د علم د لاسته راوړلو لپاره د وخت قدر کول
د ډېوې همت لور ليکنه
وخت يو داسي ارزښتناکه مرغلره ده، چي که يې څوک په ارزښت پوه سي او ګټه ځني واخلي، نو انسان سترو سترو مقامونو ته رسوي. د وخت ارزښت له دې څخه معلوميږي چي لوى څښتن په خپل سپېڅلي کتاب قرآن کريم کي په وخت او زمان سره قسم اخيستى دى، او فرمايلي يې دي:
﴿وَ الۡعَصۡرِ ۙ﴿۱﴾ اِنَّ الۡاِنۡسَانَ لَفِیۡ خُسۡرٍ ۙ﴿۲﴾ ﴾
[ العصر:١٠٣/١-٢]
ژباړه: قسم دى په وخت (چي د انسانانو د ژوند پانګه ده) چي انسان خامخا په (هلاکت او)تاوان کي دى.
که د تېرو عالمانو او پوهانو ژوند ليکونه مطالعه سي، نو د هغو ټولو د برياليتوبونو تر شا يو راز پټ دى، چي هغه د وخت قدر کول دي. دغه عالمان د وخت په ارزښت پوه سوي وه او دا يې درک کړې وه چي تر څو د وخت قدر ونه کړي،په ژوند کي هيڅ برياليتوب نه سي تر لاسه کولاى. هغو په ژوند کي خپل ټول وخت د علم په زده کړه، نورو ته په ښوونه او په تاليفاتو او ليکلو کي تېر کړى دى او له وخت څخه يې دونه ګټه اخيستل، چي ځينو عالمانو خو بيخي په څليرويشتو ساعتونو کي دوه يا درې ساعته آرام کاوه او نور ټول وخت به يې د علم په زده کړه او نورو ته په ښوولو کي تېراوه. همدا د وخت قدر وو چي له هغو څخه د امام ابو حنيفه، امام مالک، امام غزالي، امام رازي، علامه طبري او داسي ډېر نور ستوري جوړ سول.رحمهم الله.
خو ډېر د خواشينۍ ځاى دى چي اوسمهال زده کوونکي خپل ارزښتناکه وخت چي لوى څښتن سبحانه د روغ صحت او فراغت سره يو ځاى ورکړى دى،په بې ځايه خبرو، لوبو، د ټلوېزيون په کتلو او په داسي نورو بې هوده کارونو باندي تېروي. او هيڅ
د وخت په ارزښت ځان نه پوهوي. دا يو حقيقت دى چي نن ورځ علم د پخوا په شان برکت نه لري يا مو په ټولنه کي د پخوا په شان عالمان نه پيدا کيږي،
د دې يو لامل دادى چي د وخت قدر نه کيږي او زده کوونکي او ځوانان مو د وخت په ارزښت نه پوهيږي.
اى زده کوونکې! ته ډېر لږ وخت لرې!
تر هرڅه دمخه غواړم چي ګرانو لوستونکو ته
د رسول الله صلي الله عليه وسلم حديث مبارک وړاندي کړم، چي فرمايلي يې دي:
« اغْتَنِمْ خَمْسًا قَبْلَ خَمْسٍ: شَبَابَكَ قَبْلَ هَرَمِكَ، وَصِحَّتَكَ قَبْلَ سَقَمِكَ، وَغِنَاكَ قَبْلَ فَقْرِكَ، وَفَرَاغَكَ قَبْلَ شُغْلِكَ، وَحَيَاتَكَ قَبْلَ مَوْتِكَ »([1]).
ژباړه: پنځه شان تر پنځو شيانو دمخه غنيمت وګڼه: ځواني تر زړښت دمخ، روغتيا تر ناروغۍ دمخه، شتمني تر مسکنت دمخه، فراغت تر مشغوليت دمخه او ژوند تر مرګ دمخه.
د عقل په نزد د انسان عمر تقريبا تر اويا کلونو ډېر نه دى. لوى څښتن چي څه انسانان پيدا کړي دي،په هغو کي يې ځينو ته لکه نوح عليه السلام ته، نهه سوه پنځوس کاله عمر وکړى دى. نورو ډېرو انسانانو ته يې د شپېتو کالو په شاوخوا کي عمرونه ورکړي دي. چي دغه عمر ډېر ژر، د باد غوندي او د سترګي په رپېدو سره تيريږي. په دې اړه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:
« أَعْمَارُ أُمَّتِي مَا بَيْنَ السِّتِّينَ إِلَى السَّبْعِينَ، وَأَقَلُّهُمْ مَنْ يَجُوزُ ذَلِكَ »([2]).
ژباړه: زما د امت عمرونه به د شپېتو او اويا کلنو تر منځ وي. ډېر لږ خلک به تر دې ډېر عمرونه لري.
که چيري د انسان عمر شپېته کاله وي او هره ورځ اته ساعته په خوب کي تېر کړي، نو د هغه شل کاله په خوب کي تيريږي. پاته سوه څلوېښت کاله، په دې کلونو کي يې اتلس کلونه دکوچنيوالي دي، په پاته دوه ويشت کاله کي يې څو کاله د زړښت دي. چي په دې حساب يې ډېر لږ کلونه د ځوانۍ دي.يو شاعر څه ښه ويلي دي:
و ايام الحداثة فاغتنمها
|
الا ان الحداثة لا تدوم
|
ژباړه: خپل د کوچنيوالي شپې او ورځي غنيمت وګڼه. خبر اوسه چي دا ورځي او شپې د تل لپاره نه دي.
يو بل شاعر بيا فرمايلي دي:
بادر الفرصة و احذر فوتها
|
فبلوغ العز في نيل الفرص
|
ژباړه: له وخت څخه ژر ګټه واخله او د هغه له تېرېدو څخه وبېرېږه. ځکه چي عزت او شرف له وخت څخه په سمه ګټه اخيستنه کي دى.
هر زده کوونکى بايد په پام کي ونيسي چي زما عمر ډېر لږ دى. او په هغه عمر کي هم زه خپل نيم عمر په خوب تېروم او نور عمر په کاروبار، ژوند، خوراک، څښاک او داسي نورو چارو تېروم. زما د علم د ترلاسه کولو لپاره وخت ډېر محدود دى.که چيري هغه هم په بې کاره کارونو باندي تېر کړم، نو ډېر ژر به دا طلايي چانس له لاسه ورکړم او په راتلونکي کي به هيڅ شى هم را څخه جوړ نه سي.
زده کوونکو ته ښايي چي خپل تېر وخت تل په ياد ولري. چي له تېرو کلونو راهيسي تر اوسه پوري ما څه وکړل. څه مي تر لاسه کړل. هغه عمر څنګه ژر راباندي تېر سو. که چيري دا د ځوانۍ عمر هم داسي تېر کړم، نو وروسته د زړښت دوره پيليږي. چي په هغه وخت کي نه علم سم ترلاسه کيږي او نه د علم د تر لاسه کولو حوصله پاته کيږي. ځکه د زړښت په پيلېدو سره حوصله کميږي، بدن کمزورى کيږي، د سترګو ليدکميږي، ناروغۍ ډيريږي او داسي نوري ستونزي رامنځته کيږي.
د ” متاع وقت اور کاروان علم“ نومي کتاب مؤلف په خپل کتاب کي د وخت په اړه ليکلي دي:
” حقيقت دا دى چي وخت ضايع کول يو ډول ځان وژنه ده. توپير دا دى چي ځان وژنه څوک د تل لپاره له ژوند کولو څخه بې برخي کوي. او د وخت ضايع کول تر يوه محدود وخته پوري له ژوندي انسان څخه مړى جوړوي.که چيري انسان شېبې، دقيقې، ساعتونه او ورځي چي په غفلت او بې کارۍ سره تيريږي حساب کړي، نو د هغو شمېر به څو مياشتو ته، بلکي څو کلونو ته ورسيږي.
که چا ته و ويل سي چي ستاسي له عمر څخه لس کاله عمر لږ کړل سو، نو هغه به ډېرسخت خفه سي. خو همدغه انسان پخپله په بې کاره ناسته سره خپل عمر بربادوي، اما د خپل عمر په دغسي له منځه تلو باندي بيا هيڅ نه خفه کيږي.
که چيري متوجې سو، نو راته څرګنده به سي چي نوي سلنه خلک په دې نه پوهيږي چي د خپل عمر ډېره برخه چيري او څنګه تېروي. او هغه کسان چي خپل لاسونه يې په جېبونو کي اچولي وي او په کوڅو کي ګرځي، ډېر ژر به خپل دغه لاسونه د بل په جېب هم ننباسي.که تاسي خوښ ياست يا غمجن، له تکليف او درد څخه د ژغورني يوازنۍ لار خپل وخت بې ځايه نه تېرول دي“([3] ).
وايي چي يوه سړي څو ټوټې يخى لمرته ايښى وو او نارې يې وهلې چي راسئ دا را څخه رانيسئ، زما سرمايه له منځه ځي. د انسان عمر هم د همدې يخي د ټوټو په شان دى،چي په ډېره چټکۍ سره اوبه کيږي او له منځه ځي.
د وخت څخه د ګټي اخيستني لپاره مهال وېش جوړول
که زده کوونکي غواړي چي وخت يې بې کاره تېر نه سي او په ورځني ژوند کي چي کوم پلان لري،د هغه سره سم خپل کارونه پر مخ بوزي، نو هغو ته ښايي چي د هري ورځي لپاره يو مهال وېش جوړ کړي او د هغه سره سم دي خپل ټول کارونه تر سره کړي. د مثال په توګه، سهار لومړى لمونځ وکړئ. بيا د ښوونځي جامې واغوندئ. چاى وڅښئ. ښوونځي ته ولاړ سئ. کله چي له ښوونځي څخه راستانه سولاست، د غرمې ډودۍ وخورئ.
يو ساعت آرام وکړئ. بيا د مهال وېش سره سم کورنۍ دنده تر سره کړئ. بيا د کور يو کار وکړئ. يو ساعت تفريح وکړئ. بيا کورس يا مدرسې ته ولاړ سئ. بيا د ماخوستن ډوډۍ وخورئ.ترلمانځه وروسته يو دوه ساعته مطالعه وکړئ. بيابيده سئ…. او داسي نور.
ابن مفلح حنبلي رحمة الله عليه په خپل ” الاداب الشرعية “ نومي کتاب کي د وخت د قدر په اړه ليکلي دي:
” وخت له ضايع کېدو څخه هله ژغورل کيږي، چي څوک په زړه کي د هغه اهميت او احساس ولري. انسان ته ښايي چي يو مهال وېش جوړ کړي، او په هغه کي ټول کارونه په ترتيب سره د اصولو سره سم ووېشي“([4] ).
برياليتوب ته د رسېدو يوازينى شرط د خپلو کارونو لپاره د ورځني ژوند مهال وېش جوړول دي. بريالى کس هغه دى چي خپل هر کار د مهال وېش سره سم تر سره کوي. او له بې ځايه ګرځېدو، خبرو اترو او وخت تېرولو څخه ډډه وکړي.
راځئ چي دلته د وخت د قدر کوونکو ځيني بېلګې مطالعه کړو، چي هغو د وخت څونه قدر کاوه:
١. د نامتو عالم ابن سکينه رحمة الله عليه په اړه علامه ذهبي رحمة الله عليه فرمايلي دي چي ده به خپلو شاګردانو ته فرمايل:
” يوازي سلام اچوئ،تر دې ډېر نور څه مه واياست“. او دا به يې ځکه ويل چي په ډېرو خبرو کولو سره به يې وخت ضايع کېدى.([5] ) .
٢. ابن ابي حاتم رحمة الله عليه فرمايلي دي:
” يوه ورځ زه د خپل يوه ملګري سره د استاد په خدمت کي حاضر سوم. خو کتل مي چي په هغه ورځ استاد لږ ستړى معلومېدى. له هغه ځاى څخه ولاړو پر لاري مو يو کب (ماهى) رانيوى.کله چي خپل استوګنځي ته ورسېدو، د بل استاد د درس وخت پيل سو. موږ کب کښېښود درس ته حاضر سوو. درې ورځي په دې ډول سره تيري سوې.تر درو ورځو وروسته وبېرېدو چي کب بوى ونه کړي او خراب نه سي. نو پرته له پخېدو څخه مو دغسي اوم وخوړ. ځکه د پخېدو لپاره مو وخت نه درلود. نو امام فرمايلي دي چي د علم زده کړه په راحت او آرامي سره نه تر لاسه کيږي“([6] ).
٣. په ” تذکرة الرشيد“ کي راغلي دي چي حضرت مولانا رشيد احمد ګنګوهي رحمة الله عليه څلور کاله په ډيلي کي زده کړه وکړه. خو ده په دې څلورو کلونو کي په بېلو بېلو علومو کي داسي مهارت تر لاسه کړ، چي د هغه مخالفينو لا له اعتراف نه کولو پرته بله چاره نه درلوده. که څه هم هغه ډېر ښه استعداد درلود، خو بيا هم هغه د وخت په اړه دونه حريص وو چي له خوړلو، لمونځونو او ډېر لږ اۤرام کولو پرته يې خپل ټول وخت په درس ، مطالعه او څېړنه او د پېچلو مسايلو په حلولو کي تېراوه.
٤. علامه شبلي نعماني رحمة الله عليه په خپل يوه کتاب کي ليکلي دي:
” زه د يوه انګريزي عالم سره چي آرنولد نومېدى د مسافر وړلو په بېړۍ کي سپور وم. يو وخت چي له خوبه راپورته سوم، يوه مسافر راته و ويل: د بېړۍ موتور( ماشين) مات سوى دى. ما و ليدل چي په رشتيا سره هم له دې امله ټول خلک خوابدي دي او د بېړۍ حالت خراب دى. بېړۍ د باد په واسطه کرار کرار حرکت کاوه. د دې په ليدو زه هم وبېرېدم او په زړه کي مي ډول ډول فکرونه راګرځېدل. زه آرنولد ته ورغلم. که ګورم چي هغه په ډېره سړه سينه په ډېر ډاډمن زړه سره کتاب مطالعه کوي. ما ورته و ويل: ته نه وينې چي څه پېښه ده؟ هغه راته و ويل: ولي؟
د بېړۍ موتور له کار لوېدلى دى؟ ما ورته و ويل:
دا وخت د کتاب ويلو دى؟ هغه راته وويل: که چيري بېړۍ له منځه ولاړه سي، نو دا لږ وخت هم ډېر ارزښت لري، ولي يې همداسي ضايع کړم؟ د هغه د جواب په اورېدو زه بيرته عادي حالت ته راوګرځېدم او تر اتو ساعتونو وروسته موتور بيرته جوړ سو“.([7] ).
٥. حافظ ابن حجر عسقلاني رحمة الله عليه
د وخت دونه قدر کاوه، چي هيڅکله به يې نه غوښتل چي يوه شېبه يې بې کاره تېره سي. ان کله چي به يې د نل قلم پرې کاوه، په دې وخت کي به يې پر ژبه د الله ذکر جاري وو. ([8] ).
٦. د شيخ الاسلام ابن تيميه رحمة الله عليه په اړه راغلي دي: ده به د خپل ژوند يوه شېبه هم بې ځايه نه تېرول. ځيني وختونه به يې خپل شاګرد ته فرمايل:
” کتاب په لوړ آواز و وايه، چي زه يې هم واورم او وخت مي ضايع نه سي“.
٧. حافظ ابن حجر عسقلاني رحمة الله عليه د شمس الدين اصفهاني رحمة الله عليه په اړه ليکلي دي:
” ده به د دې بيري څخه لږ ډوډۍ خوړل چي په ډېر خوړلو سره د طبيعي غوښتني اړتيا پيدا کيږي.
او تشناب ته په تلو سره وخت ضايع کيږي“ ([9] ).
([1])- دغه حديث حاکم په المستدرک کي تخريج کړى دى، د حديث شمېره ٧٨٤٦ ده او حاکم يې په اړه ويلي دي چي دا حديث د شيخينو پر شرط صحيح دى، خو نه يې دى تخريج کړى. ذهبي هم د بخاري او مسلم د شرط سره سم بللى دى او شيخ الباني هم په صحيح الترغيب والترهيب او صحيح الجامع الصغير وزياداته کي صحيح بللى دى.
([2])- سنن ترمذي، باب ما جاء في فناء اعمار هذه الامة ما بين الستين الى السبعين، 2331شمېره حديث. دغه حديث شيخ الباني حسن صحيح بللى دى.
([3])- متاع وقت اور کاروان علم، ٧٣ مخ.
([4])- متاع وقت اور کاروان علم، ٨٨ مخ.
([5])- سير اعلام النبلاء، ٢١ / ٥٠٤ مخ.
([6])- تذکرة الحفاظ ،٣ /٨٣٠ مخ.
([7])- تحفة الطلباءو العلماء،١٧٣ مخ. د مجلۀ نظر و فکر، د ”نام آوران علىگړ“ مضمون ،٢٢ / ٤ مخ، په حواله.
([8])- جهان ديده، ١٥٥ مخ.
([9])- درر کا منه،٦ / ٨٥مخ.