وروستي:

امريکا: ټيکساس کې د پوليسو پر مرکز وسله وال بريد شوی

دامریکا دټکساس ایالت په دالاس ښار کي ناڅرګند وسله وال دپولیسو په مرکز برید کړی او له پولیسوسره یې جګړه کړې ده.

په سیمه کي عیني شاهدانو ویلي، چي وسله وال بریدکونکي له برید وروسته له سیمي په مرمۍ ضد موټرکي وتښتيد، چې دپولیسو لسګونو موټرو تعقیب کړ او دموټرو په یوه تم ځای کي يې وموند.

ویل شوي، چي سیمي ته دپولیسو له رسيدلو سره سم برید کوونکي له پولیسو سره جګړه پيل کړه او په پای کې بريد کوونکی ووژل شو.

تر اوسه د بريد کوونکي هويت نه دی څرګند شوی.

خو ددالاس دپولیسو مشر ډېوډ براون ویلي، چي برید دڅلورو وسله والو له لوري ترسره شو، چي پولیسو ته پکي مرګ ژوبله نه واوښتله.

پولیسو ویلي، چي برید کونکو دپولیسو دمرکز مخي ته له چاودېدونکو توکو څخه ډک  څلور بکسونه ايښي وو، چي دشنډولو په مهال په یوه بکس کي چاودېدونکي توکي وچاودل، چي دمرګ ژوبلي په اړه يې څه ویل شوي نه دي.

راپورونه وايي، چي برید کونکو له پولیسو سره سخته جګړه کړې ده، پولیسو نه دي ویلي، چي په جګړه کي برید کونکي ټپیان او یاوژل شوي دي.

تراوسه دبرید انګېزه څرګنده شوې نه ده، خو په امریکا کي زیات وخت دغه ډول بریدونه ترسره کیږي، چي درسنیو له لوري یې راپور نه ورکول کیږی.

دیادوني وړ ده، چي تیره میاشت دوو وسله والو په دالاس ښار کي په هغه تالار برید وکړ، چي دنبی عليه السلام دکاريکاتورونو سیالۍ پکي ترسره کیدله، چي دبرید له امله سیالۍ ګډه وډه شوه او ګډون کونکي يې له سیمي وتښتيدل.