا خبره ښکاره راغلې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: مسلمان ته چې تر څو اجازه نه یې ورکړل شوې ورته روا نه ده چې د کور داخل ته وګوري، او که یې وکتل نو ګواکي بې اجازې کور ته ننوت. لَا يحل لامرئ مُسْلِمٍ أَنْ يَنْظُرَ إِلَى جَوْفِ بَيْتٍ حَتَّى يَسْتَأْذِنَ، فَإِنْ فَعَلَ فَقَدْ دَخَلَ . أَخْرَجَهُ الْبُخَارِيُّ فِي الْأَدَبِ الْمُفْرَدِ، وَأَبُو دَاوُدَ، وَالتِّرْمِذِيُّ، وَحَسَّنَهُ.
ابن حجر الهیتمي رحمه الله وایي د چا کور ته له دروازې یا کومې چولې کتل حرام او کبیره ګناه ده، ځکه دی استدلال کوي چې د دې کار له پاره په حدیثو کې سخته سزا راغلې ده لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: څوک چې د چا کور ته د هغو له اجازې پرته ګوري هغوی ته روا ده چې سترګه یې اوباسي. عن أبي هريرة عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: من اطلع في بيت قوم بغير إذنهم، فقد حل لهم أن يفقؤوا عينه. دا راز بل حدیث کې راغلي، سهل بن سعد رضي الله عنه وایي: یوه سړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم یوې حجرې ته د هغې له یوه سوري وروکتل، د رسول الله لاس کې ږمنځ وه سر یې پرې ګراوه هغه سړي ته یې وویل: که زه پوهيدی چې ته راګورې نو په هغه ږمنځ به مې په سترګه کې وهلی وې. اجازه غوښتل د همدې نظر او لید له پاره دي. عن سهل بن سعد رضي الله عنه قال : « اطلع رجل من جُحرٍ في حُجَر النبي صلى الله عليه وسلم ومع النبي صلى الله عليه وسلم مدري يحك به رأسه فقال : لو أعلم أنك تنظر لطعنت به في عينك، إنما جُعل الاستئذان من أجل البصر» متفق عليه.

د استئذان په وخت خپل نوم اخیستل

چا ته د ورتګ په مهال د اجازه غوښتلو وخت کې باید خپل نوم باد کړل شي، دا وخت اکثره خلک د ځان پیژندلو له پاره وایي زه یم، د دروازې له شا یا لکه نن سبا په موبايل کې؛ چا ته د ځان ور پیژندلو له پاره “زه یم” ویل ناسمه او په اخلاقي لحاظ مکروه خبره ده، ځکه “زه یم” هیڅ ځان پیژندنه نه ده او مخاطب به دويمي پوښتني ته اړ کیږي، عمرو بن عبيد ته چا دروازه وروټکوله د څوک یې؟ ځواب کې هغه ورته وویل: زه یم، ده ورته وویل: زما په خپلوانو او ملګرو کې د “زه یم” په نوم کوم کس نشته.

جابر رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د ورننوتلو اجازه مي وغوښتله، هغه وویل: دا څوک دی؟ ماول: زه یم، هغه وویل: زه یم، زه یم، ګواکې زما دا خبره چې “زه یم” یې بده وګڼله. عن جابر رضي الله عنه، قال استأذنت على النبي ﷺ فقال: من هذا، فقلت أنا، فقال: أنا أنا !! كأنه كرهه. رواه البخاري. امام ابن الجوزي رحمه الله وایي: دا وخت “زه یم” ویل ځکه مکروه دي چې په دې خبره کې یو ډول تکبر ده، هغه داسې چې دا کس فکر کوي دی دې ته اړتیا نه ویني چې خپل نوم یا نسب یاد کړي نو ځکه ایله دومره ووایي: زه یم.