وروستي:

نبوي دعاء/ نيك او بد همسایه

اللَّهُمَّ إنِّي أّعُوذُ بِكَ مِنْ جَارِ السُّوءِ، وَمِنْ زَوْجٍ تُشَيِّبُنِي قَبْلَ المَشِيبِ، وَمِنْ وَلَدٍ يَكُونُ عَليَّ رَبّاً، وَمِنْ مَالٍ يَكُونُ عَلَيَّ عَذَابَاً، وَمِنْ خَلِيْلٍ مَاكِرٍ عَيْنُهُ تَرَانِي، وَقَلْبُهُ يَرْعَانِي؛ إِنْ رَأَى حَسَنَةً دَفَنَهَا، وَإِذَا رَأَى سَيِّئَةً أَذَاعَهَا))([1[1]])       
دغه مبارک حدیث کښی داسی پنځه بـــد (مذموم) شیان ذکر شوي چه هر وخت د انسان د مشکلاتو سره مخامخ او په کړاونو کښي اچوي نو ځکه رسول الله ﷺ د هغه څخه پناه غوښتۍ ده.
۱:  ((جار السوء)):د بـد همسایه (ګاونډي) څخه که په کلۍ کوڅه کښي وي، او که ښځه ، میړه، خادم ، ملګري وي…..ځکه بــد همسایه يو همیشني شر او دي.
وعن أبي هريرة رضي اللَّه عنه أَن النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: « واللَّهِ لا يُؤْمِن، واللَّهِ لا يُؤْمِن، » قِيل: منْ يا رسولَ اللَّه؟ قال:« الَّذي: لا يأْمنُ جارُهُ بَوَائِقَهُ،» متفق عليه.  وفي رواية لمسلم: « لا يَدْخُلُ الجنَّة مَنْ لا يأْمنُ جارُهُ بوَائِقهُ.
د ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « والله مومن ندى ، والله مومن ندى». و ویل سول: يا رسول اللهﷺ  څوك مومن ندى ؟ رسول الله ﷺ و فرمايل : «هغه څوك چې همسايه يې د ظلم او شر څخه په امن نوي»( متفق علیه).
بیارسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «څوک چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان لری، باید ګاونډی ته ضرر ونه رسوی او څوک چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان لری باید د خپل میلمه عزت وکړی، او څوک چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان لری،  باید د خیر خبرې وکړی یا چپ پاته سی.
نو هغه څوک چې د ګاونډيانو سره ښه اخلاق نه كوي ، د هغو حقوق تر پښو لاندې كوي ، هرکله په جنګ ورسره اخته وي آزار اذيت ورته رسوي، ګناهکار او د الله جل جلاله له امره مخالف دى ځکه رسول الله ﷺ د هغه څخه پناه غوښتي او بايد دهغه سړى څخه ځان وژغورل سي.
د ګاونډيانو حقوق د هغوي سره ښه اخلاق کول او احترام كول دې ، هغوي ته به  تاوان نه رسوي ،  په غم او ښادئ كښې به ځان ور شريكوي، پر واړه به يي رحم او د مشر احترام کوي…..
۲: ((ومن زوج تُشِّيبني قبل المشيب)) مقصد ئي بده ماندینه ښځه چه نه د میړه احترام او نه خبره اورۍ اخلاق ئۍ بد او ژبه ئۍ اوږده وي.
ددغه رنګ ښځو سره ژوند کول ډیر سخت د غم او خواشیني فکر خرابي سبب وي چه سړي تر وخت مخکښي بوډا او سپين ږيــري کوي.
په اسلام کښي میړه امر شوي چي د خپلي ښځي سره ښه سلوک وکړي: الله تعالی فرمايي:
 وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا)  النساء 19
«تاسوله هغی سره ښه ژوند وکړی ، بيا که هغه ستاسی خوښه نوي، خو بیا کله يو شی ستا خوښ نوي مګر الله جل جلا له په هغه کښی ډير(خـیر) او ښيګڼي ايښی وي)) .
همدا رنګه پر ښځه باندې دميړه اطاعت کولواجب دي.
۳: ((ومن ولد يكون عليَّ ربَّاً)): رسول الله ﷺ فرمايي او پناه غواړم په تا سره د هغه ځوي څخه چه پر ما باداري کوي، یعني د خپل والدینو سره بد سلوک کوي لکه چه دي مالک او بادار او والدین د ده خادمان وي.
۴: ((ومن مال يكون عليَّ عذاباً)): او رسول الله ﷺ پناه غوښتۍ د هغه دنيا (مال) څخه چه د دنیا یا آخرت دعذاب او زیان سبب وي ، دهر لوري يي راټولوي حلال حرام نه ګوري ، ځکه په دغه مال کښي خــیر او برکت نوي، او په آخرت کښي د عذاب لامل (سبب) وي، او رسول الله ﷺ به هر کله داللهﷻ څخه صالحه او نیک أخلاقه ښځه صالح اولاد غوښت ، حلال پاک مال ده د سمو لارو او پر مو لارو مصرفول ، د ښه ملګري چۍ پر ښو نیکو کومک او د بــدو څخه سړي را ګرځوي.
۵: ((ومن خليل ماكر)):   رسول الله ﷺ پناه غوښتۍ د هغه ملګري انډیوال څخه چه مینه او محبت ، ملګرتیا اواخلاص ښکاره کوي ، خو په اصل کی یو چم باز مکار او فریب کونکۍ وي.
((عينه تراني)): یعنی پناه غواړم د هغه ملګری څخه چه په ظاهر راته ښه ګورۍ محبت او مینه کوي او باطن کښي مکار او چم باز وي.
((وقلبه يرعاني)): او په زړه کښي را ته د بــدو سوچونه او فلانونه جوړوي زما بــد غواړي
((إن رأى حسنة دفنها)): که ښه وویني او په خــبر سي بیا هم هغه پټ کړي چا ته نه وايي
((وإذا رأى سيئة أذاعها)): خو که بــد وويــني بیا هغه نشر او خــپاره کړي، یعني که زما څخه یو غلطي وسي یا زما په یو عیب خبرسي هغه بیــا عالم ته بــیان او رسوا کړي ، دغه خو بیا ملګري نه بلکه یومنافق او بی عقل دښمن دي الله جل جلاله د دوي په باره کښي داسي فرمايي : «  إِنْ تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِنْ تُصِبْكُمْ سَيِّئَةٌ يَفْرَحُوا بِهَا » [[2]].
يعني دغه د منافقانو خصلت دي الله مو دي ځني وساتي[3]


[1] : الطبراني في الدعاء، 3/ 1425، برقم 1339، وهناد في الزهد، برقم 1038، وقال الألباني في سلسلة الأحاديث الصحيحة، 7/ 377، برقم 3137،: ((قلت: وهذا إسناد جيد، رجاله كلهم من رجال التهذيب… )).
[2] : سورة آل عمران, الآية : 120 .
[3] : فيض القدير، 2 / 145، وبداية المبتدئ وهداية السالك، ص 215 وګوري.