امريکا: نيويارک کې د مسجد امام له ملګري سره وژل شوی
رسنۍ – انس افغان
راپورونه وايي د نيورياک په کوينز سيمه د يو مسجد امام له خپل يو ملګري سره هغه وخت په ډزو وويشتل شو او شهيد شو کله چې د ماسپښين له لمانځه وروسته د خپل کور پر خوا روان وو، دغه دواړه مسلمانان پر سر ويشتل شوي چې امام ځای پرځای او ملګري يې په روغتون کې ساه ورکړې.
د بي بي سي د راپور پر بنسټ دغه ۵۵ کلن امام علاءالدين اکونجي دوه کاله مخکې له بنګله دېش څخه نیویارک ته سفر کړی و.
پوليسو ويلي چې د دې پېښې په تړاو يې يو تن نيولی او هڅه کوي دا معلومه کړي چې د دې پېښې تر شا لامل څه و؟
په رسنيو کې داسې انځورونه خپاره شوي چې د پېښې په ځای کې ګڼ شمېر مسلمانان را غونډ شوي او د پېښې د ژر ترژره پلټنې او وژل شوي امام د جسد ترلاسه کولو نارې وهي.
دا په داسې حال کې ده چې د څه وخت راهيسې په امريکا کې د مسلمانانو پر ضد کرکه ډېره شوې ده، د المجتمع عربي مجلې له راپور سره سم نن سبا په امريکا کې مسلمانان له داسې سخت حالت سره لاس او ګرېوان دي چې آن د يوولسم سپتمبر د پېښې په شپو کې هم نه وو، په ځينو روغتونونو کې ځينې ناروغان پر مسلمانو ډاکټرانو درملنه نه کوي، ځينو پوهنتونونو کې مسلمان استادان د شاګردانو له سپکاوي سره مخ شوي او مسلمان کوچنيان وېرول شوي دي.
د مسلمانانو په وړاندې د امريکايانو کرکه هغه وخت لا زياته شوه چې کله د جمهوري پلوو نوماند ډونل ټرمپ د مسلمانو پر وړاندې له کرکې ډکې خبرې وکړې.
شنونکي په دې باور دي چې که په راتلونکو ټاکنو کې ډونال ټرمپ بريالی شي؛ نو په امريکا کې به مسلمانان له ډېرو ستونزو سره مخ شي.