د نايجر خښمېدلي مظاهره چيان: د چارلي ابدو ملاتړي جهنميان دي
د افريقا هېواد نايجر کې وروسته له هغه خونړۍ مظاهرې وشوې چې د فرانسې توهين کوونکي مجلې يو ځل بيا د رسول الله صلی الله عليه وسلم په شان کې ګستاخي وکړه، د نايجر په دويم لوی ښار «زيندر» کې د جمعې له لمانځه وروسته زرګونه کسان د مظاهرو لپاره راووتل او د چارلي ابدو او فرانسې حکومت خلاف يې د مرګ شعارونه ورکړل، په څو دقيقو کې مظاهرې په خونړيو نښتو بدلې شوې، د عيسايانو عبادتځايونو او د فرانسې کلتوري مرکز ته اور ورته کړل شو او د اخ و ډب په پايله کې يو پوليس او درې مظاهره کوونکي ووژل شول، يو شمېر مظاهره کوونکي ټپيان شوي هم دي.
يو تن دوکاندار د ټيلفون پر کرښه رويټر خبري اژانس ته ويلي چې مظاهر کوونکي ډېر خښمېدلي معلومېدل او په «هوسا» محلي ژبه يې شعارونه ورکول چې: چارلي شيطان دی! د چارلي ملاتړ کوونکي به جنهم ته ځي!!.
د جمعې په ورځ د سوډان، پاکستان او الجزائر په ګډون يو شمېر نورو هېوادونو کې هم د چارلي ابدو مجلې پر خلاف مظاهرې وشوې.
چارلي ابدو تېره اونۍ هغه انځور بيا خپور کړ چې پخوا يې هم د اسلام د ستر پيغمبر په سپکاوي د نړۍ مسلمانان ځورولي وو.
عبدالحق حماد