د ابلیس (شیطان) پلان!
ابلیس خپل نور شیطانان را وغوښتل او یوه غونډه یې جوړه کړه. د غونډې په شروع کښې ابلیس و نورو شیطانانو ته داسي وویل:
مونږ د حقیقې ایمان خاوندان او نیک خلک د مسجد د تګ څخه نه سو را ګرځولاې. مونږ دوي د د قرآن عظیم الشان د تلاوت او په حقیقت د خبرېدو څخه نه سو راګرځولاې. مونږ دوي د تقوأ او د الله سبحانه و تعالی د قرابت او نژدې والي څخه نه سو منع کولاې. او ابلیس زیاته کړه: په یاد یې ولري کچېري دوي همداسي د خپل رب سره تعلق وساتي نو مونږ به پر دوې باندي هیڅ تسلط پیدا نه کړو، ځکه الله سبحانه و تعالی ماته داسې فرمایلي دي: په تحقیق سره ته (ابلیس) زما پر بندګانو (د ایمان خاوندان) باندې هیڅ تسلط نه لرې!.
نو ځکه دوې پرېږدي چې مسجد ته د عباداتو لپاره ولاړ سي، او د خپل رب سره تعلق وساتي، خو د دوې څخه یو شی واخلي! هغه شی وخت دي. ځکه کله چې مو ددوې څخه وخت واخیستي نو دوې به د خپل رب و یادولو او د هغه عبادت کولو ته وخت ونه لري. دا هغه څه دي چې زه يې ستا سو څخه کول غواړم!
نورو شیطانانو د ابلیس دا خبرې په غور سره اوريدلې او په ډیره تلوسه يې ابلیس ته وویل: زمونږ استاده! مونږ به دا کار څنګه وکړو؟
ابلیس ورته وویل: دا کار ډیر آسانه دي. د الله سبحانه و تعالی بنده ګان په بي ځایه او غیري ضروري شیانو او کارونو سره مصروفه وساتي! چالاکه و اوسې! د دوې د مشغولتیا لپاره مختلفي طریقې په کار واچوې. دوې مصروفه وساتي! مصروفه! مصروفه! مصروفه!
د دوي زړونه و مادیاتو ته مایل کړې او هڅه وکړي چې دوي په دنیوي کارونو او مادیاتو پسي دومره ستړۍ سي ترڅو خپل رب ځني هیر وي او ددوې ژوند دومره ور ستړۍ کړې تر څو دوي د خپل نفسي خواهشاتو د پوره کولو په خاطر شپه او ورځ کار وکړئ او دومره يې سرګردانه کړئ تر څو خپل صحت ځني هیر وي. او کله چې دوي په ژوند کې زیات ستړي او پریشانه سي نو د دوي په ذهنونو کې داسي حرام کارونه ور واچوې تر څو دوي د خپلي پریشانې د ليرې کولو په خاطر هغه حرام او عبث کارونه وکړئ.
او کله چې دوي د خپلو پریشانیو د ليرې کولو په موخه تفریح کول غواړې نو دوې د طبعي ځایونو او ښائستونو څخه لېرې او حرامو ځایونو لکه نایټ کلبونه، بي ځایه بانډارونه او ناستې او داسې نورو کارونو باندې مصروفه وساتې ترڅو دوې د خپل رب د خلقت په ښائست کښې فکر ته فارغه نه سي او د خپل رب د یاد څخه لېرې وساتل سي.
چې ددې ټولو دسیسو او پلانو په پاي کې به مونږ د خداي (ج) بنده ګان د خپل رب او عباداتو څخه لېرې ساتلي وي.
د غونډي په پاې کې ابليس بیا د یاد آورې په ډول وويل: په ياد مو وي، هغوې مصروفه وساتي! مصروفه ! مصروفه! او مصروفه!
محترمو مسلمانانو وړونو او خویندو!
په یاد ولري! ابليس هغه څوک دي چې د الله سبحانه و تعالی له دره څخه شړل سوې او رټل سوې دي، او ابليس دا قسم کړی دي چې د آدم (ع) اولاده به ټوله د خپل رب څخه لېري او خپل د ځان ملګري یې کړي.
الله عزوجل دي ټوله مسلمانان د شيطاني دسیسو او پلانونو څخه په نجات کي وساتي! آمين