وروستي:

افغان مدرسه: اجتماعي قربانۍ کې برخه واخلئ

دا چې هېواد د څو لسيزو راهيسې د ناخوالو او نادودو ښکار دى،  ډېرى هېوادول په دې ناخوالو کې زيانمن شول، څوک تري تم شول، شهيدان شول او که ژوندي پاتې شول هغوى هم د مرگ تر کومې ورسېدل.

په تېرو اوښتونونو کې د نورو زيانونو برسېره تر ټولو ستر زيان د هېواد د بچيانو روزنيز بهير ته واوښت او ګڼ شمېر تنکي ځوانان د زده کړې له ستر نعمت څخه بې برخې شول.

د دې لپاره چې نور نوی نسل وژغورل شي او په فکري لحاظ يې ښه روزنه وشي، په همدې موخه څلور کاله وړاندې د څو تنو دردمنو افغانانو له خوا د افغان مدرسې د تاسيس ډبره کېښودل شوه او د الله تعالی په فضل او هېوادوالو په مرسته دا دی اوس پکې د هېواد د ټولو ولايتونو نژدې پنځه سوه زده کوونکي (چې ګڼ شمېر يې يتيمان او بې وزلي دي) ديني او عصري زده کړې ترسره کوي.

قرباني

که غواړئ تاسو هم د دې سپېڅلي کاروان ملګري شئ او د هېواد بې وزلو او يتيمانو لاسنيوی وکړئ، د افغان مدرسې له لارې د نوي کوول په سالمه روزنه کې مرسته وکړئ.

موږ د ځينو وروڼو په غوښتنه په نېکمرغه لوى اختر کې د اجتماعي قربانۍ هوډ کړی، تاسو کولای شئ موږ سره په دې قربانۍ کې ګډون وکړئ او خپلې مرستې اړمنو ته ورسوئ.

په قربانۍ کې د برخې اخيستنې تفصيل په لاندې توگه دى:

په غوايي کې گډون (يوه برخه):

منځنى: 5000 افغانۍ

لوى: 7000 افغانۍ

د يوه پسه (گډ) بيه :

منځنى: 10000 افغانۍ

لوى: 12000 افغانۍ

يادونه: کوم وروڼه چې د ځانګړي قرباني وس نه لري، کولای شي د خپلو قربانيو څرمنې موږ ته را ولېږي.

کوم وروڼه چې غواړي چې په خپلې قربانۍ د هېواد يتيمان او بېوزله خوښ کړي، له موږ سره دي په لاندې پته يا شمېرو اړيکه ونيسي او يا دي په لاندې بانکي حساب کې خپله برخه جمع کړي. او د ډاډ لپاره دي يو ځل له موږ سره اړيکه ونيسي.

پته

افغان مدرسه، احسان مېنه، بګراميو ولسوالي، کابل

اړيکشمېره

0702020605

0744473422

اکاونټ شمېره 

001901100842961

عزيزي بانک، ميرويس ميدان څانګه

برېښنا لیک

Afghanfoundation1@gmail.com

وېبپاڼه

  www.afghanfoundation.net