ترکۍ محکمې د کارتون خپروونکو ويب پاڼو د بندولو امر کړی
[افغان بنسټ/ د مرغومي ۲۷مه] د ترکيې ديار بکر ولايت يوې مرافعې محکمې امر کړی چې هغه ويب پاڼي دې بندې شي چې د چارلي ابدو مجلې د لومړني مخ انځورونه يې خپاره کړي وو.
نوموړې محکمې دا پرېکړه د هغې غوښتنې په ځواب کې کړې ده چې د همدې ولايت يوه اوسېدونکي ارجان ارغين محکمې ته وړاندې کړې وه.
د يادونې وړ ده چې تېره اونۍ د فرانسې چارلي ابدو پر دفتر د دوو مغربي الاصله ځوانو وروڼو له خوا په داسې حال کې بريد وشو چې په دفتر کې اونيزه غونډه روانه وه، د بريد په پايله کې د مجلې مشر، څلور کارتونستان، څلورتنه د مجلې ژورنالستان او دوه تنه پوليس ووژل شول.
دا بريد دهغه انځور په غبرګون کې و چې څه موده وړاندې همدې خلکو د چارلي ابدو پر مخ رسول الله صلی الله عليه وسلم ته پکې سپکاوی کړی و.
دغه بريد چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د عزت د خونديتوب او توهين کوونکو ته د جزا په موخه تر سره شوی و د افغانستان د ګډ حکومت د مشر اشرف غني په ګډون يو شمېر غربيانو او نيمه مسلمانانو وغانده.
چارلي ابدو مجلې له بريد وروسته يو ځل بيا هغه انځور خپور کړ چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته پکې سپکاوی شوی وو.
د مجلې د مکرر توهين پر خلاف د نړۍ په ځينو هېوادونو کې خلکو مظاهرې وکړې او د خپلو هېوادونو له چارواکو يې وغوښتل چې له فرانسې سره اړېکې پرې کړي، په دې لړ کې نن د افغانستان په سوېل ختيځ ولايت پکتيکا کې هم زرګونه کسانو مظاهرې وکړې د چارلي ابدو مجلې سپکاوی او هغه څوک يې وغندل چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د توهين کوونکو وژونکي يې غندلي دي.
عبدالحق حماد