وروستي:

څنګه ژوند کوو؟؟

 د استاد ګل پاچا الفت له کلیاته

هغه ورځ په کور کې ناست وم، چې دروازه وټکيدله او ورپسې متصل د زنځير شرنګهار پورته شو، په بيړه له کوره راووتم او له خپل يوه دوست سره مخامخ شوم وروسته تر يوه مختصر روغبړ څخه معلومه شوه، چې د ده د زوى واده دى او زه بايد خپل اشنا دکاندار ته ورسره ولاړشم، چې ټوکري ورباندې ګران خرڅ نکړي او په سودا کې يې ونه غولوي.

د دوستانو خبره سړى په ډاګ نشي غور ځولى، نو بې له کومې بانې او پلمې ورسره وخوځيدم په دکان کې مو لا سودا نه وه تمامه کړې، چې کټورى راپيدا شو او ډېر وارخطا معلوميده له هغه نه مو چې پوښتنه وکړه پخپل کورو کلي کې يې له چاسره خپړې لګولې وې، چې  د ده له لاسه عريضې ته تللى و او پخپل سر يې خاورې باد کړې وې.

له کټوري سره تګ لا ډېر ضرور، چې له وهلو ټکولو نه خلاص شي او څوک ورسره ګوتې ماتې نکړي، که زه ورسره نه يم خدايزده چې څه به ورسره وشي او څومره به زيانمن شي، زه بايد په غم او خوشحالۍ کې له خپلو دوستانو سره مرسته وکړم او ورسره وځغلم، هغه څوک چې پنځه تنه يې پېژني او اشنايان پيدا کړي د هر چامخ ور اوړي او هر څوک ورځنې يو ځاى او بل ځاى ته تګ غواړي.

څنګه چې مود ده کار خلاص کړ او بيرته را وګرزيدو په لاره کې راته زلمى ولاړ و، چې بايد ډاکتر ورته وګورم چې کور ته ورسره و لاړشي او د زوى علاج يې په ښه شان وکړي.

دا کار هم بې زما د لحاظ خرڅولو نه نه کيده او واسطې ته پکې ډېر ضرورت ليدل کېده له ناکامه بيا بېرته وګرزيدو او د ډاکتر کوټې ته ورغلو هغه خپل تګ که څه هم ډېرګران خرڅاوه، خو زمونږ خبره يې ځمکې ته ونه غورځوله او راسره روان شو په دغه وخت کې نه پوهېږم څه پيښ شوي و، چې ګاډي وانان په سلو روپو هم نه راضي کيدل، خو ښه و چې کلي ته ننوتو ګورو چې د ميراجان په کور خړې اوښتې وې.

د کلي کور خلکو ته مو وويل، چې خداى دې انصاف درکړي، ولې په يوه سړي باندې په نا حقه ګوتې لګوئ او بد ورته وايئ، اخرمسلماني ده او د قيامت ورځ مو په مخکې ده، خپل خداى ته به سبا څه جواب ورکوئ، يو مسلمان په ناحقه ځورول څومره بد کار دى.

هغوى وويل مونږ څه وکړو؟

ګلاجان د يوه او بل په کاله ننوت، چې تاسې به ضرور بد پرې وايئ او ګوتې به پرې لګوئ. هغه بله ورځ چې علاقه دار غوښتې وو هغه هم وويل زه يې  پېژنم، چې بد سړى دى او تاسې يې پرده کوئ که  چاپه تحقيق کې چشم پوشي وکړه زه به ورسره ګورم.

نو مونږ څه وکړو ګلاجان هلته هم خپله خبره پخه کړې وه او مونږ ته يې هم ځينې خبرې وکړې، چې که تاسې پرې بد ونه وايئ سبا ورځ تاسې ته بدېږي او جرم درباندې راځي. په دغه وخت کې زه لږ څه د حيات او ژوندانه کيف او ډول ته ملتفت شوم چې مونږ څنګه ژوند کوو؟ او په ژوندون کې څه شى ته ډېرمحتاج يو؟ که کله يوه ډاکټر ته ورځو او علاج ته مو ضرورت پيښ شي، نو هم به اشنايان ور ولو او که په يوه دکان کې سودا کوو يا يوه ځاى ته په ګاډۍ کې ځو هلته هم اشنايۍ او پېژندګلوۍ ته ضرورت ليدل کېږي.

په تحقيقاتي او جزايي امورو کې هم اشنايي دومره اغيزه لري چې ښه بد کړي او بد ښه کاندي، ځکه چې دوستي او اشنايي په ټولو حقايقو غلبه لري او د طلا په نرخ خرڅېږي. همدغه سبب دى چې مونږ په اشنايۍ او پيژندګلوۍ، پسې لکه باښه لوړې ژورې لټوو او سرونه پرې ماتو، د يوه سړي کمال او لياقت شخصيت او لويوالى په همدغه معيار سنجوو، چې څومره او څنګه خلک يې پېژني او د اشنايۍ په برکت څه کارونه  کولى شي.

غوښې د هر چا خوښې دي، مګر د پيشکې ورپسې زېړى دى، اشنايي په هر ملک کې ښه ده، مګر په دې ځاى کې د کيميا بوټى دى کوم کارونه چې دلته په اشنايۍ کېږي. هېچرې نه کېږي او په هېڅ شي نه کېږي  د همدې له امله وايي:

يارمې هندو زه مسلمان يم       د يار دپاره درمسال جاروکومه

يار د يار دپاره خوري د غويي غوښې

هر کله چې د يارۍ او اشنايۍ دپاره هندو د مسلمان او مسلمان د هندو چمونه کوي او ناحق د حقو ځاي نيسي، ته ووايه! چې سړى به دبدو خلکو په اشنايۍ کې له څومره ګناهونو سره اشنا کېږي او د هغوى د خواهشاتو دپاره  به څه څه کارونه کوي.

 ځينې کسان وي چې له خپلو دوستانو او اشنايانو کله کله داسې کارونه هم غواړي، چې نه په عقل برابرېږي، نه له شريعت او قانون سره موافقت لري، په ځينو وختوکې بايد يو اشنا له بل اشناسره په ناحقو دعوا او جګړو کې داسې ملګرى شي، چې هم به ورسره منډې رامنډې وهي او هم به په سلو دروازو او سلو کوڅو ورسره ګرزي، ځکه چې دغسې وسايلو او وسايطو ته هرڅوک محتاج دي او هرسړى مجبورېږي، چې خپل اکثر کارونه په دغسې وسيلو اجرا کړي.

ټول کارونه او ټول شيان لکه د نان واى ډوډۍ داسې نه دي، چې په يوه معين نرخ او معين مقدار د هر چالاس ته ورشي او کومې واسطې ته پکې ضرورت نه وي يا لکه د جمعې لمونځ هر څوک يې بې د ملا امام له اشنايۍ وکړى شي، ځکه چې زمونږ اکثر اجتماعي کارونه چې په يوه او بل اړه لري د اشخاصو په کيفي وضيعت او اني حالتونو موقوف وي، که کله د يوه سړي طبيعت ښه او پام يې په نيکو وي غرونه د سړي په مخکې اواروي، مګر که په چپ اړخ را پاڅيدلى وي، نو بيا يې هېڅوک لارې ته نشي راوستلى او سړي ته پچه پېچومى کوي، د همدې له امله افراد هم پخپلو کارو کې په ځان اعتماد نشي کولى او نه د محض معقوليت او حقيقت په ډاډ کوم کار ته وړاندې کېدى شي، هره ورځ  د يوې ورځې دپاره د يوه او بل معقول او نامعقول مراعاتونه کوي او د دې  دپاره چې بل څوک د ده بيځايه لحاظونه وکړي، دى هم د هر چا لحاظ کوي او په همدغه مراعات او لحاظ کې خپل پېشرفت او خپل تجارت هم ګوري، همدغه شى ده  ته دور انديشې او عاقبت سنجي معلومېږي، نو ځکه د ضرورت په وخت کې هر راز بې قانونه او بې لارې کارونه کوي، مګر لحاظ او مراعات په هېڅ حال کې نه پرېږدي، که کله کوم سړى په يوه ښه نيت او پاک فکر له دغسې مراعاتونو او لحاظونو سره مبارزه او جګړه شروع کړي خلک ورپسې سل خبرې کوي او په سلو نومو يې ستايي، هر څوک يې ملامتوي او د هر چا په نظر کې بد ايسي، هېڅوک ورته په ښه سترګه نه ګوري او د ټولو د سترګو اغزې شي.

زمونږ په مدني کار او اجتماعي حيات کې دا خبره ډېره ضرور ايسي، چې د دغسې اشنايۍ لمن ټنډه کړو او خلکو ته دا وښيو، چې رسمي او اجتماعي امور د يوه قانوني او وظيفوي شعور په اثر په يوه مثبت ډول او مقرر صورت اجراکېږي، چې هېڅوک او هېڅ شي پکې متاثر نشي او هېڅ راز اشنايي يا مخالفت او موافقت پکې تغير نشي پيښولى.

که مونږ پدې موفق شو، چې د قضاوت او حکمت په وخت کې پخپل  ورور باندې رحم او په دښمن قهر ونکړو بايد په دې پوه شوو چې اشنايي په شخصي او اخلاقي امورو کې تاثير لري او له خپلو حدودو نه هغه خوا حقوقي مسايلو ته تجاوز نشي کولى بيا به هېڅکله دغسې چمونه نه کو او نه به په واسطو او وسيلو پسې ګرځو، نو څه به کوو؟ د احتياج په وخت کې به ورته قرض يا بخشش  پيسې لېږو، مګر د هغه دپاره به د دروغو شاهدان کېږو نه او نه به له حق او حقيقت سره جنګ او جګړه کوو، له خپل ملګري سره به په لور، يوو او غاښورو کې مرسته کوو، مګر پردۍ پولې به ورته نه وهو.

زمونږ ارواحو له لوى خداى سره عهد کړى، چې په نيکۍ او تقوىٰ کې به له نورو سره مرسته کوو، مګر په ظلم وګناه کې به د چا نه ملګري کېږو.