موږ خو به د قاتل ملګري نه یو؟
حامد افغان
پوښتنه: د ثمود قوم خلکو څو کسانو د صالح علیه السلام اوښه حلاله کړه؟
ځواب: ايکي یوه کس، لکه قرانکریم وایي: فَنَادَوْا صَاحِبَهُمْ فَتَعَاطٰى فَعَقَر.َ[سُوۡرَةُ القَمَر : 29]. په پاى کي هغوى خپل سړي ته غږ وکړ او هغه دغه كار پرغاړه واخېست او اوښه یې ووژله.
پوښتنه: څو کسانو د د صالح علیه السلام د اوښې د وژلو له پاره تياري نیولې وه؟
ځواب: نه 9 کسانو، قرانکریم وایي: وَكَانَ فِى الْمَدِينَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ يُفْسِدُونَ فِى الْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُون. َ[سُوۡرَةُ النَّمل : 48]. په هغه ښار کي نهه قبايلي مشران ول چي په هيواد کي یې فساد خپراوه او كوم د اصلاح كار یې نه کاوه.
پوښتنه: نو الله هغوی ته سزا ورکړه او څوک یې د سزا مستحق او وړ وګرځول؟
ځواب: الله د ثمود ټول قوم د دې بد کار مسؤل وباله او ټول قوم ته یې سزا ورکړه، قرانکریم وایي: فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُوا فِى دَارِهِمْ جٰثِمِين. َ[سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 78]. په پاى کي يو لړزوونكي افت هغوى ونيول او پخپلو كورونو کښي پړمخي نسكور پراته پاتي شول.
پوښتنه: د صالح علیه السلام د اوښې څه کیسه وه؟
ځواب: دا کیسه د قرانکریم په یوه ایت کې داسې لنډه بیان شوې ده: او ثموديانو ته موږ د هغوی ورور صالح (علیه السلام) ولېږه. هغه وويل: “اې زما قومه! د الله بندګي وکړئ، له هغه پرته ستاسي هیڅ بل خداى نه شته، تاسي ته ستاسي د رب روښانه دليل راغلى دى. د الله دا اوښه ستاسي لپاره د يوې نښانې په ډول ده، نو هغه پرېږدئ چي د خداى په ځمکه کښي وڅري، هغې ته په كوم ناوړه قصد لاس مه وروړئ؛ كه نه نو يو دردناك عذاب به مو ونيسي. وَإِلٰى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صٰلِحًا ۗ قَالَ يٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلٰهٍ غَيْرُهُۥ ۖ قَدْ جَآءَتْكُم بَيِّنَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ ۖ هٰذِهِۦ نَاقَةُ اللَّهِ لَكُمْ ءَايَةً ۖ فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِىٓ أَرْضِ اللَّهِ ۖ وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوٓءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ. [سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 73]
خلاصه او غورچاڼ دا شو چې:
قاتل
قتل ته هڅوونکی
قتل ته تياري کوونکی
په قتل خوشالیدونکی
په قتل راضي
د قتل د ظلم پرخلاف چوپتيا
دا ټول د ناروا قتل په جرم کې شریک او سره برابر دي،
که الله قاتل ته کومه سزا ورکوله دوی به ورسره ملګري
وي او دا ملګرتیا به یې د قیامت تر ورځې روانه وي.
په قیامت کې چې قاتل د جهنم میلمه شي دوی به یې
هم د دې میلمستیا ملګري وي. العیاذ بالله تعالی
په کره شرعي دلایلو سره د ثابت حد جاري کولو او قتل لومړۍ ګټه دا ده چې په ټولنه کې فساد او فتنې له منځه ځي او په ځانګړې توګه د ناروا او ظالمانه قتل مخنیوی کوي، لکه د قصاص په اړه چې قرانکریم وایي: هوښيارانو! ستاسي لپاره په قصاص کښي ژوند دى، په كار ده چي له دې قانون څخه سرغړاوی ونه کړئ. وَلَكُمْ فِى الْقِصَاصِ حَيٰوةٌ يٰٓأُولِى الْأَلْبٰبِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ. [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 179]، او لکه د جهاد په اړه چې قرانکریم وایي: وَقٰتِلُوهُمْ حَتّٰى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُۥ لِلَّهِ ۚ فَإِنِ انتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِير. ٌ[سُوۡرَةُ الاٴنفَال : 39]. اې مؤمنانو! له دې كافرانو سره تر هغه پوري وجنګېږئ چي فتنه پاتې نه شي او ټول دين د الله لپاره شي. بيا كه هغوى له فتنې څخه لاس واخيسته، نو د هغو د عملونو ليدونكى الله دى.
د دې ایتونو په رڼا کې یوې مهمې نکتې او ضروري خبري ته اشاره لازمي بولم. موږ د سر په سترګو وینو چې په مسلمانو ټولنو کې فسادونه او فتنې عامي او خپل اوج ته رسېدلې دي، داراز ناروا قتلونه هم پریمانه او زیات دي، او په مجموع یا ټولیزه توګه د مسلمانو ټولنو ژوند ټیټې سطحي ته رالویدلی ده، له دې معلوميږي چې زموږ هغه روا قتلونه هم په سمه او کره شرعي طریقه نه دي، داراز د صالح علیه السلام او د هغه د اوښې د کیسې په رڼا کې ویلی شو چې موږ اکثره په ناروا قتلونو کې په یو ډول شريکان یو، العیاذ بالله، نو ځکه ټول د روانو فتنو او فسادونو په عذاب کې راګير یو، نو دا مهال باید هر مومن له ځان سره سوچ وکړي او ځان ته باید دا پوښتنه راجع مړي چې ایا موږ خو به د قاتل ملګري نه یو؟