وروستي:

د ديني مدرسو ښوونيز نصاب او نظام

مفتي عبدالروف فراهي

 واقعیت دادی چي دګټورو زده کړو او د وخت له غوښتنو سره سم پوهه  تر لاسه کول چي څنګه  ښو استاذانو، مناسبو مدرسو، ښوونځیو او پوهنتونونو  ته اړتیا لري ، همدا راز یو ښه منظم ، متوازن  او جامع   ښوونیز نصاب او نظام  ته هم اړتیا لري ، چي نسبتا دکم وخت په تېرېدلو سره زده کوونکی ډېر څه  تر لاسه کولای شي.

او داهم يو واقعيت دی چې په هېواد کې د ديني زده کړو د ترلاسه کولولپاره گڼ شمېر ديني مدرسې ،حجرې او مسجدونه شتون لري،چي پکې زده کوونکي او طالبان خپلې زده کړې تر لاسه کوي، خو دا چي دا مدرسې او حجرې ولې بې له کوم نصاب او نظامه چليږي او په انزوا کې  پاته دي ، بېلابېل لاملونه لري، ځينې يې له نصاب سره بلدتيا نلري، يو شمېر يې لاسرسی نه لري او بله برخه يې بیا  د خپلو اقتصادي ستونزو له کبله نه شي کولای خپله مدرسه او اداره د يو منظم  نصاب سره سمه وچلوي، داچې دټول هېواد په کچه يو څو دګوتو په شمېر محدودي منظمې مدرسې لرو، هغه پرنه شتون حساب دي.خو تر دې ټولو لوی اواساسي مشکل دا دی چي موږ په خپل هېوادکې يو واحد او ازاد ښوونيز نصاب نلرو، حال داچې د سيمې د ډېرو هېوادونو  ديني مدرسې له ډيروستونزو سره سره بياهم  يو واحد ښوونيز نصاب لري، لکه: د هندوستان، بنګلادېش، پاکستان او د ايران اهل سنتو  ديني مدرسې، خو متاسفانه موږ تر اوسه نه يو توانېدلې چي يو واحد نصاب ولرو، نو ځکه زموږ دهېواد ډېری طالبان بې پايلي  او بي سرنوشته پاتې وې چې دا دنوې نسل سره بي غوري او يوه لويه ستونزه ده.

  اړتيا اواهميت

دښوونيز نظام تر ټولو مهم عنصر ښوونيز نصاب دی، چي دښوونې او روزنې لويه برخه تشکيلوي او دښوونيز نظام ټولې ځانګړتياوې  (ښوونيزې موخې ، ستراتيژي او پاليسي ) په ځان کې رانغاړې.

همدا ښوونيز نصاب دی چې د تعليمي بهير هدف ټاکي   او هغه لار ده چې پر هغې له  تېرېدو وروسته د يوې  ټولني ټاکل شوي  تعليمي موخې او هغه څه چي نوي نسل ته يې ورلېږدول غواړو لاسته راځي.

او دا هم يو منل شوی حقيقت دی چي ښوونيز نصاب وارداتي شی نه دی چې د نورو هيوادونو او تعليمي ادارو څخه يې رانقل او کاپي کړو، بلکې

د هرې ټولنې ښوونيز نصاب او نظام د هماغې ټولنې

د اړتياوو او غوښتنو په پام کې نيولو سره منځ ته راځي.

شاليد

د ښوونیز نصاب په لړ کې زموږ یوه لویه بد مرغي په دې کې ده چي په سیمه کې د انګريزانو له ولکې وروسته کله چي لارډ مېکالي په ۱۸۳۴ میلادي کال

د نویو علومو په پلمه یو داسي نوی نصاب دود کړ، چي د ده په وینا د دي ښوونیز نصاب  څخه  فارغ زده کوونکي به  د رنګ او نسل په لحاظ  سیمه يیز وګړي وي، خو له ذهني اوفکري پلوه به سوچه انګریزان وي.

د ميکالي دا نصاب د عصري تعلیم په نامه یاد شو او په ټوله سیمه کې و غوړېدی او مسلمانانو

د نویو علومو د تر لاسه کولوپه  تمه   دې نصاب ته مخه کړه ، له بلي خوا  د وخت حکومت هم ټول حکومتي منصبونه د دې عصري علومو فارغانو ته اعلان کړل په پايله  کې پخوانی ښوونیز نصاب (درس نظامي) چې د هند یوه نومیالي عالم

ملا نظام الدین سهالوي ته منسوب دی، له ستونزو او د خلکو له بی غوری سره مخ شو.

ملا نظام الدین  رحمه الله  په کال ۱۱۶۱ هجري کې وفات شوی ، نوموړی اصلا  د هرات  دمشهور عالم خواجه عبدالله انصاري  رحمه الله له کورنۍ څخه وو، چې مشر نيکه يې ملا جلال الدين هند ته تر هجرت وروسته په ډيلي کې يوه مدرسه ودانه کړه اولادونه يې بيا د هند باره بنکي ولايت سهالي نومي کلي ته کډه شول .

ملا نظام الدين  رحمه الله   د لومړي ځل لپاره خپلي مدرسي ته داسي  منظم جامع ښوونير نصاب چمتو کړ چې ډېر ژر نورو مدرسو هم پلی کړ ،  دې نصاب په ټول هند او سيمه کې شهرت وموند چې تر اوسه پورې دود دی او د درس نظامي په نامه ياديږي.

د مېکالي له پلوه  دچمتو شوي ښوونیز نصاب  څخه  چي به کوم زده کوونکي فارغ شول ، نود اکثرو  په ذهنونو کې به  داسلام په اړه ډیر شکونه او شبهې وې او هغوی  به  د خپلو اسلامي علومو ، تهذیب او تمدن په اړه د کمترۍ په احساس مبتلا وه، نو ځکه  به اسلام ورته یو غیر عملي او د نننۍ زمانې سره نا سم دین ښکارېدی .

دا یو حقیقت دی چي د مدرسو ښوونیز نصاب نوښت ته اړتیا درلوده، ځکه لوېديزو ساینس پوهانو  ساینس او فلسفې ته  ډیر نوې موضوعات او مباحث ور زیات کړي وه، که دا زیاتوني د مسلمانانو د واکمنۍ پر مهال را منځ ته شوي  وای نو انګریزانو ته به دا پلمه په لاس نه وای ورغلې چي د نویو علومو په نامه د مسلمانانو له  زړونو څخه د اسلام  د سپیڅلي دین ، د الله تعالی او دهغه د رسول صلى الله عليه وسلم مینه وباسي .

  ديني عالمانو سرښندنه

دغه حالت با احساسه دیني عالمان دې ته وهڅول چي ددیني علومو د ضایع کیدو د مخنیوي په موخه د پخواني نصاب  د تعلیم لپاره نوي مدرسې جوړي کړي او خپل ژوند او عزت یې

د اسلامي علومو د حفاظت لپاره وقف کړ او په ډېرو ستونزمنو حالاتو او بيوزلۍ کې یې د دین خدمت ته دوام ورکړ .

دا  هغه لوی لامل وو چې د مسلمانانو تعلیمی نصاب او نظام یې تقسیم کړ ، نتیجه دا شوه چي حکومتي ښوونځیو او پوهنتونونو یوازي عصري علومو ته پام واړوی او دیني علوم یې په بشپړه توګه پریښوول ، او دیني مدرسو له عصري علومو سره تړاو وشلوی ، ځکه نو په سیمه کې  دوه ډوله تعلیم او زده کړي رواج وموند ،  چي یوې ته دیني او شرعي پوهه  وایې او بلي ته دنیوي او عصری ،چي تر ننه رواج لري.

دمسلمانانو ښوونيز نظام

د مسلمانانو ښوونيز نظام له پيل څخه بيا تر درس نظامي پوري خپل ځانګړی جامع  تعليمي نصاب  لری،چې په هغه کې  د دين او دنيا وېش نه وو، تعليمي ادارې د مکتب او مدرسې په جلا جلا نومونو، نه يادېدلې، دا د پرديو په ځانګړې توګه دانګرېزانو هغه شومه دسيسه وه چي مسلمانانو ته يې د يوې ښکلې تحفې په بڼه وړاندې کړه ، چي په پایله  کې د مسلمانانو ښوونيز نصاب او نظام  ټوټې ټوټې او د مکتب او مدرسې  تر نامه لاندې دوو جريانونو رواج وموند. نتيجه دا شوه چي اشغالګرو انګرېزانوخپلي هغه شومې موخې  تر لاسه کړې کومي چي د تورې  په زور به يې هيڅکله نه وای تر لاسه کړې،   ځکه چي که يې له يوې خواد مسلمانانو تعليمي نظام  ور ووېشی له بلې خوايې بیا دمسلمانانو يوه طبقه په ذهني غلامۍ اخته کړل.

د  لارډ مېکالي له نوي ښوونيز نصاب څخه مخکې  چي د مسلمانانوکوم تعليمي نصاب  وو، په هغه کې ټول ديني علوم او دنيوي فنون په متوازنه توګه ځای پر ځای شوي وو  هغه  که تفسير،حديث، عقايد،فقه وه، اوکه  منطق،فلسفه ،ساينس، رياضي ،هندسه او طب وو .

دمسلمانانو دښوونيز نظام بنسټيزه اواساسي موخه به داوه چي د زده کوونکو معلومات  يې

د خپل دين په هکله  کره  اوعقاید اونظريات يې دومره پاخه او ټينګ وي  چي دپرديو له عقایدو او اندونو څخه متاثر نه شي او په عين حال کې به دژوند په هره برخه کې دخدمت کولو جوګه وي.

نوځکه به د همدې ښوونيز نظام او د تعليم

د همدې يوازينۍ سرچينې په برکت به ستر ستر مفسرين ، محدثين ،فقها،فليسوفان ، دطب، ریاضياتو، هندسې، دټولنيزوپوهنو، جغرافيې، ساينس او طبيعي علومود خالد بن يزيد،زکريا رازي،ابن سينا بلخي،خوارزمي،ابوريحان البيروني،فارابي،ابن مسکويه،ابن خلدون ،ابن رشد،کندي،ابومحمدخجندي،جابربن حيان، موسی بن شاکر او شاه ولي الله  غوندې ځلانده ستورې را پېدا شول.

 دا چي  د تعلیم همدې دوه  ډوله والي زموږ اسلامي ټولنه په کومو ستونزو اخته کړه او د  زده کړې دوو کړیو لیریوالي زموږ په سیاسي او ټولنیزو ډیرو ستونزو او غمیزو کې څومره ونډه لرلي ده آن چي د یوه  دین او یوه ملت زامن په خپلو کې په ژبه نه سره پوهیږي ، یو داسي حقیقت دی چي هیڅوک انکار نسي ځني کولای .

نور بیا