وروستي:

امريکا صوماليا کې دوې پټې اډې لري

امریکاپه صومالیاکي دهوايي بریدونو او دعملیاتو دترسره کولو لپاره په دغه هیواد کي دوه پټي پوځي اډې لري.

دغه معلومات دپارن پاليسي مجلې خبریال مک کورمیک افشا کړي دي.

دکورمیک دڅېړني له مخي امریکا ددغو دوو پوځي اډو  په مرسته په صومالیا کي دبې پيلوټه الوتکو بریدونه ترسره کوي.

ویل شوي، چي امریکایانو خپلي بې بيلوټه الوتکي دصومالیاپه جنوب دکیسمایو په بندر او موګادیشو ته څېرمه دباله دوګله په هوايي ډګر کي ځای په ځای کړي دي.

امریکا په صومالیا کي په خپلو پټو اډو کي ۱۲۰ پوځیان او نور ملکي کارکونکي میشت کړي دي، چي په دوامداره او منظم ډول دالشباب ترولکې په لاندي سیمو هوايي بریدونه ترسره کوي.

دپارن پالیسي مجلې دڅېړنیز مرکز ادارې ویلي، چي په صومالیا کي دامریکا په هوايي بریدونو کي زیات شمېر ولسي وګړي وژل شوي دي.

په راپور کي ویل شوي، چي دامریکا بې پيلوټه الوتکي په هوايي بریدونو برسېره په دغه هیواد کي دافریقايي اتحادیې له پوځیانوسره هم مرسته کوي.