رب مو وايي: ما رابولئ!! (۲)
څرنګه چې بنده الله ته په عبادت او همدارنګه په مرسته کې اړتیا لري نو غوره ده چې دواړه ډوله اړتیاوې بیان کړو:
په عبادت کې الله ته اړتیا
د بنده اړتیاالله ته اړینه ده او پرته له هغه بنده ژوند نشي کولای او نه هم بنده د دنیا او اخرت سترو مخو ته رسېدلای شي؛ نو له همدې امله په هر پړاو او هر کګلیچ کې بنده الله ته اړ دی. بنده له دې پلوه الله ته اړتیا لري چې هغه یې معبود دی؛ نو له هغه سره مینه لري، درناوی یې کوي او یوازې د هغه په عبادت او هغه ته په ورګرځېدو خوشحالیږي اوخوند اخلي، ډاډګېرنه او ارامتیا ترلاسه کوي، زړه یې سمیږي او په دنیا او اخرت کې بریالی کیږي او که د الله له عبادت پرته بنده په لاس کې د نړۍ هره اسانتیا او د خوند اخیستلو هره وسیله ولري لکه ښه کور، زیاته شتمني، ښایسته ښځې، قیمتي موټر او داسې نور؛ نو له خپل ژوند به خوند وانه اخلي، ځکه چې په عبادت کې بنده الله ته اړتیا لري، او دا اړتیا پرته له عبادته له نورو لارو نشي پوره کېدلی او هغه ارامتیا چې بنده یې د الله په عبادت کې ترلاسه کوي په بل څه کې یې نشي موندلي؛ نو له همدې امله که مسلمان باندې څومره ولږه یا د دنیا کړاوونه راشي نو هغه یې په سړه سینه زغمي او په دې سره له خپل ژونده نه بېزاره کیږي.
خو څوک چې له الله سره دعبادت اړیکه و نه لري او نه هم په عبادت کې خپل ځآن الله ته اړ وبولي او یوازې دنیاوي توکي د ارامتیا او کامیابي لامل وګڼي؛ نو که په داسې تن د روزي دروازې تنګې یا بندې شي او یا هم په کوم بل کړاو او ستونزه کې اخته شي نو له ژونده بېزار کیږي او په ځان وژنې لاس پورې کوي.
همدې ته په کتو وینو چې په اسلامي هیوادونو کې که څه هم د بې وزلۍ کچه لوړه ده خو داسې ډېر کم پېښ شوي دي چې څوک دې له ژونده بېزاره شوی وي او په ځان وژنې دې یې لاس پورې کړی وي خو بل لور ته په هغو هیوادونو کې چې د بې وزلۍ کچه پکښې لوړه هم نه ده وینو چې د یو معمولي کړاو او وړوکې ستونزې له امله يې استوګن ځان وژنې ته مخه کوي لامل یې له دې پرته بل څه نه ده چې هلته بنده د الله عبادت کوي چې په پایله کې یې ارام، ډاډګېرنه او هوساینه ترلاسه کوي او دلته بنده د الله عبادت نه کوي او د ارام او ډاډګېرنې توکي یې یوازې دنیاوي اسباب ګڼلي؛ نو دکمښت، نه شتون، کړاو یا ستونزې په صورت کې ارام او سکون له لاسه ورکوي چې بیا په ځان وژنه لاس پورې کوي.
په مرسته غوښتنه کې الله ته اړتیا
بنده په مرسته غوښتنه کې هم الله ته اړتیا لري داسې چې په هر کړاو کې ترې مرسته وغواړي، امر ته یې غاړه کیږدي، پرېکړه یې ومني او د دین پیروي یې وکړي، او له پورتنیو شیانو څخه بنده تر هغه څه نشي ترلاسه کولای څو یې الله مرسته و نه کړي.
باید دلته هغه اړینه قاعده بیان کړو چې علماوو بیان کړې ده او هغه دا ده چې له الله پرته هر ژوندی په ښېګڼه ترلاسه کولو او له کړاو څخه په ځان ژغورنه کې دوو شیانو ته اړتیا لري:
۱: خوښ او په زړه پورې شي او په ترلاسه کولو کې یې ملاتړي او مرستندوی ته اړتیا.
۲: بد او ناوړه شي او ترې په ځان ساتنه کې ملاتړي او مرستندوی ته اړتیا.
هر ژوندی غواړي چې ښېګنه ترلاسه کړي او له کړاو څخه ځان وژغوري خو هغه په یوازې توګه نه ښېګنه ترلاسه کولای شي او نه له کړاو څخه ځان ژغورلی شي؛ نو اړتیا ده داسې ذات ته چې هغه په ښېګڼه ترلاسه کولو او له کړاو څخه په ژغورلو کې بنده سره مرسته وکړي او داسې ذات یوازې الله دی ځکه چې له هغه څخه پرته ټول کائنات هغه ته اړتیا لري نو څوک چې په خپله اړ وي، هغه به څنګه د بل مرسته وکولای شي.
دا قاعده الله جل جلاله اووه ځلي په قران کې بیان کړې ده:
لومړی ځای: إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ، یوازې ستا عبادت کوو او یوازې له تا مرسته غواړو.
دویم ځای:عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ، یوازې پرهغه مې بروسه کړې او د هغه لوري ته ورګرځم.
دریم ځای: فَاعْبُدْهُ وَتَوَكَّلْ عَلَيْهِ، نو دهغه (الله) عبادت وکړه او پر هغه بروسه وکړه.
څلورم ځای: رَبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْكَ أَنَبْنَا، ای پالونکیه! پر تا مو بروسه کړې او ستا لوري ته درګرځېدلو یو.
پنځم ځای: وَتَوَكَّلْ عَلَى الحَيِّ الَّذِي لاَ يَمُوتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهِ، او پرهغه ژوندي ذات بروسه وکړه چې نه مړ کیږي او په ستاینه یې پاکي بیان کړه.
شپږم ځای: عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ مَتَابْ، پر هغه مې بروسه کړې او هغه ته ورستنېدل دي.
اووم ځای: وَاذْكُرْ اسْمَ رَبِّكَ وَتَبَتَّلْ إِلَيْهِ تَبْتِيلاً رَبُّ المَشْرِقِ وَالمَغْرِبِ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ فَاتَّخِذْهُ وَكِيلاً(المزمل: ۷-۸) ، او د خپل رب نوم يادکړه او دهغه لور ته پوره ګوښه شه (8) هغه د ختيځ او لويديځ څښتن دى، له هغه پرته بل معبود نشته نو هماغه وكيل ونيسه.
نو معلومه شوه چې بنده په خپلو ټولو اړتیاوو کې الله جل جلاله ته اړتیا لري او یوازې الله یې اړتیاوو ته ځواب ویلی او هغه پوره کولای شي نو ښایي چې بنده خپلې ټولې اړتیاوې له هغه څخه وغواړي چې د اړتیاوو همدې غوښتنې ته دعا ویل کیږي.
نور بيا
ليکنه: مفتي عبدالحق حقاني