وروستي:

د مجلس اداب

څلورم لوست

د مجلس اداب

 

۱- زموږګران پيغمبرمحمد (صلي الله عليه وسلم) ويلي دي چې: په مجلس کې سترګې کښته نيول ، دسلام ځواب ورکول ، اوښې خبرې کول د مجلس حق دى .

۲- په مجلس کې دخپلې ناستي لپاره دبل چا دپا څولو هڅه مه کوئ ځکه له دې څخه په زړونو کې کينه پيداکيږي .

۳- په مجلس کې بايد داسې خبرې ونه کړو چې خپل ځانونه ترنورو پوه اولوى وګڼو بلکې ډيرې ساده اوپه عاجزي خبرې وکړو.

۴- کله چې يوڅوک خبرې کوي نوريې بايد ښې په غورسره واوري، په مجلس کې دشور اوغوغا جوړولو څخه بايد ځانونه وساتو.

پوښتنې :

 ۱- زموږګران پيغمبر (صلي الله عليه وسلم) د مجلس په اړه څه ويلي دي؟

۲- په مجلس کې دخپل ناستي لپاره د بل چا پاڅول څنګه کاردي؟

۳- په مجلس کې بايد څنګه خبرې وکړو؟