د قرآن کريم زېري
ډاکټر محمد بن عبدالله الدويش
ژباړن
عبدالمالک « همت »
١. د دين غلبې ، ظهور او خپرېدو ته اشاره:
لوى څښتن فرمايي:
﴾[التوبه:٣٣]
ژباړه: الله هغه دى چي خپل پېغمبر يې د هدايت او حق دين سره لېږلى دى تر څو چي هغه پر ټولو دينونو لاسبرى کړي ، که څه هم دا مشرکانو ته هر څوني ناکاره برېښي. .
دغه راز فرمايي:
﴾[الصف:٨ ــ ٩]
ژباړه: دوى غواړي چي د خُولو په پوكلو سره د الله ( د دين ) رڼا مړه كړي ، او د الله پرېکړه داده چي خپله رڼا بشپړه خپره كړي كه څه هم
د كافرانو دا هر څونه بده ايسي . (الله) هغه ذات دى چي خپل پېغمبر يې د هدايت او حق دين سره لېږلى دى، تر څو هغه پر ټولو دينونو لاسبرى كړي، که څه هم دا مشرکانو ته هر څوني بد ښکاري .
همدا شان فرمايي:
﴾[الفتح:٢٨]
ژباړه: الله هغه ذات دى چي خپل پيغمبر يې د هدايت او رشتيني دين سره لېږلى، تر څويې پر ټولو دينونو لاس برى کړي او الله د شاهد په توګه بس دى.
٢. مومنانو ته د نصرت او بري ژمني:
لوى څښتن فرمايي:
﴾[الحج:٣٩ ــ ٤٠]
ژباړه: هغو خلکو ته اجازه ورکړه سوه چي جګړه ورسره کيږي، ځکه چي د دوى سره ظلم سوى دى او په يقين سره يې الله پر مرسته ډېر ښه قادر دى. هغوى چي په ناحقه له خپلو کورونو وايستل سول ، يوازي په دې خبره چي دوى وايي : زموږ رب الله دى. او که الله خلک يو د بل په وسيله نه اېسارولاى نو خامخا به خانقاګاني، کليساوي، عبادت ځايونه او جوماتونه نړول سوي واى، کوم چي په هغو کي د الله نوم ډېر ياديږي او الله به خامخا د هغه چا سره مرسته کوي چي د هغه مرسته کوي . بې شکه الله زورور او لاسبرى دى .
دغه راز فرمايي:
[الروم:٤٧]
ژباړه: او رشتيا ده چي موږ تر تا دمخه پيغمبران د هغو خپلو قومونو ته ولرږل او د څرګندو نښانو سره ورغلل چي بيا مو له هغو کسانوچي جرمونه يې کړي وه غچ هم واخيست او د مومنانو سره مرسته پر موږ حق وه.
بيا فرمايي:
﴾ [محمد: ٧]
ژباړه: اى مومنانو! که تاسي د الله د دين مرسته وکړئ ، هغه به ستاسي مرسته وکړي او پښې به مو ټينګي کړي.
ورپسې فرمايي:
﴾ [الصافات:١٧١]
ژباړه: او بې شکه زموږ خبره زموږ د استول سوو بنده ګانو په هکله لا دمخه سوې وه. چي په يقين سره به د هغو خامخا مرسته کيږي او دا چي زموږ لښکر به حتماً لاسبرى وي. نو تر څه وخته له هغو څخه مخ واړوه او هغو ته ګوره. ژر به دوى هم (خپل انجام) وويني.
په پورتنيو آيتونو کي الله تعالي خبر ورکړى دى چي د ده په مخلوقاتو کي د ده له سنتو او کړنلارو (قوانينو) څخه دادي چي خپل بنده ګان به هرو مرو بريالي کوي، البته چي د ده بنده ګان
د ده د دين نصرت ته ملاوتړي او د هغه د بري لپاره هلي ځلي پرلار واچوي. او که کله ناکله له دغه سنت څخه د کوم مصلحت او حکمت لپاره تخلف کيږي، نو دا د دغي قاعدې دماتېدو معنا نه لري. په دې مورد کي بايد وپوهېږو چي اعتبار پايلو ته دى او تل په پايله کي وروستي او اصلي ګټونکي مومنان وي.
٣. په مځکه کي د مومنانو د غښتلتياژمنه:
لوى څښتن فرمايي:
﴾ [النور: ٥٥]
ژباړه: له تاسي څخه چي کومو کسانو ايمان راوړى او سم کارونه يې کړي ، الله وعده ورسره کړې ده چي خامخا به يې په مځکه کي هماغه شان خليفه ګان وګرځوي، لکه هغه خلک چي تر دوى دمخه يې خليفه ګان ګرځولي وه او حتماً به يې هغه دين ورته محکم کړي چي دوى ته يې خوښ کړى او تر بېري وروسته به يې حالت په امن بدل کړي. يوازي مابه لمانځي ، هيڅ شى به نه راسره شريکوي او له هغه وروسته چي کوم کسان کافران سول نو فاسقان به وي.
په پورتني آيت کي الله تعالى د مسلمانانو سره ژمنه کړې ده چي دوى به په مځکه کي خليفه ګان کوي او دين به يې ورته پياوړى کوي. او الله تعالى هغه ذات دى چي د خپلي ژمني مخالفت نه کوي. په دې صورت کي به نو مسلمانو ته د خداى تر وعده بله پورته هيله څه وي؟
٤. د کافرانو د مکرونو ضعف او د هغو د تلاښونو ناکامۍ ته اشاره:
له هغو خبرو څخه چي ډېر مسلمانان نهيلي کوي يوه داده چي مسلمانان ويني چي کافران سره د دې چي بېل بېل مليتونه او مذهبونه لري بيا هم د اسلام او مسلمانانو په هکله پر سازشونو او چلونو سره يو لاس دي او څه پلانونه چي د مسلمانانو سره د جنګ او
د هغو د دين او عقايدو د ورانۍ لپاره جوړوي او پلي کوي په هکله يې په يوه زړه او يوه خوله دي. په داسي حال کي چي مسلمانان د هغو له دې پلانونو او سازشونو څخه غافل دي او د دې سازشونو پايلو ته سره د دې چي پرله پسي پلي کيږي او تر سره کيږي نه متوجه کيږي. بالاخره داسي ګڼي چي مسلمانان چي د خپل تېر سترتوب او عظمت د بيا راګرځېدو لپاره هرڅه کوښښونه کوي د کفارو د سختو ګواښونو سره مخامخ کيږي او په نطفه کي يې خنثى کوي او دښمنان د دوى
د ډلو د بېلتون سره سره د مسلمانانو له هيڅ خوځښت او ويښتيا څخه يوه شېبه هم سترګي نه پټوي. نو اى مسلمانه وروره! زما سره دغه آيتونه ولوله او فکر پکښي وکړه.
لوى څښتن فرمايي:
﴾ [النمل : ٤٨ ــ ٥٢]
ژباړه: په هغه ښار كي نهه قبايلي مشران وه چي په هيواد كي يې فساد خپراوه او كوم داصلاح كار يې نه كاوه . هغوى په خپلو منځو كي سره وويل په خداى باندي په قسم خوړلو سره ژمنه وكړئ چي موږ به دشپې له مخي په ير غل كولو سره صالح () او دهغه كورنۍ ووژنو او بيا به دهغه ولي ته ووايو چي موږ دهغه دكورنۍ دوژني په وخت كي موجود نه وو ، موږ بيخي رښتيا وايو . دا دسيسه خو هغو جوړه كړه او بيا موږ يو تدبير ونيوه چي هغوى ورڅخه خبر نه وه . اوس وګوره چي دهغو د دسيسې عاقبت څه سو ، موږ هغوى او د هغو ټول قوم تباه كړل . دغه دهغو تش پراته كورونه دي، دهغه ظلم له امله چي هغو كاوه په دې كي دعبرت يوه نخښه ده . د هغو خلكو لپاره چي علم لري .
دغه راز لوى څښتن فرمايي:
﴾ [الانفال: ٣٦]
ژباړه: کومو خلکو چي دحق له منلو څخه انکار کړى دى هغوى خپلي شتمنۍ دخداى له لاري څخه دمنع کولو لپاره لګوي او اوس به يې لازيات لګوي، خو په پاى کي به همدا هلي ځلي دهغو لپاره
د پښېمانتيا سبب وګرځي ، بيا به هغوى مغلوب وي ، بيا به دا کافران
د دوږخ لوري ته محاصره سوي ورسي .
همدا شان لوى څښتن فرمايي:
﴾ [الطارق: ١٥ــ ١٧]
ژباړه: يقيناً دوى څه چل جوړوي او زه هم يو پلان جوړوم، نو کافرانو ته مهلت ورکړه (او) لږ يې پرېږده.
﴾ [الانفال: ١٨]
ژباړه: دا معامله خو له تاسي سره ده او له کافرانو سره معامله داده چي الله د هغو د چلونو کمزورى کوونکى دى .
نو دغه کفار چي هر څوني د لوى څښتن د دين په مقابل کي مکرونه او چلونه پرلار واچوي او هر څوني شته چي د هغه سره د جګړې لپاره ولګوي، بيايې هم لوى څښتن څاري او دوى د مخه تر دې چي
د مسلمانانو دښمنان سي د لوى څښتن دښمنان دي، لکه چي لوى څښتن فرمايي:
﴾ [الممتحنة:1]
ژباړه: اى هغو كسانو چي ايمان مو راوړى دى ، زما او د خپلو دښمنانو سره دوستي مه کوئ .
په دې توګه لوى څښتن دوى لومړى د ځان دښمنان وبلل او بيا خپل پيغمبر ته فرمايي:
﴾ [الانعام:٣٣]
ژباړه: خو دا خلک تا نه درواغجن کوي ، بلکي دا ظالمان اصلاً دالله له ايتونو څخه منکرېږي .
دوام لري…