د بيلجيم افراطي سياستوال د قرآن کريم سپکاوی کړی
دبلجیم یوه اسلام دښمنه افراطي سياستوال قرآنکریم او اسلام ته سپکاوی کړی دی.
په بلجیم کي داسلام دښمنه ګوند فلامن ګټو پخوانی افراطي مشرفيليپ ډيوينتر ددغه هیواد په ولسي جرګه کي دخپلي ویناپه ترڅ کي داسلام او قرآنکریم سپکاوی کړی دی.
نوموړي دغه اسلام ضد څرګندوني دبلجیم دولسي جرګې په هغې ځانګړې غونډه کي کړي، چي دجوماتونو او ددوی په اصطلاح سخت دريزي په اړه جوړه شوې وه.
داسلام دښمن افراطی فيليپ په داسي مهال چي قرآنکریم يې په لاس کي نيولی او اشاره يې ورته کوله، چي دټولو ستونزو يوازنۍ سرچینه همدا کتاب دی.
فيليپ ویلي، چي باید له جوماتونو سره مرسته ونه کړای شي او نه هم هغه کسان چي له بهر څخه راځي، په جوماتونوکي دامامانو په توګه وټاکل شي.
دافراطی پيليف له خبرو وروسته دبلجیم دکورنیو چارو وزیردنوموړي خبري وغندلې او ویې ویل، چي په بلجیم کي دیوزیات شمېر خلکو لپاره دا سپيڅلی کتاب دی او درناوی ورته لري.
دبلجیم په پارلمان کي ترکی الاصله وکیل ولی یوکسل دپيليف خبري غندلي او دپيلیف دغه اقدام يې په پارلمان کي ترټولو دپست او چټل اقدام په توګه ياد کړی دی.
دولی يوکسل په خبره، ددغه ډول افراطي ډلو موخه داده، چي په خپلو اسلام ضد خبرو مسلمانان وپاروي اوبیاووايي، چي مسلمانان سخت دريزي ته مائل دي.
افراطي فيليپ ډیوينتراسلام ضد خبري په داسي مهال کړي، چي لويديځ په دې وروستیو کي په پيوسته توګه داسلام سپکاوی کوي او په اسلامي مقدساتو بریدونه ترسره کوي.
دوه اونۍ وړاندي فرانسوۍ مجلې چارلي ابدو او یوشمېر لويدیځو رسنیو داسلام دستر پيغمبر حضرت محمدصلی الله عليه وسلم توهین آمیزه کاريکاتور نشر کړ، چي دټولي اسلامي نړۍ غوسه یې راوپاروله.
دیادوني وړ ده، چي دفرانسې، بريتانیا او امریکا په ګډون یوشمېر غربي هیوادونو دچارلي ابدو مجلې له لوري دنبی عليه السلام دتوهين ملاتړ کړی دی او ویلي يې دي، چي دا دچارلي ابدو مجلې حق دی، چي داسلام دپیغمبر سپکاوی وکړي.