د توهين کوونکو سزا (۲)
توهين کوونکو ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم سزا:
۱: امام بخاري رحمه الله په باب ” قتل كعب بن اشرف” کې د جابر بن عبد الله رضي الله عنهما حديث راوړی دی، وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: مَنْ لِكَعْبِ بْنِ الْأَشْرَفِ فَإِنَّهُ قَدْ آذَى اللهَ وَرَسُولَهُ؟ فَقَامَ مُحَمَّدُ بْنُ مَسْلَمَةَ، فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ! أَتُحِبُّ أَنْ أَقْتُلَهُ، قَالَ: نَعَمْ، … فَقَتَلُوهُ ثُمَّ أَتَوُا النَّبِيَّ ? فَأَخْبَرُوهُ.
د پورتني حديث په شرح کې راځي: کعب بن اشرف د يهودانو مشر او د مسلمانانو سخت سری دښمن و، کله چې مسلمانانو د بدر په جنګ کې د مکې د مشرکانو په وړاندې بريا ترلاسه کړه او د مکې نژدې ټول مشران ووژل شول؛ نو کعب بن اشرف سخت خپه شو او د مشرکانو وژل شويو مشرانو پسې يې مرثيې وليکلې، يوازې په دې يې بسنه و نه کړه بلکې داسې اشعار يې ويل چې په ترڅ کې يې رسول الله صلی الله عليه وسلم او د صحابه وو مېرمنو ته سپکې- سپورې او بد-رد ويل، يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: مَنْ لِكَعْبِ بْنِ الْأَشْرَفِ فَإِنَّهُ قَدْ آذَى اللهَ وَرَسُولَهُ؟ څوک به د کعب بن اشرف کار وکړي، ځکه هغه الله او د هغه رسول ازار کړي دي؟ له دې سره محمد بن مسلمة رضی الله عنه وويل: ای د الله رسوله! غواړې چې و يې وژنم، رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل: هو، محمد بن مسلمة له خپلو دوو ملګرو، ” ابو نائلة (سلکان بن سلامة) او عباد بن بشر” سره يو ځای د کعب بن اشرف کلا ته ورغلل, ورته اواز يې وکړ، هغه ورته راووت او په ځانګړي تکنيک محمد بن مسلمة هغه ټينګ ونيوه بيا يې ملګرو ته وويل: دونکم، حمله پرې وکړئ، له دې سره ابو نائلة يې کار ور تمام کړ، کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د هغه د وژنې خبر را ورسېد، خوښ شو او د الله شکر يې و ايست.
(بخاري، ټوک ۲، مخ ۱۰۹۵، حدیث شمېره: ۴۰۳۷، فتح الباري، ټوک ۷، مخ ۴۲۱/ ۴۲۲، مکتبة دار السلام)
۲: د رسول الله صلی الله عليه وسلم يو بل ګستاخ ابو رافع عبد الله بن ابی الحقيق و:
امام بخاري رحمه الله په باب “قتل أبي رافع عبدالله بن أبي الحقيق” کې د براء بن عازب رضی الله عنه حديث راوړی دی، وايي: بَعَثَ رَسُولُ اللهِ رَهْطًا مِنَ الْأَنْصَارِ إِلَى أَبِي رَافِعٍ، فَدَخَلَ عَلَيْهِ عَبْدُ اللهِ بْنُ عَتِيكٍ بَيْتَهُ لَيْلًا فَقَتَلَهُ وَهُوَ نَائِمٌ.
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم د انصارو يوه ډلګۍ ابو رافع ته واستوله او د ځانګړي مهارت له مخې عبد الله بن عتيک د هغه خونې ته د شپې لخوا ننووت او په داسې حال يې وواژه چې هغه ويده و، د بخاري په بل حديث کې دي: وَكَانَ أَبُو رَافِعٍ يُؤْذِي رَسُولَ اللهِ وَيُعِينُ عَلَيْهِ. ابو رافع رسول الله صلی الله عليه وسلم ازاروه او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دښمنانو مرسته يې کوله.
(بخاري، ټوک ۱، مخ ۸۱۷، حدیث شمېره: ۳۰۲۳، مکتبة: الطاف، کراچي)
۳: يو بل توهين کوونکي ته د قتل سزا:
بخاري کې د انس بن مالک رضی الله عنه روايت دی: أَنَّ رَسُولَ اللهِ ? دَخَلَ عَامَ الْفَتْحِ وَعَلَى رَأْسِهِ الْمِغْفَرُ فَلَمَّا نَزَعَهُ جَاءَ رَجُلٌ فَقَالَ إِنَّ ابْنَ خَطَلٍ مُتَعَلِّقٌ بِأَسْتَارِ الْكَعْبَةِ فَقَالَ اقْتُلُوهُ،(بخاري، ټوک۱، مخ ۸۲۲، ۳۰۴۴).
د هجرت په اتم کال کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مکه فتحه کړه؛ نو مکې ته له ننوتلو وروسته نبي کريم صلی الله علیه وسلم اعلان وکړ: څوک چې د ابو سفيان کور ته ننوځي، خوندي دی، څوک چې له کوره و نه وځي، خوندی دی او څوک چې مسجد حرام ته راشي، هغه هم خوندي دی.
په همدې ورځ ابوبرزة رضی الله عنه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی، و يې وويل چې ابن خطل د کعبې له پردو سره ځان نښلولی دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: و يې وژنه او هغه يې وواژه ځکه چې دې بدمرغه رسول الله صلی الله عليه وسلم پسې بد-رد ويل.
که څه هم حرم الله جل جلاله د امن ټاټوبی ګرځولی دی خو داسې بدمرغه ته حرم او خانه کعبه هم امن او خونديتوب نشي ورکولای.
۴: يوې توهين کوونکې يهودۍ مېرمن ته سزا:
عَنْ عَلِىٍّ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ يَهُودِيَّةً كَانَتْ تَشْتِمُ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- وَتَقَعُ فِيهِ فَخَنَقَهَا رَجُلٌ حَتَّى مَاتَتْ فَأَبْطَلَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- دَمَهَا.
علي رضی الله عنه وايي: يوې يهودۍ مېرمن رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ښکنځل کول او خبرې يې ورپسې کولې؛ نو يو تن زندۍ کړه او مړه شوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم يې خون روا وګاڼه.
(ابو داود، مخ ۶۸۵، حدیث شمېره ۴۳۶۲، مکتبة: دار الکتب العلمیة)
فقه حنفي کې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د توهين کوونکي سزا:
۱: په خلاصة الفتاوي کې دي:
من شتم النبی صلی الله عليه وسلم و أهانه أو عابه في أمور دينه أوفي شخصه أو في وصف من أوصاف ذاته سواء کان الشاتم مثلا من أمته أو غيرها وسواء کان من أهل الکتاب أو غيره ذميا کان أو حربيا سواء کان الشتم أو الإهانة أوالعیب صادرا عنه عمدا أو سهوا أو غفلة أو جدا أو هزلا فقد کفر خلودا بحیث إن تاب لم یقبل توبته أبدا …. وحکمه في الشريعة المطهرة عند متأخرين المجتهدين إجماعا وعند المتقدمين القتل قطعا ولا يداهن السلطان ونائبه في حکم قتله.
خلاصة الفتاوی، ټوک ۴، مخ ۳۸۶، مکتبة: رشيدية کويټه)
ژباړه: څوک (نر وي که ښځه) چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ښکنځل وکړي يا يې سپکاوی وکړي يا يې د دين په کوم حکم، شخصيت يا يې په کوم صفت نيوکه وکړي، برابره خبره ده چې ښکنځل کوونکی يې امتي وي يا نه وي، له اهل کتابو څخه وي يا کوم بل ذمي يا حربي کافر وي او برابره خبره ده چې ښکنځل يا پرې نيوکه په لوی لاس وکړي، په هېره، ناپوهۍ يا يې په ټوکو کې وکړي؛ نو داسې توهين کوونکی د تل لپاره کافر شو، که توبه وباسي، توبه يې هيڅکله نه منل کېږي، او په شريعت کې يې حکم دا دی چې هرومرو به وژل کېږي او پاچا يا د هغه مرستيال به يې د وژلو په حکم کې له نرمښت څخه کار نه اخلي.
۲: البحر الرائق کې دي:
كل من أبغض رسول الله بقلبه كان مرتدا فالساب بطريق أولى ثم يقتل حدا عندنا فلا تقبل توبته في إسقاطه القتل.
ژباړه: هر څوک چې په زړه کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره کينه ولري، هغه مرتد (له اسلامه وتلی) دی او ښکنځل کوونکی خو بيخي مرتددی بيا به د حد په توګه وژل کېږي او توبه يې د وژنې سزا له منځه نشي وړی.
(البحر الرائق ټوک ۵، مخ ۲۱۱، مکتبة: رشيدية، کويټه)
په حنفي فقه کې د هغه مسلمان تن په اړه درې قولونه شتون لري چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ښکنځل وکړي يا يې سپکاوی وکړي؛ خو اوس مهال فتوا پر دې ده چې دا تن مرتد شو او وژل يې واجب دي او توبه يې د وژلو سزا له منځه نه وړي.
خو که ذمي (هغه کافر چې دار الاسلام کې اوسېږي او د قوانينو پيروي يې کوي) رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ښکنځل وکړي يا يې سپکاوی وکړي؛ نو تعزيرا به وژل کېږي:
۱: رد المحتار مع در المختار کې دي:
مطلب في حكم سب الذمي النبي صلى الله عليه وسلم قوله ( وسب النبي ) … فلو أعلن بشتمه أو اعتاده قتل ولو امرأة وبه يفتى اليوم.
ژباړه: که ذمي (هغه کافران چې په اسلامي دولت کې ژوند کوي او قوانين يې مني) که په ډاګه يا په تکراري ډول رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ښکنځل وکړي، وژل کېږي به، که څه هم ښځه وي، اوس مهال پر همدې فتوا ده.
(رد المحتار على در المختار, ټوک ۵، مخ ۳۰۴، مکتبة حنفية، کويټه)
۲: په تنبيه الولاة والحکام کې علامه ابن عابدين شامي رحمه الله ليکي:
والحاصل أن الذمي يجوز قتله عندنا لکن لا حدا بل تعزيرا, فقتله ليس مخالفا للمذهب … فيقتل عندنا سياسة إذا تکرر منه ذلک وأعلن به وإن أسلم علی ما نقله شيخ الإسلام إبن تيمية عن أکثر الحنفية.
ژباړه: ذمي (که رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ښکنځل وکړي يا يې سپکاوی وکړي) د تعزير په توګه وژل يې روا دي؛ نو سياسة به وژل کېږي که په پټه څو ځلي سپکاوی وکړي يا په څرګنده توګه سپکاوی وکړي، که څه هم اسلام راوړي (اسلام راوړل يې له وژلو نه شي ژغورلی)، شيخ الاسلام ابن تيمية رحمه الله له اکثرو احنافو همداسې نقل کړي دي.
(مجموعة رسائل ابن عابدين، ټوک ۱، مخ ۳۵۴/ ۳۵۵، مکتبة: سهيل اکيډمي)
په مالکي فقه کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د توهين کوونکي سزا:
۱: د مالکي فقه په (الزرقاني) کتاب کې دي:
و (ینقض) بواحد من سبعة (بقتال) و سب نبي.
او د ذمي تړون (عقد) له اوو شيانو څخه په يوه له منځه ځي، په جګړې او نبي ته په ښکنځلو.
(الزرقاني: ټوک ۳، مخ ۲۶۰ مکتبة: بيروت)
۲: الذخيرة نومي کتاب کې دي:
و إن سب الله تعالی أو رسوله علیه السلام أو غیره من الأنبیاء علیهم السلام قتل حدا لاتسقطه التوبة، فإن إظهار ذلک یدل علی سوء باطنه فیکون کالزندیق لاتعلم توبته.
ژباړه: که الله يا د هغه رسول صلی الله علیه وسلم يا نورو انبياوو ته څوک ښکنځل وکړي، د حد په توګه وژل کېږي او توبه يې د وژلو سزا له منځه نشي وړی ځکه چې داسې څه څرګندول يې په ناوړه باطن دلالت کوي؛ نو زنديق غوندی دی چې توبه ورلره نشته.
په شافعي فقه کې د محمد صلی الله عليه وسلم د توهين کوونکي سزا:
۱: د شافعي فقه په مشهور کتاب المجموع کې دي:
من سب رسول الله صلى الله عليه وسلم وجب قتله، ژباړه: څوک چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ښکنځل وکړي، وژل يې واجب دي.
(المجموع شرح المهذب، ټوک ۲۱، مخ ۲۳۵، مکتبة دار الفکر)
په حنبلي فقه کې د توهين کوونکي سزا:
۱: د حنبلي فقې په مشهور کتاب کې المغني کې دي:
ومن سب الله تعالى كفر سواء كان مازحا أو جادا وكذلك من استهزأ بالله تعالى أو بآياته أو برسله أو كتبه قال الله تعالى { ولئن سألتهم ليقولن إنما كنا نخوض ونلعب قل أبالله وآياته ورسوله كنتم تستهزئون * لا تعتذروا قد كفرتم بعد إيمانكم }.
ژباړه: څوک چې الله جل جلاله ته ښکنځل وکړي برابره خبره ده چې په ټوکو کې يې وکړي يا په لوی لاس، دغه راز څوک چې د الله، د هغه د اياتونو، رسولانو او کتابونو سپکاوی وکړي، کافر شو، الله جل جلاله وايي: او که ترې پوښتنه وکړې، هرومرو به وايي: په رښتيا موږ ټوکې او لوبې کولې، ووايه: ايا په الله، اياتونو او رسول يې تاسې ملنډې وهلې، پلمې مه کوئ، له ايمان وروسته مو کافر شوي يئ.
(المغني لإبن قدامة, ټوک ۱۲، مخ ۲۹۸/ ۲۹۹، مکتبة: دار عالم الکتب، الرياض)
۲: المحلی کې امام ابن حزم الظاهري ليکي:
فإنه لايحل قتل امرئ مسلم يسب أحدا من الناس إلا رجلا سب رسول الله صلي الله عليه وسلم وذهب أبوحنيفة, ومالك, والشافعي وأحمد بن حنبل وإسحق بن راهويه وسائر أصحاب الحديث وأصحابهم إلى أنه بذلك كافر مرتد.
ژباړه: يو مسلمان بل تن ته په ښکنځلو نه وژل کېږي خو هغه تن چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ښکنځلې وکړي؛ نو کافر او مرتد شو چې (وژل کېږي به) دا د ابوحنيفة، مالک، شافعي، احمد بن حنبل، اسحاق بن راهويه او د ټولو اصحاب حديثو قول دی..
(المحلی، ۸، مخ ۴۱۰، مکتبة: دار الفکر)
۳: په الفقه الإسلامي و أدلته کې دي:
وقد أفتى أكثر فقهاء الحنفية بناء عليه بقتل من أكثر من سب النبي صلّى الله عليه وسلم من أهل الذمة، وإن أسلم بعد أخذه، وقالوا: يقتل سياسة. وأجمع العلماء كما قال القاضي عياض في الشفا على وجوب قتل المسلم إذا سب النبي صلّى الله عليه وسلم ، لقوله تعالى: {إن الذين يؤذون الله ورسوله لعنهم الله في الدنيا والآخرة وأعد لهم عذاباً مهيناً}(الأحزاب:57).
ژباړه: اکثرو حنفي فقهاوو ويلي دي چې ذمي که رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ښکنځلې وکړي، وژل کېږي به، که څه هم له نيولو وروسته مسلمان شي، او وايي: چې سياسة به وژل کېږي، قاضي عياض په شفا کي ليکي: علماوو اجماع کړې ده چې مسلمان که رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ښکنځل وکړي، وژل کېږي به، الله جل جلاله وايي: هغه کسان چې الله او د هغه رسول ته ازار رسوي، الله ورباندې په دنيا او اخرت کې لعنت کړی دی او ورلره يې سپکوونکی عذاب چمتو کړی دی.
(فقه الاسلامي، ټوک ۶، مخ ۱۸۸، مکتبة دار الفکر)
4: الصارم المسلول کې علامة ابن تيمية رحمه الله اجماع نقل کړې ده، وايي:
أجمع المسلمون على أن من سب رسوله الله صلى الله عليه و سلم أو دفع شيئا مما أنزل الله عز و جل أو قتل نبيا من أنبياء الله عز و جل : أنه كافر بذلك و إن مقرا بكل ما أنزل الله، قال الخطابي : لا أعلم أحدا من المسلمين اختلف في وجوب قتله.
ژباړه: ټول مسلمانان په يوه خوله دي که څوک رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ښکنځل وکړي يا هغه څه رد کړي چې الله را استولي دي يا کوم نبي ووژني، هغه مرتد دی که څه هم په ټولو هغه څه اقرار وکړي چې الله را لېږلي دي، امام خطابي رحمه الله وايي: هيڅ مسلمان نه پېژنم چې د ده د وژلو په وجوب کې يې اختلاف کړی وي.
(الصارم المسلول، مخ ۳۲، مکتبة دار عالم الفوائد)
خلاصه
د محمد صلی الله عليه وسلم د عزت او ناموس ساتنه پر هر مسلمان واجب ده، که الله مه کړه څوک د رسول الله صلی الله عليه وسلم درناوي ته زيان رسوي يا د هغه په ناموس حمله كوي؛ نو داسې تن مرتد او سزا يې قتل ده چې دا سزا نه پاچا او نه هم کوم بل چارواکی له منځه وړی او نه يې هم بدلولی شي، دغه راز داسې تن ته به سزا پاچا يا هغه څوک ورکوي چې پاچا يا رئيس جمهور ورته د سزا ورکولو ووايي او که دوی ورته سزا نه ورکوي – لکه نن سبا چې زموږ د پاچايانو حال دی- نو دا ډېرا ستره بې غيرتي او له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره لويه ټګي او جفا ده، بيا که له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره مينه لرونکی، اسلامي جذبه او غيرت لرونکی مسلمان داسې تن ووژني؛ نو دا ستر جهاد او دا تن د ثنا او ستاينې وړ دی.
۱: الصارم المسلول مخ ۲۱۹/ ۲۲۰ کې دي:
هذا و إن كان حدا فهو قتل حربي أيضا فصار بمنزلة قتل حربي تحتم قتله و هذا يجوز قتله لكل أحد و على هذا يحمل قول ابن عمر في الراهب الذي قيل له أنه يسب النبي صلى الله عليه و سلم فقال : [ لو سمعته لقتلته ].
ژباړه: د رسول الله صلی الله عليه وسلم د توهين کوونکي وژل د حربي د وژلو په څېر دي چې وژل يې واجب دي او هر تن ته يې وژل روا دي او د ابن عمر رضی الله عنه د قول معنی همدا ده کله چې ورته د راهب په اړه وويل شول چې راهب نبي ته ښکنځل کوي؛ ابن عمر وويل: که ترې اورېدلي مې وای؛ نو وژلی به مې وای.
۲: در المختار کې دي
وجميع الكبائر والأعونة والسعاة يباح قتل الكل ويثاب قاتلهم
ژباړه: د ټولو سترو ګناهونو د ترسره کوونکو، د ظالمانو د ملاتړو او په په ځمکه کې د فساد خپرونکو وژنه مباح او وژونکي ته يې ثواب ورکول کېږي.
(در المختار کې، ټوک ۵، مخ ۱۹۷، مکتبة حنفية، کويټه)
۳: تنبيه الولاة والحکام کې دي
لاشک أن هذا الساب الشقي اللعین أقبح أهل الکبائر.
ژباړه: هيڅ شک نشته چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته دا ښکنځل کوونکی، لعنتي، بدمرغه د ټولو سترو ګناهونو تر کوونکو بدتره دی.
(مجموعه رسائل ابن عابدين ټوک ۱، مخ ۳۴۳، مکتبة، سهيل اکيډمي)
ليکنه: مفتي عبدالحق حقاني