وروستي:

کابل.. د فرانسې سفارت مخې ته مظاهره وشوه

نن ګڼ شمېر کسانو په کابل کي دفرانسې دسفارت مخي ته دفرانسوۍ مجلې چارلي ابدو له لوري دنبی علیه السلام په شان کي دګستاخي په ضد لاریون کړی دی او دفرانسوۍ مجلې له لوري دنبی علیه السلام توهین يې غندلی دی.

دغه مظاهره نن دکابل ښار دزنبق څلور لاري څخه پيل شوه او دفرانسې دسفارت مخي ته یې دفرانسې په ضد شعارونه ورکول.

مظاهره کونکو دفرانسې هیواد انسان دښمنه قاتل وبلل او ویل یې، چي محمدصلی الله عليه وسلم زموږ پیغمر دی او سپکاوی دي نه ورته کیږي.

مظاهره کونکو دکابل له رژیم څخه غوښتنه کوله، چي دفرانسې سفارت دي په دغه هیواد کي وتړي.

مظاهره کونکو یو پرېکړه لیک هم صادر کړ، چي په نړۍ کي هیڅوک حق نه لري، چي دبیان دازادۍ ترنامه لاندي داسلام دپیغمبر توهين وکړي، په پرېکړه لیک کي داهم راغلي، چي دفرانسې دسفارت په تړلو باید فرانسویانو ته دخپلي کرکي پيغام وليږل شي.

تردې وړاندي هم دهیواد په بېلابېلو ولايتونو کي دنبی عليه السلام دتوهین ضد مظاهرې ترسره شوي دي، دوه ورځي وړاندي په میدان وردګ ولایت کي دنبی عليه السلام دتوهین ضد مظاهرې په ترڅ کي داربکیانو له لوري دوه تنه مظاهره کونکي ټپيان شول.

دفرانسوۍ مجلې چارلي ابدو له لوري دنبی علیه السلام دتوهین آمېزه کاریکاتور دنشرولو په خلاف په ټوله اسلامي نړۍ کي مظاهرې ترسره شوې.